د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالي ستونزو له کبله د پاکستان ۳۵ زره شخصي سکولونه تړل شوي‌


پاکستان د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د اپریل په میاشت کې ښوونځي بندول شروع کړل خو په سپتمبر کې د کورونا وایرس د کمو کېسونو تر راتګ وروسته یې بيا پرانیستل.
پاکستان د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د اپریل په میاشت کې ښوونځي بندول شروع کړل خو په سپتمبر کې د کورونا وایرس د کمو کېسونو تر راتګ وروسته یې بيا پرانیستل.

د پاکستان پرايوېټ سکولونو يا شخصي ښوونځيوو اتحادیه وايي د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د حکومتي اقداماتو له کبله ۳۵ زره ښوونځي بند شوي دي.

د پاکستان د ټولو شخصي ښوونځيوو او کالجونو اتحادیه وايي‌، حکومت بيا د ښوونځيوو د بندولو اراده لري چې دوی به یې په مظاهرو سره ځواب ورکړي.

د یادې اتحادیې مشر ملک ابرار حسین د نومبر په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، کله چې ښوونځي بند شي نو دوی د خپلې عملې فیس نشي ورکولای.

ده وویل، "په ملک کې ۲۰۷۰۰۰ پرايوېټ سکولونه وو. ۳۵۰۰۰ په دايمي ډول بند شوي ځکه چې دوی ډير وخت د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره تړلي ‌پاتې شول. دوی خپلې خرچې نه شوای پوره کولای. په شخصي ښوونځيوو کې نيزدي ۱۵ لکه استادان او خوا او شا ۶ ميليونه زده کوونکي دي."

ده زیاته کړه چې حکومت دوی ته کوم مالي ‌مراعات نه دي ورکړي چې ځان پرې وساتي.

ملک ابرار حسېن وویل، "بله لویه مسله دا ده چې که ښوونځي بند شي نو ۷۰ فیصده زده کوونکي به ونه شي کړلی چې آن لاين زده کړې وکړي ځکه په پاکستان کې آن په ښارونو کې د انټرنیټ سيګنل پوره نه راځي. په کليو کې خو دا بيخي ممکنه نه ده."

پاکستان د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د اپریل په میاشت کې ښوونځي بندول شروع کړل خو په سپتمبر کې د کورونا وایرس د کمو کېسونو تر راتګ وروسته یې بيا پرانیستل.

د حکومت له خوا ورکړل شوو شمېرو ترمخه، د نومبر تر ۲۲مې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له درې لکو او څلور اویا زرو څخه اوښتی. ‌۷۶۶۲ کسان ترې مړه شوي او له درې لکو نهه ویشت زرو څخه زیات کسان ترې رغيدلي دي.

که څه هم د ټول پاکستان د شخصي ښوونځيوو اتحاديې ويلي چې په خپلو ښوونځيوو کې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د فاصلې ساتلو، لاسونو مينځلو او ماسک کارولو اصول په سختۍ سره عملي‌کوي خو بيا هم په ښوونځيو کې د کورونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي.

د تعليم وفاقي وزیر شفقت محمود د نومبر په ۲۱مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته ويلي وو چې د شخصي ښوونځيوو د مالکانو د نقصان اندازه ورته شته خو د خلکو ژوند ډير اهمیت لري.

د هغه په وېنا غواړي د نومبر له ۲۵مې يو ځل بيا ښوونځي بند او د تعليم متبادلو لارو ته مخه کړي.

ده وویل، "زه د ټکڼالوژۍ په بېلابېلو طريقو کار کوم. موږ د ټيليويژن له لارې تعليم ورکوو. په ځينو ځايونو کې به آن لاین يا پر انټرنيټ زده کړې برابریږي او په ځينو ځايونو کې چې انټرنيټ نشته نو هلته به د راډيو له لارې تعليم پر مخي. دا پروګرام به په دوو هفتو کې عملي شي."

خو ځيني خلک د حکومت له پالیسۍ مطمينه نه دي. د خېبر د لواړګي اختر علي ‌چې څلور ماشومان یې شخصي ښوونځي ته ځي، د نومبر په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې نه انټرنیټ شته او نه هم خلکو دومره وس چې درې يا څلور راډيوګانې يا ټيليويژنونه دې د مختلفو ټولګيوو ماشومانو ته ولګوي.

نوموړي‌ مشال راډیو ته وویل، "دلته په قبايلو کې تعليم هسې هم د نشت برابر دی. اوس پکې کورونا هم راغله. خو د حکومت کار هسې د ټوکو ځکه ښکاري چې په ځينو ځايونو کې یې ټولبند کړی او په ځينو ځایونو کې نه. موږ نه غواړو چې سکولونه بند شي. زما يو زوی او درې لوڼه دی. دوی هم د سکولونو بندیدل نه غواړي. د ځانګړو لارښوونو دې سکولونه پرانیستې پاتې شي."

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او وروسته په نړۍ کې خپور شو.

دا وایرس د ګڼې ګوڼې له وجې زر خپريږي ځکه خو د روغتيا نړيواله اداره لارښوونه کوي‌ ‌چې د ګڼې ګوڼې ځايونه لکه بازارونه، تعليمي ادارې او د لوبو میدانونونه يا بيخي بند شي او یا دې هم پکې خلک پوره فاصله وساتي.

XS
SM
MD
LG