د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پاکستان کې ۲۶۶۵ نور نیولي او ۵۹ یې وژلي دي


د صحت څانګې د چارواکو په وینا ، په پاکستان کې د کورونا وبا دویمه څپه راغلې ده.
د صحت څانګې د چارواکو په وینا ، په پاکستان کې د کورونا وبا دویمه څپه راغلې ده.

په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹ نور کسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېر ۷۶۶۲ ته ورسېده.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې ترمخه د نومبر تر ۲۲مې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېره تر ۳۷۴۰۰۰ اوښتې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۶۵ نور کسان په کورونا اخته شوي دي. خو تر اوسه ۳۲۹۰۰۰ زیات کسان له دې ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

حکومتي معلومات وايي چې دا وخت په هېواد کې د کورونا وايرس د فعاله کېسونو شمېر تر ۳۶ زرو زيات دی.

بلخوا سيند حکومت د کراچۍ په ځينو علاقو کې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره احتياطې ټولبند لګولی دی.

د بلوچستان حکومت هم ویلي چې په صوبه کې یې په دې ورستیو کې د کورونا وبا په چټکۍ خپره شوې او لا یې هم د خپرېدو وېره ده.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهواني د نومبر پر ۲۱مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې هلته په کورونا کې د زیاتوالي وجه په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک شوې جلسه وه.

پاکستان جمهوري تحریک د اکتوبر پر ۲۵مه د کوټې په ایوب سټېډیم کې د حکومت پرضد داسې جلسه کړې وه چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو.

لیاقات شاهواني زیاته کړه چې دوی په دې اړه هم اندېښمن دي چې د اپوزېشن ګوندونو د پېښور له جلسې د خلکو تر ستنېدو وروسته به کورونا په بلوچستان کې لا زیاته شي.

په پاکستان جمهوري تحریک کې د شریک پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند مخکښ او سنېټر عثمان خان کاکړ له مشال راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان حکومت دا تور رد کړ.

نوموړي په دې اړه پوښتنه راپورته کړه چې د ده په وینا، کله چې حکومت په سوات او ګلګت بلتستان کې جلسې کولې نو هغه کورونا نه وه؟

دا په داسې حال کې ده چې د صحت څانګې د چارواکو په وینا ، په پاکستان کې د کورونا وبا دویمه څپه راغلې ده.

د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې د کورونا وایرس خپرېده دویمه څپه د تېرېدو په حال کې ښودل کېږي.

په اروپا کې د کورونا وايرس له دوهمې څپې څو اوونۍ وروسته یو شمېر هېوادونه سخت بندیزونه بېرته نرموي.

دا هېوادونه په داسې حال کې په بنديزونو کې نرموالی راولي چې د کرسمیس رخصتیو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده او له بلې خوا د بندیزونو له کبله د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو اندېښنه شته.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به راتلونکې اوونۍ د کورونا وايرس وبا د وضعیت په اړه قام ته وینا کوي او ممکن په خپل هېواد کې یو شمېر بندیزونه لرې کړي.

د بریتانیا وزيراعظم بوریس جانسن غواړي چې له مهالوېش سره سم د دسمبر په دوهمه ټولبندختم کړي.

XS
SM
MD
LG