د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل ښار راکټي بريدونو اته تنه وژلي او ۳۱ ژوبل کړي


د نومبر پر ۲۱مه سهار د کابل ښار له منځه ۲۳ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.
د نومبر پر ۲۱مه سهار د کابل ښار له منځه ۲۳ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل ښار ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې نن (د نومبر پر ۲۱مه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار له منځه د ۱۷مې او څلورمې حوزې له مربوطاتو څخه ۲۳ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګېدلي دي.

دا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې وايي، دا توغندي د دويمې، نهمې، ۱۰مې، ۱۱مې، ۱۵مې او شپاړسمې حوزو پر مربوطاتو لګېدلي دي.

د دې وزارت اعلامیه زیاتوي، د دويمې حوزې پر مربوطاتو پنځه توغندي لګېدلي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي. همدا راز د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې څلور توغندي لګېدلي چې درې تنه یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

اعلامیه کې پرمخ راغلي چې د ۱۶مې حوزې اړوند یو توغندی لګېدلی چې یو کس يې وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

اعلامیه زیاتوي: "د لسمې حوزې په مربوطاتو کې اووه راکټونه لګېدلي چې په پایله کې یې د لومړني معلوماتو له مخې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. همداراز د ۱۵مې حوزې اړوند سیمه کې درې راکټونه لګېدلي چې تلفات نه لري."

د اعلامیې په خبره د نهمې حوزې اړوند سیمه کې یو راکټ لګېدلی چې په پایله کې يې دوه کسان ژوبل شوي دي.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی د لومړني معلوماتو له مخې وايي، له دې پېښو پنځه تنه مړي او ۲۵ ټپیان د روغتيا وزارت اړوندو روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په خپل لېږل شوي پيغام کې دا کار د وسله والو طالبانو بللی خو هغوی بيا په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه کومې بلې وسله والې ډلې هم د دې بريدونو مسوليت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG