د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي


په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعاله کېسونو شمېر درې ۳۰ زرو زيات دي. (انځور له ارشیفه)

په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسان مړه شوي دي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې ترمخه تر نومبر ۲۰مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېره تر ۳ لکه اته شپېتو زرو اوښتې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۲۷۳۸ نوې پېښې ریکارډ شوي خو له دې ناروغۍ تر ۳ لاکه ۲۷ زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

په هېواد کې د کورونا وايرس د فعاله کېسونو شمېر تر ۳۰ زرو زيات دی.

حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره له تېرې مياشتې مول یا ماسکونه وهل لازمي ګرځولي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان حکومت د کورونا وايرس دويمې څپې مخنيوي لپاره د زيارتونو، سينماګانو او تیېټرو د بندولو فيصله کړې ده.

د نومبر پر ۱۱مه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سينټر) غونډې وروسته ويلي وو چې په لويو اجتماع ګانو د پابندۍ تجويز ورکړل شوی دی.

این سي او سي په یو بیان کې ویلي چې په تعليمي ادارو کې د کورونا وایرس زیاتو کېسونو ته په کتو د زده کوونکو د ژمي چوټیانې د زیاتولو تجویز هم ورکړل شوی.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې ، د نومبر پر۲۰ په نړۍ کې په مجموعي توګه ۵۶ میلیونه او نېږدې نهه لکه کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۳۶۱،۳۰۰ ته رسېدلی دی.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي. خو په نړۍ کې تر اوسه له دې وبا څخه تر ۲۰ میلیونه زیات کسان روغ شوي هم دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG