د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست لاریون له پاکستانه د افغانستان سوله کې رښتینې همکاري غوښتې


خوستیو ځوانانو په افغان امن بهیر کې له پاکستانه د مثبت رول ادا کولو غوښتنه وکړه: ۲۰۲۰، ۱۹ نومبر
خوستیو ځوانانو په افغان امن بهیر کې له پاکستانه د مثبت رول ادا کولو غوښتنه وکړه: ۲۰۲۰، ۱۹ نومبر

له پکتیکا او پکتیا وروسته د پنجشنبې ماسپښین د خوست په ښار کې هم د سلګونو ځوانانو لاریون د پاکستان له حکومت وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د سولې په راوستو کې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

د لاریون ویناوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د دریځ د ملاتړ تر څنګ وویل، یاد غورځنګ د لرو برو پښتنو د حقوقو او د هغوی د ژوند ژغورنې په خاطر غږ اوچت کړی دی.

دوی له خلکو هم وغوښتل، چې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره دې د نظام او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

مدني فعال عبدالجبار جبارخېل لاریون ته په خپلو خبرو کې وویل، افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي، نو که د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د سولې همیشنیو ژمنو ته صادق وي، خپله رښتینولي دې په عمل کې ثابته کړي.

ده وویل، د دې لپاره چې هېواد یې بیاد نویمي لسیزې د بدمرغیو په برخلیک اخته نشي، ولس ته پکار ده چې د نظام او خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت پر خلاف د وسله والو ډلو له هر ډول ملاتړه انکار کړی، خو لاریونوالو بیا هم له پاکستانه وغوښتل، چې د دې هېواد په اړه مثبت دریځ او سیاست خپل کړي.

مدني فعال قادرشاه انصاري وايي، داسې سیاست چې په هغه کې ترهګري، وژنې او د خلکو د وینو تویونه په کې وي، دوی يې په اړه کلک غبرګون ښيي.

پدې لاریون کې ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د دریځ ملاتړ هم وکړ، مدني فعال دواد تپان وویل:

"موږ د پي ټي اېم د مشرانو د خبرو ملاتړي یو، دلیل يې دا دی چې هغوی ځانونه زموږ وروڼه ګڼي، موږ شریکه قرباني ورکوو، یوه ژبه لرو، ګډ فرهنګ لرو، موږ په هېڅ شي کې سره بیل نه یو، د پښتون ژغورنې غورڅنګ ملاتړ نه یوازې په خوست کې کېږی، بلکې په بامیانو کې هم د دوی ملاتړ کېږي، زموږ هزاره وروڼه هم چې هغوی د افغانستان یوه لویه برخه جوړوي، هغوی هم دا ناره کوي، چې موږ د پښتنو لپاره ژوند غواړو. "

د خوست لاریون کې مله ماشومان
د خوست لاریون کې مله ماشومان

په خوست، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې داسې مهال لاریونه کیږي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د خپل حکومت د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشری کابل ته تللی دی.

نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د سولې په پروسه کې د مرستې ژمنه بیا وکړه.

د پاکستان وزیر اعظم وویل، کابل ته يې د سفر هدف افغان لوري ته د مرستې ډاډ ورکول او د باور جوړول دي.

XS
SM
MD
LG