د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان انتخاباتو کې درغلي شوې: اپوزیشن


د ګلګت بلتستان ځايي اسمبلۍ ټاکنو ته خلک په لیکه کې ولاړ دي. د ۲۰۲۰ز د نومبر ۱۵مه.
د ګلګت بلتستان ځايي اسمبلۍ ټاکنو ته خلک په لیکه کې ولاړ دي. د ۲۰۲۰ز د نومبر ۱۵مه.

په ګلګت بلتستان کې د نومبر پر ۱۵مه انتخابات شوي ول چې د پاکستان د مطبوعاتو په خبره چې د غير سرکاري او غير تصديق شويو نتيجو له مخې واکمن تحريک انصاف تر ټولو زياتې څوکۍګټلې دي.

د اپوزیشن دوو ګوندونو پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) په انتخاباتو کې د درغلۍ تور پورې کړی خو حکومت وايي، د ټاکنو نارسمي نتیجې پر وزیراعظم عمران خان د ولس د باور ښکارندويي کوي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بوټو زرداري د نومبر پر ۱۶مه نېټه پر ټوېټر پاڼه تور پورې کړی چې انتخابات ورڅخه غلا شوي دي او دی به ډېر ژر په دې اړه په احتجاج کې ګډون کوي.

د پاکستان دولتي ريډيو وايي، د غيرسرکاري نتيجو له مخې په ۲۳ څوکيو کې تحريک انصاف نهه، ازادو غړو اووه، پيپلز پارټۍ درې، مسلم ليګ نواز دوې څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان مطبوعات وايي چې جميعت علمای اسلام (ف) او مجلس وحدت بین المسلمين یوه، يوه ګټلې ده.

د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز هم د نومبر پر ۱۶مه پر ټوېټر په ټاکنو کې د درغليو تور پورې کړی دی.

مریم نواز واکمن تحريک انصاف ته په اشاره ويلي چې د پوره ریاستي زور لګولو، د حکومتي ادارو، سرکاري مشينرۍ استمعالولو او د جبر او طاقت په وسيله د خلکو وفاداريانو بدلولو سربېره هم ساده اکثريت نه ترلاسه کول د دې په خبره بدترينه ماتې ده.

په ګلګت بلتستان کې د حکومت جوړولو لپاره د ۱۲ څوکيو ضرورت وي.

مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ تر ټاکنو له مخه د درغلۍ وېره ښوولې وه. خو د دواړو ګوندونو مشرانو د خپلو تورونو په ملاتړ کې ثبوتونه نه دې وړاندې کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير شبلي فراز بیا د نومبر پر ۱۶مه نېټه پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې په ګلګت بلتستان کې د تحريک انصاف بريا د دې سيمې د خلکو د وزيراعظم عمران خان پر مشرۍ د باور څرګندونه کوي.

هغه ادعا کړې چې ولس د نواز شريف بيانيه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG