د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولادت عمل تېزولو 'ګرمه ستن یا اکسيټوسین' مور او ماشوم ته خطر پېښولای شي: روغتیاپالان


پوهان وايي د اکسیټوسین ستن د مور او ماشوم ژوند ته خطر پېښولای شي - د ارشیف انځور.
پوهان وايي د اکسیټوسین ستن د مور او ماشوم ژوند ته خطر پېښولای شي - د ارشیف انځور.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ‌غړې ډاکټره سمېرا شمس وايي د اکسیټوسین په نوم د هغه ستنې په اړه د پوهاوي‌ هلې ځلې یې پیل کړې دي‌ چې د ماشوم زیږونې پر وخت مېندو ته ورکول کېږي.

سمېرا شمس د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې دا هغه ستنه ده چې د ماشوم زیږونې پر وخت یوې مور ته د اسانۍ لپاره ورکول کېږي ‌ خو ناسم استعمال یې د مور او ماشوم ژوند ته خطر پېښوي.

د هغې په خبره د خیبرپښتونخوا د صحت محکمې نه یې د یوې کمیټۍ جوړولو غوښتنه کړې چې د اسمبلۍ‌ ښځینه غړې به یې برخه وي او پر دې مسله به کار کوي.‌

نوموړې وویل، "موږ یوه غونډه کړې وه چې پکې ډاکټران، بیوروکراټان او د پارلیمان غړي‌ هم وو. د صحت له محکمې نه مو یوه غوښتنه وکړه چې موږ ته یوه کمیټي جوړه کړي چې پکې د ښځو کمېشن او د ډاکټرانو استازیتوب وي.‌ چونکه اصطلاحات طبي‌ دي‌ نو د صحت محکمه به مشري پر غاړه اخلي. نو دې کې موږ ګورو چې قانون سازي وکړو، پوهاوی پیدا کړو،‌ روغتیايي کارکوونکو ته تربیت ورکړو."

د ډاکټرې سمېرې شمس په وینا، په هغه غونډه کې یو چا ویلي چې یوې خواښې خپلې نږور ته دغه ستن په کور کې ورکړې وه نو هغه جینۍ مړه شوه.

دې وویل، "د تیمرګرې یو دوې پېښې مو شریکې کړې چې په یو کې ماشوم او په بل کې مور مړه شوې وه. په یو بل کېس کې د یوې ښځې بچه دانۍ وشلېده چې دغه عضو یې و بایلو."

د طب په ژبه کې اکسیټوسین هغه هارمون ته ویل کېږي چې له وړاندې نه د یوې ښځې په وینه کې موجود وي‌. دا هغه وخت کار کوي چې کله یوه مور ولادت ته نزدې وي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرسانو یوه استاده او د نرسانو د امتحانونو د بورډ یوه پخوانۍ‌ چارواکې بي بي سلطانیه وايي چې په هسپتالونو کې دا د دوه مقصدونو لپاره کارول کېږي.

د دې په وینا، یو چې ماشوم پیدا کېدو ته نزدې وي نو د ښځې بچه دانۍ خلاصولو لپاره او بیا وروسته چې کله ماشوم وزیږیږي نو رحم واپس خپل ځای ته د راوستو لپاره.

خو د بي بي سلطانیه په وینا، د دې استعمال نه دې پکار.

نوموړې وايي، "دې دوا سره د بچه دانۍ خوله خلاصېږي‌، ماشوم را ووځي.‌ خو دا نه وي پکار. د صحت نړیوالې اداره وايي‌ چې مصنوعي هارمون یا اکسیټوسین به نه ورکوئ.‌ یوه مور ده هغه ولادیت ته نږدې ده، یا د هغې لا وخت نه دې پوره او یا یې دغه پروسه په اسانه نه کېږي، ته ورته له بره نه اکسیټوسین هارمون ورکوې او د هغې د بچه دانۍ خوله نه خلاصېږي، نو د هغې خو ډالایټیشن کېږي یاني د خولې د خلاصېدو لپاره ورباندې زور راځي نو نتیجه یې دا وي‌ چې بچه دانۍ‌ وشلېږي او د مور او ماشوم دواړو صحت ته خطره شي."

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ایم ایس ایف په ۲۰۱۵م کې د کوز دیر په تیمرګره کې په دې اړه یوه څېړنه کړې وه.‌

د دې څېړنې له مخه هلته ۸۷ فیصده ښځو ته دغه ستنه د هغو کسانو تر څارنې لاندې ورکړل شوې وه چې باید نه ېې وای ورکړې .‌

په دې کې ۳۲ فیصده ولادتونه د دایانو په سرپرستۍ کې ، ۲۶ فیصده د لیډي هیلت ورکرانو،‌ ۲۳ فیصده د نورو،‌ ۶ فیصده د ډسپنسرانو او یوازې ۱۳ فیصده یې د ماهرینو تر څارنې لاندې شوي وو‌.‌

د دې څېړنې له مخه ( د څېړنې په موده کې)‌ په پنځو کې د څلورو میندو مړینې وجه د اکسیټوسین ناسم استعمال و.

بیا هغو ښځو چې ماهرینو ورته دغه دوا نه وه ورکړې، پکې د بچه دانۍ د شلېدو شرح درې چنده زیاته وه.

په تیمرګره کې د ایم ایس ایف یا میډیسن سانز فرنڼیرز یوې طبي کارکوونکې ایستر دغه څېړنې ته په اشاره مشال ریډيو ته وویل چې دوی ته هره ورځ په اوسطً ډول دوه داسې کېسونه ورځي چې غیرمسلکي‌ کسانو ښځو ته دغه دوا ورکړې وي.

نوموړې وايي، "زه به دا نه وایم چې دا یوه خرابه دوا ده. دا ډېره ښه دوا ده که په سمه طریقه ورکړل شي. ځکه چې دا دوا موږ د ماشوم د ولادت پس هغو مېندو ته ورکوو چې د زیاتې وینې بهیدو درولو ته ضرورت لري.‌ خو له ناسم استعمال سره یې خطر هم تړلی وي."

د دې په وینا، ناسم استعمال یې هغه وخت کېږي چې هغه کسان یې ښځو ته بې به ضرورته ورکوي‌چې اجازت یې نه لري.

دې زیاته کړه، "موږ ته یوه ښځه راغلې وه چې مخکې یې درې ماشومان شوي وو او یو ماشوم یې په اپریشن شوی و. دا د هغې څلورم ځل و. هغې ته د ولادت پروسې د تېزولو لپاره د اکسیټوسین درې ستنې ورکړل شوی وې.‌ له هغې ډېره وینه روانه وه او په خیټه کې یې سخت درد وو. هغه یې موږ ته هسپتال ته راوړه،‌ موږ و کتل چې د هغې بچه دانۍ شلېدلې وه. هغې ته ستن هغه چا ورکړې وه چې اجازت یې نه لرلو او مقدار یې هم ناسم و ځکه چې پوهه یې نه لرله."

ایستر وايي‌ د رحم د شلېدو په نتیجه کې نه یوازې ماشوم مړ شي بلکه بچه دانۍ هم ضایع شي او که په وخت هسپتال ته و نه رسول شي نو د ښځې د مړینې امکان هم وي.‌

د دې په وینا، داسې ماشوم بیا د اکسیجن د کمي له امله سا ورکړي‌.

بي بي‌ سلطانیه هم ورته خبره کوي او وايي‌ چې د صوبې په هسپتالونو کې د دغه ستنې بې دریغه استعمال یو له هغو لاملونو دی چې د مور او ماشوم د مړینې سبب ګرځي.

دا وايي، "که تاسو هر هسپتال ته لاړ شئ او وګورئ نو د اکسیټوسین د غیرضروري‌ استعمال له امله میندې مړې کېږي. میندې څرنګه مړې کېږي، هغه داسې چې بچه دانۍ یې وشلېږي،‌ له ښځې ډېره وینه ولاړه شي او ماشوم خو زور لګوي نو هغه هم ستړی شي او مړ شي. که تاسو وګورئ نو د میندو او د هغوی د ماشومانو د مړینې یو سبب د اکیسټوسین غیر ضروري استعمال دی او دا لګیا دی، استعمالیږي."

د دې ستنې د ناسم استعمال په اړه پوښتنې راپورته کېږي‌ خو بیا ډاکټران وايي بې له ضرورته یې چا ته نه ورکوي او پوره جاج اخلي چې ایا مور دغه دوا اخیستو ته تیاره ده که نه.

د اسلام اباد د پمز هسپتال یوه ډاکټره شهلا مندوخېله وايي چې کله ضرورت وي‌ نو دغه ستنه په خاص مقدار کې یوازې د ډاکټرانو او ماهرینو له معاینې سره سم ورکول کېږي.

نوموړې وویل، "موږ یې هغه وخت ورکوو چې کوم ډاکټر وي او هغه ورباندې پوهیږي.‌ موږ هغه ښځې ته دا ورکوو چې موږ اول هم کتلې وي او موږ ورباندې خبر یو چې په اپریشن به بچی نه پیدا کوي.‌ بچی هم سم دی مور یې هم روغه ده او د هډو څه مسله یې نه ده، نو دا د نارمل یا عادي ډیلیوري‌ لپاره موږ ورته دا ستن لګوو."

ډاکټره شهلا وايي دوی خپل پوره احتیاط کوي خو بیا په کلیوالو سیمو کې چې دایانې کوم کېسونه سنبالوي یا ځينې نرسانې د ناپوهۍ له امله په ډېر زیات مقدار کې دغه دوا استعمالوي نو نتیجه یې د مور او ماشوم مړینه وي.

په خیبر پښتونخوا کې یوه نرسه شایسته جدون وایي په پاکستان کې نرسانې پوره تعلیم حاصلوي او تربیت یافته وي.‌

نوموړې زیاته کړه، "موږ سره په پاکستان کې د مډوایفري بیچلر ډګري‌ پروګرام دی.‌ هغې نه پس بیا د ماسټرۍ پروګرام دی.‌ دلته په خیبر پښتونخوا کې د ډګري پروګرام څلور نرسان دي چې په اغا خان انسټي ټيوټ کې ورته تربیت ورکړل شوی دی، دوی ته د بهر ملکونو د نرسانو پشان حیثیت او اختیار حاصل وي. په خیبر پښتونخوا کې ټولې ښځینه نرسانې هم نرسانې دي‌او هم مډوایف دي‌. په پاکستان کې د ډګري‌ پروګرام نرسان تر سلو زیات دي خو په خیبر پښتونخوا کې دغه شمېر شاوخوا د څلور پنځه دې."

د ډاکټرې شهلا مدوخېلې په خبره د دې ستنې د مور په صحت ډیر اثرات هم وي چې پکې زړه بداوی، خواګرځېدل، بې هوښي او سخت سر درد شامل دي.

دې زیاته کړه، "دا چې موږ په کم مقدار کې هم ورکړو نو د مور زړه خراب وي، په خېټه باندې یې درد شورو شي او پوزې نه یې اوبو هم روانې شي. چې دایانې یې ورکوي او یا په کورونو کې چې ورکړل کېږي یا نرسانې چې یې ورکوي نو هغه دومره زیات وي چې سخت سر درد یې شورو شي،‌ بې هوښۍ ته مخ شي، جټکې پرې راځي او د وینې فشار هم لوړوي."

ایستر وایي‌ دغه دوا په ټوله نړۍ‌ کې استعمالیږي خو یوازې په هسپتالونو کې یې ماهرین د استعمالولو اجازت لري .‌

نوموړې وویل، "د دې دوا سم استعمال دې عملي‌ شي یاني یوازې اهل کسان دې د نسخې اجازت ولري او دا دې یوازې په طبي‌ مرکزونو کې و کارول شي. ځکه چې په دې طریقه به مریضې ته په سم مقدار کې دوا ورکول کېږي او طبي کارکوونکي‌ به یې څارنه هم کوي."

ماهرین وايي د دې ستنې له امله د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي لپاره ضروري‌ ده چې په ټولنه کې د عامه پوهاوي لپاره هلې ځلې وشي، له دې سره تړلې خطرونه خلکو ته روښانه کړل شي، حکومت دې په دغو هڅو کې مخې ته راشي او روغتیايي کارکوونکي دې په دې پوهه کړل شي چې د دې دوا سم استعمال څنګه کېږي.‌

XS
SM
MD
LG