د لاسرسي ځای

تازه خبر

مکګریګر:له افغانستانه او سوریې د امریکايي سرتېرو د وتلو پلوي سلاکار ټاکم


په افغانستان امریکايي سرتېري.(انځور له ارشیفه)
په افغانستان امریکايي سرتېري.(انځور له ارشیفه)

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري نوي سرپرست دفاع وزیر کریستوفر میلر به د پوځ متقاعد ډګروال داګلاس مکګریګر "Douglas Macgregor" د جګپوړي سلاکار په توګه وګوماري.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د مکګریګر ګومارنه داسې انګېرل کېږي چې د امریکا اوسنی حکومت چې د کار دوره یې په جنورۍ کې پای ته رسېږي، غواړي له منځني ختیځ او افغانستانه خپل پوځیان ژر وباسي.

د پنټاګون ویاند وویل، په پوځ کې د مکګریګر د څو لسیزو له تجربې څخه به د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د لومړیتوبونو د پوره کولو لپاره کار واخېستل شي.

مکګریګر پر جرمني هم انتقاد کړی چې ولې یې مسلمانو پناه غوښتونکو ته غېږ پرانېستې ده؟ 

مکګریګر په ۲۰۱۹ز کال له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، ولسمشر ټرمپ ته یې سپارښتنه دا ده چې څومره چې ژر کېدای شي له افغانستانه نور پوځیان وباسي.

ده دا هم ویلي و چې له طالبانو سره خبرې ضروري نه دي او امریکا دې خپل سفارت هم له کابله وباسي، د ده په باور د سیمې هېوادونه په افغانستان کې لېوالتیا لري، باید هغوی پرېښودل شي چې هلته څه کوي؟

دغه پخواني ډګروال د سوریې په اړه هم د ورته مېتود سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په سوریه کې هېڅ راز ملي ګټې نه لري.

په سوریه کې امریکايي سرتیري
په سوریه کې امریکايي سرتیري

د نیشنل ریویو خپرونې پر اساس پر مکګریګر له دې کبله نیوکې شوي چې د مسلمانانو او بې اسناده کډوالو په اړه افراطي څرګندونې کوي.

"سي.اېن.اېن" وايي چې ده پر جرمني هم انتقاد کړی چې ولې یې مسلمانو پناه غوښتونکو ته غېږ پرانېستې ده؟

ټرمپ چې ویلي و، تر کرسمېس پورې به امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي، د دوشنبې په ورځ دفاع وزیر مارک ایسپر له دندې ګوښه کړ.

ټرمپ د ایسپر پرځای د کریسټوفر مېلر د نومونې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، خوشاله دی چې د ملي تروریستي ضد مرکز خورا دروند رئيس د دفاع سرپرست وزیر ګوماري.

د نوموړي وزارت باید د امریکا سناجرګه تایید کړي.

د "سي.اېن.اېن" پر اساس، د ایسپر په برطرفۍ کې تر یوه له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو سره د هغه مخالفت هم رول درلود.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG