د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له ۵۰ زرو بې وزله افغان کډوالو سره د م م نغده مرسته


د بلوچستان په پښین کې افغان کډوال
د بلوچستان په پښین کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي په پاکستان کې یې له کورونا وايرسه اغېزمنو تر ۵۰ زرو زیاتو بې وزله افغان کډوالو کورنيو ته دولس دولس زره روپۍ نغدې مرستې ورکړې او په راتلونکې کې به له ځينو نورو کورنيو سره هم خپلې مرستې جاري ساتي.

د يو اېن ايچ سي ار په پاکستان کې وياند قيصر خان اپرېدي د نومبر پر۱۲مه مشال راډيو ته وويل د سږني کال له مې مياشتې راهيسې د پاکستان سيفران وزارت او پاکستان پوسټ افس په مرسته يې د ملک په بېلا بېلو سيمو کې ميشتو غريبو افغان کډوالو کورنيو ته امدادي رقم ورکول شورو کړی او د روان کال تراخره به تر شلو زرو پورې نورو ضرورتمندو کورنيو ته هم امدادي رقم ورکوي.

بلخوا بيا ځينې افغان کډوال وايي د کورونا لوجې دوی هم متاثره شوي دي او يو اېن اېچ سي ار ورسره تر اوسه مرستې ونکړې.

د پنجاب په مياوالۍ ضلع کې ميشت يو افغان کډوال قدالي خان ځدران مشال رېډيو ته وويل يو اېن ايچ سي ترې په مې مياشت کې ليسټونه وغوښتل او د نقدو مرستو ژمنه يې ورسره هم وکړه خو تر اوسه د دوي په ګډون زرګونو نورو کورنيو ته يې ۱۲ زره روپۍ ورنکړې.

د اسلام اباد په ای ۱۲ کېمپ کې ميشت يوبل کډوال ملک حميدخان هم د مرستو نه ملاوېدو ګيله کوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل پاکستان کې د کورونا دويمه څپه شورو شوي ده او يو اېن ايچ سي ار تر اوسه د ړومبۍ څپې له متاثره کورنيو سره خپلې مرستې پورا نکړې. يادې ادارې له پکار دي چې هرې کډوالې کورنۍ ته دې ۱۲ دولس زره روپۍ ورکړي ځکه چې د کورونا لوجې د دوی په کارونو هم اثر پرېوتی دی.

د قدالي خان ځدران او ملک حميد د څرګندونو په غبرګون کې د يو اېن ايچ سي ار وياند قېصر خان اپرېدی وايي د چين، جاپان او امريکا لخوا چې ورته څومره رقم ملاو شوی وو د هغې مطابق يې د کډوالو د مشرانو په مرسته ۷۰ زره بې وزله کورنۍ منتخب کړې او ورته امدادي رقم ورکوي.

د نوموړي په وينا کډوالو لپاره ورته که نور رقم ملاو شو نوپاتې کورنيو سره به هم مرستې وکړي.

د يو اېن اېچ سي ار د شميرو ترمخه چې دا مهال څوارلس لکه پورې رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې زيات شمير يې په خېبرپښتونخوا کې ميشت دي.

په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو کې د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې نادرا او اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په ګډه سره شاو خوا نهه لکه پورې نور کډوال رجسټرډ کړل.

د پاکستان سېفران وزارت وايي په دغه هيواد کې ترپنځه لکه پورې غېر رجسټرډ کډوال هم ميشت دي.

XS
SM
MD
LG