د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ نرخ په لوړېدو دی


د پاکستان مرکزي بانک وايي په ملک کې د روپۍ نرخ مخ په زياتيدو دی او د سږني کال له اګست مياشتې راهیسې د ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ شاوخوا لس روپۍ لوړ شوی دی.

د مرکزي بانک د معلوماتو ترمخه د نومبر پر لسمه نېټه په بانکونو کې يو ډالر تر يو سل اته پنځوس روپۍ اويا پیسو پورې بدلېدو چې په وینا دا ښه والۍ له اګست مياشتې راهیسې لیدل کېږي. په ياده مياشت کې د يوه ډالر نرخ له يو سل اتو شپېتو روپيو پنځوسو پيسو اوښتی وو خو درې مياشتې وروسته اوس يو ډالر په څه کم يو سل نهه پنځوسو روپیو ماتېږي.

بلخوا د پيښور او اسلام اباد پشمول د ملک د سیکو (کرنسيو) په مختلفو خلاصو مارکيټونو کې يو ډالر تر يو سل اووه پنځوس روپیو پنځوس پیسو پورې بدلېږي.

دا چي مخکې به د ډالر نرخ په بانک کې کم او د سیکې په خلاصو مارکيټونو کې زيات وو نو اوس ولې صرافان ډالر له بانکه هم په ټیټ نرخ اخلي؟

د اسلام اباد يو صراف علي رضا بنګش وايي په بینکونو کې هره ورځ د ډالر نرخ بدليږي که یې دوی د بانک په نرخ واخلي او ډالر نرخ نور هم راکم شي نو نقصان ورته کېږي.

د نوموړي وينا وه تر کوم وخته چې حالات هم داسې روان وي نو په خلاص مارکيټ کې ډالر د بانک په نرخ نشي اخستلی.

د مرکزي بانک د معلوماتو ترمخه په پاکستان کې په اخري ځل د سږ کال په مارچ مياشت کې د ډالر نرخ تر يو سل نهه پنځوس روپیو ټیټ وو.

په پرله پسې توګه د ډالر په مقابله کې د روپۍ په نرخ کې د زیاتوالي غټه وجه څه ده؟ د اقتصادي چارو پوه ډاکټر انور شاه وايي لویه وجه یې د نړيوالو مالياتي ادارو لخوا پاکستان ته د قرضې واپسولو لپاره نور وخت ورکول دي.

وزيراعظم عمران خان د نومبر پر ۹مه په اسلام اباد کې د معاشي او سياسي کمېټې غونډې ته خپلې وينا کې وويل په تيرو ۲ کالو کې په ملکي معيشت کې تر ډېره حده ښه والی راغلی، درامدات کميدو سره په برامداتو کې اضافه شوي ده چې لوجې د زرمبادلې ذخاير زيات شوي دي نو وخت راغلې چې ولس ته د دې ښه معاشي حالاتو ګټه ورسول شي.

پاکستان کې چې کله هم د ډالر نرخ زيات شي نو ورسره دضرورت د استعمال زياتره شېانو په نرخونو کې هم اضافه کيږي خو وس چې د روپۍ په نرخ کې تر لسو روپو پورې اضافه شوي ده نو د ضرورت د استعمال شېانو نرخونه ولې نه راکميږي؟ انور شاه وايي ملک کې چې کله هم د شېانونو په نرخونو کې اضافه وشي نو واپس هغه راکمېدل ډېر مشکل وي، دا هله ممکن کېدای شي چې حکومت د هرشي نرخونه څاري.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د ۲۰۱۸م کال په اګست مياشت کې په واک کې راتللو پر وخت په ملک کې د يو ډالر نرخ تر يو سل درويشت روپو پورې وو خو تيرو ۲ کالو او ۳ مياشتو کې د ۳۵ روپو نه زياته اضافه پکې شوي ده.

د کارپوهانو په قول د ډالر په مقابل د روپۍ نرخ لوړېدل او د دې حالت دوام به په راتلونکی کې د ملک په سياسي او اقتصادي حالاتو پورې اړه ولري.

XS
SM
MD
LG