د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مریم نواز په اړه د وفاقي وزیر ګنډاپور څرګندونو سخت غبرګون راپارولی


مریم نواز د مسلم لیګ ن مشره
مریم نواز د مسلم لیګ ن مشره

د پاکستان په وفاقي حکومت کې د کشمير چارو او ګلګت بلتستان لپاره وزير علي امين خان ګنډاپور د نومبر پر اوومه هم په ګلګت کې د تحريک انصاف يوې انتخاباتي غونډې ته په وينا کې د مريم نواز شريف په اړه وويل چې هغه ځکه ښکلې ده چې د خپل پلار نواز شريف په حکومتي دورو کې يې د پاکستانيو وګړيو د ماليې کروړونه روپۍ د مخ پر سرجريانو لګولې دي.

تر دې مخکې نوموړي وزير د اکتوبر ۱۶مې په خپل يو ټويټ کې د پيپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري او مريم نواز شريف يو ګد عکس ته، چې په يوه جلسه کې پر سټيج ناست دي او په څه خبره سلا کوي، ليکلي چې د شپې ۱۱ بجې دي، جنج يا ورا رخصت شوی، مولوي هم غيب دی او د واده هلک او نجلۍ پرېشانه دي چې څه وکړي.

په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو، د ښځو د حقونو فعالانو او خبريالانو د ګنډاپور د ګلګت وينا او وروسته يې دا ټويټ زښته وغانده.

په پېښور کې خبریال او د چارو شنونکی محمود جان بابر وايي، تحريک انصاف د نوي او بدل پاکستان او د ځوان کهول رامخ ته کولو پرځای د هېواد په سياست کې د بې دليله خبرو او ښکنځا کلچر ته وده ورکړه.

نوموړی زياتوي، د سياسي ګوندونو زمه واري جوړېږي چې د ټولنې د سمون او د ځوانانو د ښې روزنې لپاره کار وکړي.

((حکومت د بدلون په نوم يو شمېر وزارتونه داسې کسانو ته ورکړي چې غږونه يې لوړ دي او بې دليله خبرې کوي. پخوا به نورو ګوندونو هم په يوه بل پسې بدرد ويل. خو دا اوس ځکه زيات محسوسيږي چې يو خوا عمران خان وايي چې ښځو ته احترام لري او بلخوا يو وزير يې په جلسه کې عجيبه ژبه کاروي. زما په فکر د حکومت لپاره ډېره ضروري ده چې د اقتصاد او نورو ستونزو د حل پر ځای په سياست کې د متقابل احترام ټکي ته پام وکړي، کنه ځوان کهول به مو بېلارې شي. په دې کار کې ټول ګوندونه بايد شريک شي.))

موږ وزير علي امين ګنډا پور ته د نومبر پر نهمه څو ځله ټيليفونونه وکړل چې د هغه د بيانونو او ورباندې د شويو نيوکو په اړه يې نظر ترلاسه کړو، خو په خبرو ورسره بريالي نشو.

البته د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف يوې غړې عاېشې بانو پر هم ياده نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا د ګنډاپور د وينا دفاع نه کوي خو نوموړي ښايي د هغه څه په ځواب کې چې د اپوزيشن ګوندونو مخکښان يې د تحريک انصاف په مشرانو او ښځينه غړيو پسې وايي، دا څرګندونې کړې وي.

((د افسوس ځای دی چې د مسلم ليګ ن خواجه اصف په قومي اسمبلۍ کې زموږ د يوې حکومتي غړې په اړه ناسم الفاظ استعمالوي. شهباز شريف هم بد رد ويلي. نواز شريف به په خپلو جلسو کې بينظير بوټو پسې بده خوله خوزوله. دا مهال مريم نواز شريف په جلسو او پريس کنفرانسونو کې زموږ په مشر عمران خان پسې داسې څه وايي چې ورته پکار نه دي. د دې هرڅه غندنه بايد وشي. يوازې يو کس په نښه کول مناسب نه دي. زه د خپل وزير د خبرو دفاع نه کوم، خو وايم چې دا مساله د ټولو سياسي ګوندونو ده او ټول يې بايد په اړه فکر وکړي.))

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر پر شپږمه د سوات په سيدو شريف کې يوې جلسې ته په وينا کې وويل چې مریم نواز شريف ځکه د پوځي مشرانو ضد خبرو لپاره جيل ته نه لېږي چې هغه يوه ښځه ده.

تر دې مخکې وزيراعظم تېره اکتوبر مياشت د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د خپل ګوند تحريک انصاف يوې غونډې ته ويلي وو چې مريم نواز شريف که څه هم نيا جوړه شوې خو د ده لپاره اوس هم ماشومه ده.

د نوموړي همدې وينا ته په اشارې په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو يوې فعالې ثمر من الله د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل، د تحريک انصاف وزيرانو خپل مشر ته په کتو پر خپلو سياسي مخالفينو شخصي حملې پيل کړې دي.

نوموړې زياته کړه، د پاکستان رياست نه غواړي چې د هېواد په سياست کې د ښځو هرکلی او د هغوی احترام وشي.

((تحريک انصاف هغه ګوند دی چې د “نيا” يا ناني کليمه پکې د ښکنځا په توګه کارول کېږي. زموږ په هېواد کې د يوې ښځې سياستوالې سپکاوی ډېر اسانه کار دی. د ښځې د ذات تذليل موږ د تېرو وختونو په حکومتونو کې هم ليدلی دی. دا زموږ د وروسته پاتې سوچ ښکارندويي کوي. رياست دا خبره نه کوي چې د ښځو سپکاوی به نه زغمل کېږي. پاکستانيو ښځو څه موده مخکې د خپلو مسالو د حل لپاره حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې. خو له بده مرغه چې د عمل وخت راشي نو حکومت بيخي ځان غلی واچوي.))

تېره اکتوبر مياشت په لاهور کې د ښځو حقونو تنظيمونو او مدني ټولنو د پام وړ شمېر استازو د ښځو د ژوند او حقونو د تحفظ په موخه د “چارټر اف ډيمانډ” په نوم د غوښتنو يو فهرست جوړ او په شريکه لاسليک کړ.

دوی له حکومته د يو شمېر نورو غوښتنو ترڅنګ دا مطالبه هم وکړه چې د حکومتي چارواکو لخوا پر ښځو د جنسي ځورونې پېښو او يا هم د هغوی په اړه د سپکو خبرو د مخنيوي لپاره د “بېخي نه برداشت” يوه پالېسي جوړه او عملي کړي.

XS
SM
MD
LG