د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بايډن به مهو څوکيو ته څوک وګماري؟


جو بايډن او کاملا هيرېس او د هغوي د کورنۍ غړي - د ۲۰۲۰ز د نومبر اوومې ماخوستن.
جو بايډن او کاملا هيرېس او د هغوي د کورنۍ غړي - د ۲۰۲۰ز د نومبر اوومې ماخوستن.

د امريکا منتخب ولسمشر جو بایډن او منتخبې مرستیالې ولسمشرې کاملا هيرېس د داسې ادارې د جوړولو ژمنې کړي چې د دوی په خبره پر نړیواله کچه به د امریکا ځای احیا کړي او درناوی به یې وشي.

کاملا هریس د نومبر اوومې شپې مهال تر بریا وروسته په لومړنۍ وینا کې وویل: "موږ داسې یو ولسمشر انتخاب کړ چې زموږ د ښو استازی به وي. یو داسې رهبر چې نړۍ به ورته احترام ورکړي او ماشومان به مو ورته ګوري. یو داسې اعلا سرقومندان چې زموږ د سرتېرو درناوی به کوي او زموږ هېواد به خوندي ساتي - د ټولو امریکایانو لپاره یو ولسمشر."

منتخب ولسمشر جو بایډن هم تر کاملا وروسته خبرې وکړې او وې ویل چې امریکا به د ټولو لپاره یوه بېلګه وي.

"ټوله نړۍ امریکا ته ګوري. زه باوري یم چې زموږ غوره امریکا د نړۍ لپاره یو الهام ده."

جو بایډن به د هر بل منتخب ولسمشر په توګه د شاوخوا ۴،۰۰۰ څوکیو لپاره کسان ګماري. په دې کې د بهرنۍ تګلارې مهمې مخته وړونکي ادارې چې پکې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د ملي امنیت سلاکاري او د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) لومړیتوب لري.

​جو بایډن به د هر بل منتخب ولسمشر په توګه د شاوخوا څلورو زرو مهمو څوکیو لپاره کسان ګماري.

بایډن او همکارانو یې ژمنه کړې چې ګڼې مهمې څوکۍ به هغو کسانو ته ورکوي چې د اوباما په اداره کې د کار تجربه لري خو دا په همدۍ اسانۍ د اوباما د تدوام په معنی نه دی.

د منتخب ولسمشر جو بایډن په اداره کې به د روس، چین، ایران او ناټو تګلارې په بله بڼه مخته وړل کیږي.

خبرې اوس په کومو کومو کسانو ډېرې څرخي چې ښايي د جو بایډن په اداره کې به د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت سلاکاري او سي ای اې د مشري لپاره غوره شي؟

په اول سر کې د بهرنیو چارو وزارت راځي.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اداره کې لومړی د اېګزون موبېل د تېلو د کمپنۍ مشر ریکس ټېلرسن ته دا څوکۍ ورکړل شوې وه چې تر شاوخوا یو کال وروسته د ټرمپ له حکومتولۍ سره د مخالفت په خاطر ګوښه کړل شو. ورپسې مایک پامپېو چې هغه وخت د سي ای اې مشر وو د بهرنیو چارو وزیر شو.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو
د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو

د منتخب ولسمشر جو بایډن په اداره کې د دې څوکۍ لپاره د دوو اوسنیو ډېموکراټ سېڼېټرانو نومونه تر بل هر چا زیات مخې ته راځي چې پکې یو کرېسټوفرکونس او دويم کرېس مورفي دی.

کرېسټوفر کونس تېره میاشت د بهرنیو چارو په مجله کې یوه اوږده مقاله په دې عنوان خپره کړې وه چې "دوه ګوندیزه" بهرنۍ پالیسي لا هم ممکنه ده.

هغه په دې سره ځان داسې یو کس وښود چې حاضر دی له جمهوري غوښتونکو سره کار وکړي.

دویم کس کرېس مورفي دی چې د روسیي پر ضد یې سختې خبرې کړې او د اوکراين او نورو ختیځو اروپايي هېوادونو ملاتړ یې څرګند کړی دی.

ستونزه دلته ده چې که یو ډېموکراټ سېنېټر د بهرنیو چارو وزارت ته راځي نو په سېنېټ کې به د ډېموکراټانو ځای کمزوری کېږي.

په ځینو نورو خلکو هم خبرې څرخي لکه ایتني بلېنکېن چې د اوباما په اداره کې یې د ملي امنیت سلاکاري مخته وړله او په ۱۹۹۰ز کلونو کې یې هم له ولسمشر بل کلېنټن سره د ملي امنیت په شورا کې کار کړی وو.

دفاع وزارت لپاره د چا نومونه یادیږي؟

د اوس لپاره تر نورو زیات د مېشیل فلورنای نوم یادېږي چې د اوباما په اداره کې یې د دفاع وزارت دوه بېلابېلۍ مرستیالۍ مخته وړي وې.

که فلورنای د دفاع وزیره شي نو لومړۍ ښځه به وي چې دې څوکۍ ته به رسېږي. مېشل فلورنای د ۲۰۱۹ز کال اګست مياشت کې په یوه بحث کې ویلي ول چې امریکا باید زیات په نوې ټېکنالوژۍ پانګونه وکړي چي په مټ یې په کلکه د روسیې او چین مخه ونیول شي.

ميشل فلورنووي د اوباما په واکمنۍ کې په دفاع وزارت کې کار کړی
ميشل فلورنووي د اوباما په واکمنۍ کې په دفاع وزارت کې کار کړی

د منتخب ولسمشر د ملي امنیت سلاکار به څوک وي؟

دا څوکۍ چې د سړې جګړې په پیل کې د ولسمشر د بهرني، اقتصادي، دفاعي او استخباراتي مسایلو د همغږي لپاره جوړه شوې وه هغه وخت یې زیات ارزښت وموند چې په ۱۹۷۰ز کلونو کې د ولسمشر رېچرډ نېکسن په اداره کې د هېنري کېسېنجر له خوا مخته وړل کېده.

لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ په نورو مهمو ادارو کې هم زیات ادلون بدلون راووست، د ملي امنیت سلاکاري هم په څلورو کلونو کې څلورو بېلابېلو کسانو ته ورکړل شوې ده.

جان بولټن یې تر ټولو لوړپوړه څېره بلل کېږي او وروستی هغه يې رابرټ اوبراین دی.

اوباما بیا د ملي امنیت سلاکاري درو کسانو ته ورکړې وه.

یوه پکې سوزن رایس وه چې ډېر کلونه پر دې څوکۍ پاتې شوه او اوس ښکاري چې د بایډن په اداره کې یې د بیا راستنېدو چانس زیات شي.

مېرمن رایس چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره هم پاتې شوې په خبرو کې ډېره تکړه او په واشنګتن کې د بین الاداري چارو یوه سرسخته مبارزه بلل کېږي.

اینتني بلېنکېن چې د بهرنیو چارو وزارت ته هم پرې خبرې کېږي د مېرمن رایس پر وړاندې د ملي امنیت سلاکاري ته یو سیال بلل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې به د امریکا سفیر څوک وي؟

په حقیقت کې دا د کابینې پر کچ یوه مهمه څوکۍ ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د اکثرو مسلو په تړاو د لابي ګرۍ په خاطر کارول کېږي.

په ۲۰۰۳ز کال کې دا د امریکا سفیر جان نېګروپونټې وو چې له دې څوکۍ په استفادې یې په عراق د امریکا د برید دوسیه جوړه کړه.

ښايي د هاردورډ پوهنتون اوسنۍ پروفېسره مېرمن پاور چې د بایډن د کیمپېن د بهرنۍ تګلارې سلاکاره هم وه، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره شي.
څارونکي

په ملګرو ملتونو کې د اوباما ادارې د سفیرې سمنټا پاور نوم اوس بیا اخیستل کیږي.

ګڼ څارونکي وايي چې ښايي د هاردورډ پوهنتون اوسنۍ پروفېسره سمانتا پاور چې د بایډن د کیمپېن د بهرنۍ تګلارې سلاکاره هم وه، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره شي.

د سوزن رایس نوم د دې څوکۍ لپاره هم یاد شوی.

د سي ای اې مشر به څوک وي؟

سي ای اې اوس د جینا هاسپل له خوا مخته وړل کېږي چې کلونه یې په دې اداره کې کار کړی او د اکثرو کارکوونکو ملاتړ لري.

اکثر ډېموکراټان له هاسپل سره د ۲۰۰۱ز د سېپټېمبر ۱۱مې ترهګرۍ برید راهیسې د سختو پلټنو په پالیسیو کې هم نظره نه دي.

"د پوښتنو ګرویږنو دا پرمختللې لارې" پر نړیواله کچ نه خو پر لویه سطح ځوروونکې یا د شکنجې کاروونکې یاد شوي.

د هم دغو مسلو په خاطر ګڼ شننونکي شکي دي چې ډېموکراټان به هاسپل په دې څوکۍ وساتي.

اوس وخت د سي ای اې د ادارې لپاره د اورېل هاینس نوم د یوې غوره نوماندې په صفت یادېږي. اوریل د اوباما په اداره کې د سي ای اې مرستیاله وه.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG