د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په سلګونه نور کسان کورونا ځپلي دي


پاکستان کې د کورونا وبا دويمه څپه: ارشېف
پاکستان کې د کورونا وبا دويمه څپه: ارشېف

په پاکستان کې تر ۱۴ سوه زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

د دې هېواد روغتيا څانګې د نومبر پر اتمه نېټه په خپله پاڼه ليکلي چې په تېر شواروز کې وايرس ۱۴۵۶ کسان ځپلي دي چې ورسره په پاکستان کې په وايرس د اخته کسانو شمېر درې لاکه ۴۳ زره او ۸۹ ته رسېدلی دی.

د روغتيا څانګه زياتوي چې په دې موده کې له کورونا ناروغۍ ۲۵ کسان مړه شوي هم دي چې ورسره د مړيو شمېر شپږ زره نهه سوه او ۶۸ شوی. خو تر درې لاکه ۱۸ زره څخه زيات کسان له وايرسه رغېدلي هم دي.

د پاکستان په ښارونو کې بندیزونه کمیږي
د پاکستان په ښارونو کې بندیزونه کمیږي

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د کورونا ناورغۍ مخنیوي په خاطر د احتیاطي لارښوونو د بیا سختولو پرېکړه کړې ده.

دا فيصله د دې هېواد د کورونا وایرس لپاره د څار ادارې د نومبر پر شپږمه په غونډه کې کړې ده.

د کورونا د څار قومي ادارې په د پاکستان ۱۶ لوی ښارونه کې د کورونا وایرس د ناروغانو د شمېر زياتېدو له کبله حساسه او خطرناکه ګرځولي دي.

XS
SM
MD
LG