د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د انتخاباتي اصولو باوري کولو لپاره نظام څه دی؟ 


د ولسمشر ټرمپ غټ شکایت د ډاک له لارې اچول شویو ووټونو شمېرلو په اړه دې. دا هغه ووټونه دي چې یو تن په خپله تللو سره نه دی‌ اچولې.
د ولسمشر ټرمپ غټ شکایت د ډاک له لارې اچول شویو ووټونو شمېرلو په اړه دې. دا هغه ووټونه دي چې یو تن په خپله تللو سره نه دی‌ اچولې.

په امریکا کې د ولسمشريزو انتخاباتو په لړ کې د اچول شويو ووټونو شمېرنه لا پوره شوې نه ده خو د رېپبليکن ګوند نوماند او د هېواد اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شواهدو وړاندې کولو پرته په انتخاباتو کې د بریا اعلان کړې

ولسمشر ټرمپ د نومبر پر ۵مه د څه ثبوت وړاندې کولو پرته په وینا کې تور پورې کړ چې د هغه بریا "له امریکايي ولس سره په دوکه، د یوې درغلې جمهوري ډلې لخوا په ترتیب شوي لاره غلا شوې‌."

نوموړي‌ په الزام لګولو سره وویل دا چې دا "په په انتخاباتو کې یوه تاریخي مداخله ده چې د ډېرو پیسو، غټو رسنیو او غټو کمپنیو په واسطه شوی ده."

د ولسمشر ټرمپ‌ نا تصدیق شوې دعوې چې په دغه وینا کې یې وکړې او وروسته یې خپله غصه په ټویټر پیغامونو کې څرګنده کړه، د نوموړي‌ په شکایتونو کې د زیاتوالي یوه لړۍ‌ ده.‌

ولسمشر ټرمپ‌ مخکې هم له اوونیو راهیسې د ډاک له لارې د ووټونو اچولو په طریقه کار شکایتونه کول او ویل یې چې په دې کې د دوکې زیات امکان وي.‌

پر انتخاباتي‌ پروسې دغو ټکونو ته په کتو په ټي وي‌ بیلا بیلو امریکايي‌ رسنیو خپل نېغ په نېغه نشریاتو کې بدلون راوستو، ټویټر یې ځیني‌ ټویټر پیغامونه "متنازعه" او په ممکنه توګه "ګمراه کوونکي‌" و بلل او خپله په ریپبلکن ګوند کې دننه د پارلیمان ځینو غړیو ورباندې تنقید وکړ او تورونه یې بې بنیاد و بلل.

دوی داسې ځکه وکړل چې داسې نه ده چې په امریکا کې انتخاباتي عمل له دوکې نه محفوظ دی بلکه ځکه چې د دې هیڅ شواهد نشته چې د ټرمپ په خبره دغه رایې "غیر قانوني" دي. د دې علاوه په انتخاباتي‌ عمل کې ټول حفاظتي‌ګامونه هم په پام کې نیول شوي وو.

اوس دې ته ګورو چې مخصوص شکایتونه څه دي او په ووټونو کې د دوکې د مخنیوي لپاره څه طریقه کار موجود دی.

د ډاک له لارې ووټونه

د ولسمشر ټرمپ غټ شکایت د ډاک له لارې اچول شویو ووټونو شمېرلو په اړه دې. دا هغه ووټونه دي چې یو تن په خپله تللو سره نه دی‌ اچولې.

دا ځل په ملینونو خلکو په داسې حال کې د ډاک په ذریعه یا پیشګي ووټونه واچول چې د کورونا وایرس وبا خپره ده. ځکه ډیری خلکو دغه طریقه کار ته ترجیح ورکړه.‌

د ولسمشر ټرمپ کمپاین په دوه مهمو ریاستونو میشيګن او پېنسیلوینیا کې د ووټونو شمېر درولو لپاره یو لړ قضیې پرانیستي دي. دا دواړه ریاستونه د الیکټورل کالج یا انتخاباتي ډلې ۲۷۰ رایو ترلاسه کولو کې مهمې بلل کېږي.

په امریکا کې چې د انتخاباتو لپاره کوم شرطونه ټاکل شوي دي‌هغه د وفاقي یا فیډرالي‌ قانون نه بلکه د ریاستي قانون لاندې مقرر شوي دي‌، دغلته یو شان قامي رایې دهي نه وي او د انتخاباتو پر ورځ په مختلفو ریاستونو کې وټران نه یوازې

د ولسمشر لپاره بلکې په کانګرېس، رياستونو، او نورو حوزو کې هم خپلو استازیوته رایې ورکوي.

په مختلفو ریاستونو کې د ډاک له لارې ووټونو استولو لپاره جدا اصول ټاکل شوي دي.‌ په دې کې د پوستې او ‌اي‌میل علاوه په شخصي توګه خپل ډاک رسول شامل دي.‌

په ځینو ځایونو کې دا ضروري وي‌چې د ډاک ووټ د انتخاباتو ځايي‌ انتظامیې ته د الیکشن پر ورځ تر اخیري ساعته ور ورسېږي.‌

په ځینو ریاستونو کې بیا د ډاک له لارې ووټ تر هغې شمېرل کېږي چې د پوستې دا نښه ورباندې موجوده وي چې د انتخاباتو ورځې تر اخیري ساعت پورې په ډاک لېږل شوي‌ وو.

په سپټمبر کې ولسمشر ټرمپ د شمالي‌ کېرولاینا خلکو حوصله افزايي کړی وه چې د انتخاباتي نظام خوندیتوب ازموینې لپاره دوه وارې د ووټ ورکولو کوشش وکړي یاني‌ یو ځل د ډاک په ذریعه او بیا په شخصي تګ سره .

ولسمشر ټرمپ اوس دعوه کوي چې په ځینو ریاستونو کې یې برتري له لاسه لاړه کله چې په حیرت انګیز توګه د ډاک اضافي ووټونه راغلل. نوموړی‌ داسې اشارې ورکوي چې د ډاک له لارې د دغو ووټونو شمېر دې نه کېږي چې قانوني دي.

د خلکو په غیرحاضرئ کې اچول شويو ووټونو ‌ډیموکریټ ګوند کاندیدانو ته برتري په لاس ورکړې ده او دا رایې هم هغه اومره جایزې وي څنګه چې نور ووټونه وي خو باید دا د ریاست له ضرورتونو سره سم وي.

دا اکثره په اخیره کې شمېرل کېږي نو ځکه د ووټونو په شمېر یې اغیز په اخره کې پریوزي.‌ په ځینو ریاستونو کې د ډاک له لارې ووټونو له امله د ډیموکریټ ګوند جو بایډن په ځینو ریاستونو کې د ډونلډ ټرمپ نه مخکې شو چې مخکې پکې شاته و.

د ووټونو شمېرلو طریقه کار

د ولسمشر ټرمپ‌ کمپاین په جورجا او نواډا کې د ووټونو شمېرلو طریقه کار چیلنج کړی چېرته چې جو بایډن له هغه نه په سیالئ کې لږ مخکې دی.‌ دغه راز یې په وسکانسن ریاست کې هم د بیا ګنتئ کولو غږ کړی چېرته چې بایډن ګټلې وه.

په عین حال کې د ټرمپ کمپاین په یو بل ریاست ایریزونا کې هم د مستقلې او بې له رکاوټه د ووټونو د شمېرلو غوښتنه کړې ده چې له نږدې نه یې څارنه کېږي.‌ مخکې دوه رسنیو په دغه ریاست کې د بایډن د بریا اټکل کړی و خو بیا هلته سخته سیالي و بلل شوه.

هر ریاست کې د ووټرانو د رایو د تصدیق خپله طریقه وي.‌ دوی د ووټر رجسټریشن یا اندراج او د اهلیت تصدیق په خپل طریقه کار کوي‌ او چا چې په غیرموجودګئ کې د ډاک په ذریعه ووټونه ورکړي‌وي، په فایل کې د هغوی د موجودو دستخطواو په رایو کې د هغوی د دستخطو چیکنګ کیږي چې یو شان دي‌ که نه.

د یو شمېر وجوهاتو په بنیاد یو ووټ رد کېدای هم شي.‌ که په هدایاتو سم عمل نه وي‌ شوی،‌ مثلاً ووټ یې د پوستې د لفافې دننه په یوه بله پټه لفافه کې نه وي اچولی، دستخطې یې درست یا یو شان نه وي،‌ او یا یې په نوم کې فرق وي یاني‌ په ریکارډ کې د موجود نوم نه جدا وي.‌

په انتخاباتو کې په زرګونو رایې باطلې ګرځول کېږي.‌ دا سخت کار وي چې ډېر وخت پکې لګي.‌ په ځینو ریاستونو کې دا عمل د انتخاباتو د ورځې نه ځو اوونئ‌مخکې پیل شي خو په ځینو نورو کې د انتخاباتو ورځ تر ختمېدو مخکې دا عمل نه شي‌ شورو کېدای‌.‌

د الیکشن کارکوونکي مختلفې ډلې ووټونو شماري‌ او د ډاک له لارې اچول شویو ووټونو تصدیق کوي.‌ په دې کې هم د ریاستونو خپل اصول دي‌.‌ په انتخاباتو کې د مختلفو تنظیمونو څارونکي‌ ګمارل کیږي.

دغه تنظیمونو کې امریکن سویل لیبرټیز یونین، الیکشن انټیګرټي فنډ او تامس مور سوسایټي شامل دي.‌
د دې تر څنګ په اروپا کې د امنیت او همکارئ‌ نړیوال سازمان او ایس سي اي څارونکي‌ هم د انتخاباتورایو شمېرلو پروسې کتو /نظارت لپاره وربلل شوي وو.

په محدود شمېر کې د ډیموکریټ او ریپبلکن ګوند رجسټرډ څارونکو ته هم د ووټونو شمېرلو کمرو ته د ورتګ اجازت ورکړل شوی دی.

د ولسمشر ټرمپ کمپاین په پېنسلوینیا کې هم کېس پرانیستې او غوښتنه یې کړی چې هلته دې هم ورته د ووټونو شمېر عمل نږدې نه د کتو اجازت ورکړل شي. د دغه ریاست یو جج فیصله کړی چې ټول کاندیدان، څارونکي‌ یا د کاندیدانو استازیو ته دې د دغه پروسې د کتو اجازت ورکړل شي، دوی دې دا د شپږو میټرو په فاصله وګوري خو ماسکونه او سماجي فاصله دې وساتل شي.‌

بلخوا د میشيګن په ډیټرایټ کې مظاهرچیان د ووټونو شمېر یو مرکز باندې ورغلل او دننه تګ یې غوښتل. خو هلته دوی ورتلو ته پرې نه ښودل شول ځکه چې د رجسټرډ څارونکو شمېر وار له مخه پوره شوی و.‌ دغه ځاې کې په کړکو باندې نیمه پرده اچول شوی وه څو مظاهرچیان ور نه شي.

خو سپینې ماڼئ‌په دې باندې سوالونه اوچت کړي دي‌ او تور یې لګولی چې انتخاباتی عملې د ووټونو شمېر مرکزونو ته خلک نه پریښودل ځکه چې د ووټونو نقلونه یې ورشاملول.

هم په دغه ورځ وړاندې ټرمپ په میشیګن ریاست کې د ووټونوشمېر درولو یوه قضیه د جج د فیصلې پس و بیلله چې وې ویل هلته د ووټونو ګنتي‌د درولو هیڅ قانوني‌ جواز نه جوړېږي.

شارپي قلمونه

په ووټونو کې یوه بله مبینه بدنظمي چې مخې ته راغلې ده ده چې د ایریزونا ریاست په میریکوپا کاونټي کې ووټرانو ته داسې قلمونه ورکړل شوي وو چې ورسره یې په کاغزونو د سیاهئ داغونه پریښودل او د هغې له وجې د ووټونو د نه سکین کېدو پس رد کړل شول.

په دې اړه په سوشل میډيا تود بحث روان و او د نومبر په څلورمه هلته د انتخاباتو محکمې مخې ته خلکومظاهره هم وکړه.

د ریاست اټارني جنرل د پوښتنې په ځواب کې د میریکوپا انتخاباتو محکمې سپيناوی وکړ چې دغه قلمونه ځکه ووټرانو ته ورکړل شوي‌وو ځکه چې سیاهي یې زر وچېږي او د مختلفو ازموینو پس دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې دا تر ټولو غوره پینونه دي.‌

نړیوال څارونکي‌

په اروپا کې د امنیت او همکارئ‌سازمان مخکې هم اته وارې په امریکا کې انتخابات څارلي‌ دي.‌

دغه سازمان د نومبر پر څلورمه په بیان کې وویل چې د قانوني غیریقینیو او لاجیسټیکي چیلنجونو باوجود دغه ووټونه په ښه ډول ترتیب شوي وو.‌

ادارې په بیان کې ویلي‌وو چې انتخاباتو ته ولاړ د یوولسمشر لخوا د منظمو نیمګرتیاوو بې بنیاده تورونه په جمهوري‌ادارو د ولس باور ته زیان رسوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG