د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستان سره د پوځي سامان د مرستې ژمنه کړې


د ناټو مشر ينز ستولتنبرګ ويلي و چې ناټو به تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام رکوي.
د ناټو مشر ينز ستولتنبرګ ويلي و چې ناټو به تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام رکوي.

په افغانستان کې ناټو له افغان ځواکونو سره د نږدې ۴۵۰ هاموې ګاډو او نورو پوځي سامانونو د مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د نومبر پر څلورمه مه مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ته د خپلو مرستو په دوام سلګونه هاموې ګاډې، میلیونونه مرمۍ، سلګونه شبین دوربینونه او یو شمېر نور جنګي وسایل وروسپاري.

د پوځي وسایلو او تجهیزاتو دا مرسته په داسې وخت کې له افغانستان کې سره اعلان شوې چې له دې یوه ورځ مخکې د افغانستان پر بیارغاونې د امریکا د څار ادارې (سيګار) په خپل راپور کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د دريو میاشتو په ترڅ کې بریدونه تر دې مخکې دريو میاشتو پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

د سيګار له راپور سره سم له جولای میاشتې د سېپټمبر تر پايه افغان ځواکونو یو ۱،۱۱۱ ځمکنۍ حملې کړې دي او طالبانو هم پر افغان ځواکونو فشار زیات کړی دی.

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې د نومبر پينځمې په ګڼه کې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا خبر ورکړ چې سیګار ته یې ویلي دي چې د بریدونو زیاتوالی د امریکا او طالبانو د فبروري د ۲۹مې نېټې د سولې تړون تر پوښتنې لاندې راولي خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق بيا مشال راډيو ته ويلي چې دوی تر ډیره په دفاعي حالت کې دي.

نږدې درې اوونۍ مخکې د اروپايي هېواد بېلجيم په سرښار برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پرمهال د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ دا ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه چې ناټو به تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG