د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو نوي والي ته زړې غوښتنې ورمخې ته کړې


د خوست نوی والي تورن جنرال مهمند کټوازی
د خوست نوی والي تورن جنرال مهمند کټوازی

د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایتي شورا غړو، سوداګرو او مدني فعالانو د دې ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي جنرال مهمند کټوازي ته خپلې هغه مخکینی غوښتنې ورمخې ته کړې.

دوی وویل، د مرکزي حکومت چارواکو خوستوالو سره پدې ولایت کې د پاچا خان پوهنتون د جوړیدو، د غلام خان لارې د ترانزیټ، د خوستیو کادرونو د ګمارنې، د قومي شخړو د اساسي حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو ژمنې کړي، خو عملي شوي نه دي.

مهمند کټوازی چې د تورن جنرالی پوځي رتبه لري، په تېرو نږدې پنځو لسیزو کې يې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د قول اردو د قوماندانۍ تر کچې مهمې پوځي دندې ترسره کړي دي.

د خوست د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د مهمند کټوازي د پېژندنې په پار جوړه شوې غونډه کې له نوی والي وغوښتل، چې د قومي شخړو او ستونزو د اساسي حل لارو د موندلو لپاره دې کار وکړي.

ده زیاته کړه، د پاچا خان پوهنتون جوړیدل، د غلام خان بندر ترانزیټ، خوستیو کادرونو ته د کارکولو د فرصت برابرولو غوښتنې چې دوی تل یادې کړي، نوی والي دې له مرکزي حکومت سره تعقیب کړي.

پدې غونډه کې خوستیو سوداګرو هم نوي والي ته خپلې ستونزې وړاندې کړې.

د خوست نوي والې پېژندغونډه
د خوست نوي والې پېژندغونډه

د یوې ښاري اتحاديې مشر جمال تڼي وویل، یو شمېر مسوولین د سوداګرو ګاډي دوه میاشتې په ګمرک کې دروي او د نورو ولایتونو برخلاف د سوداګریزو توکو ګاډي سل سلنه محصول او تشریح کوي، چې دا کار په غلام خان بندر کې سوداګري ورو کوي.

له جنرال مهمند کټوازي مخکې محمدصدیق پتمن نږدې څلور میاشتې د خوست والي وو، چې تر اوسه ورته مرکزي حکومت کوم بل ځای نوې دنده نه ده ورکړې.

نوموړي په یاده غونډه کې وویل، ماموریتونه، ولایتونه، مقرری، منفکۍ او امتیازات ولس او نظام سره دده پر ژمنتیا اغېز نه لري.

ده زیاته کړه، په ویاړ دې ولایت ته راغلی او په ویاړ ورڅخه رخصتیږي او که د ده د ماموریت په موده کې نوموړي پورې تړلی کوم کار پاتې شوی وي، حاضر دي چې بیا يې هم مسوولیت پر غاړه واخلي.

افغان ولسمشر ته والیان، ولسوالان، ښاروالان او ځینې نور مهم حکومتي چارواکي د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا د منظورۍ لپاره پیشنهادېږي.

د ښاروالیو په چارو کې د دې ادارې مرستیال روح الله نیازي چې د نوي والي د معرفی لپاره راغلی وو، د خوست له نوي والي وغوښتل، چې ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو د خلکو د ستونزو د هوارولو او پدې ځای کې د پرمختیايي کارونو د ترسره کیدو لپاره دې وزارتونو ته مشخص وړاندیزونه وکړي او له هغوی دې د خوست د خلکو حقونه وغواړي.

د خوست نوي والي تورنجنرال مهمند کټوازي په خپلو خبرو کې وویل، د لويې پکتیا د ولایتونو د مسوولینو تر منځ د همغږۍ او ولسونو د همکارۍ له لارې پدې ځای کې د لویو لارو او امنیت خوندي کیدو او نورو ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو لپاره کار وشي.

ده وویل، د جمهوریت ساتنه او پالنه د ولس او حکومت فرض جوړیږي، ځکه نظام او جمهوریت سره د ولس ژوند، مال، عزت او د هېواد د پرمختګ بهیر روان ساتل کیږي.

جنرال مهمند کټوازي زیاته کړه، که په نظام کې نیمګړتیاوې وي، په ګډه به يې اصلاح لپاره کار کوو.

یاده دې وي، په تېرو نولسو کلونو کې تورنجنرال مهمند کټوازی نهم کس دی، چې خوست ته د والي په توګه معرفي کیږي.

د خوست نوی والي تورن جنرال مهمند کټوازی
د خوست نوی والي تورن جنرال مهمند کټوازی

لدې مخکې محمدصدیق پتمن، محمدحلیم فدايي، حکم خان حبیبي، عبدالجبار نعیمي، حمیدالله قلندرزي، ارسلا جمال، معراج الدین پټان او حکیم تڼیوال د خوست د والیانو په توګه دندې ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG