د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وايرس کېسونه مخ په زياتيدو دي


د پاکستان په لاهور کې یو ښوونځی
د پاکستان په لاهور کې یو ښوونځی

په پاکستان کې په تېر یوه شواروز کې ۱۴ کسان له کورونا ناروغۍ مړه شوي او نور ۱۱۶۷ کسان یې وهلي دي.

په دغه هېواد کې یو وارې بيا د کورونا وايرس په مثبتو کېسونو کې اضافه روانه ده او د سرکاري شميرو ترمخه نومبر تر دويمې نېټۍ په پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۳ لکه ۳۶زرو ته رسېدلی دی او ۶۸۴۹ کسان ترې مړه شوي دي، خو له کوويډ-۱۹ ناروغۍ ۳ لکه ۱۵ زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

دا راز د کورونا وبا په اړه نړیوالې شمېرې راټولوونکې جان هاپکینز پوهنتون تر مخه د نن ورځې ( نومبر درېیمې) پورې په ټوله نړۍ کې څه باندې څلور کروړه، ۶۸ لکه او ۸۴ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې څه د پاسه ۱۲ لکه او شپږ زره یې مړه کړي او له درې کروړو، ۱۳ لکو او ۶۶ زرو زیات ترې بیرته رغېدلي دي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې له مخې د نومبر د لومړۍ نه تر د دويمې نيټې پورې د کورونا وايرس ۱۱ سوه درويشت نوې پيښې ثبت شوي، ۱۲ کسان ترې مړه شوی دی او څلور سوه شپيتو نه زيات ترې رغېدلي هم دي.

بلخوا د اسلام اباد د پيمز روغتون ډاکټران وايي په هسپتال کې د کورونا مريضانو لپاره بيل کړې شوي وارډ کې د مريضانو داخلولو ګنجايش ورسره ختم شوې دې نو خلکو ته خواست کوي چې په حکومتي لارښوونو دې عمل وکړي.

ډاکټران ويره څرګندوي که حکومت د کورونا دوېمې څپې مخنيوي لپاره د اوسه نه کوټلي ګامونه پورته نکړل نو روانه څپه به د ړومبي په نسبت زيات خطرناک وي.

د اسلام اباد پيمزهسپتال د انتهايي نګهداشت څانګې مشر ډاکټر فضل ربي د نومبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل په ياد هسپتال کې ۲۶ کټونه د کورونا مريضانو لپاره بيل کړې شوي او دا وخت په شپږويشت واڼو مريضان موجود دي او دوي سره د ۲۷ مريض داخلولو لپاره ځايي نشته.

د نوموړي وينا وه يو وارې بيا د دې مرض د خوريدو غټه وجه د خلکو لخوا په احتياطي تدابيرو عمل نه کول دي نو دا ويره ورسره پيدا شوې ده چې نه خو ورسره کټونه خالي دي او نه ورسره دومره وسايل شته نو که مريضان نور زيات شول نو بيا به څه کوي؟

دا په داسې حال کې ده چې د تيرې مياشتې نيمايي راهيسې په پاکستان کې په مثبتو کيسونو کې زياتوالې راغلې دې، د جولای مياشتې ۲۹مې نيټې وروسته د اکتوبر پر ۲۹مه په ړومبي ځل په پاکستان کې په يوه ورځ کې د ۱۰۰۰ زيات مثبت کېسونه مخې ته راغلل.

بلخوا د اسلام اباد ضلعي انتظاميې د کورونا وايرس مخنيوي په موخه په ښارکې دفعه ۱۴۴ لګولې او د ماسک په نه استعمال يې پوليس ته د ګرفتارۍ اختيار ورکړی دی، دې ترڅنګ د ښار په ايي ټن ټو، اېف ټن فور، اېف سکس تري او اېف سکس فور کې د اکتوبر ۳۱مې نيټې نه يو وارې بيا ټولبند لګولی دی.

داسلام اباد اېف سکس فور يو اوسيدونکی سميع اپريدي مشال راډيو ته وويل د ټولبند نه يوه ورځ وړاندې د کور ټوله سودا يې پورا کړه او وس دا انتظار کوي چې کله به دا ټولبند ختميږي ځکه چې د دوي په ګډون د سيمې ټول خلک د پريشانې سره مخ دي.

حکومت د اکتوبر پر ۲۸مه د ېوې حکمنامې د لارې په ټول ملک کې ماسکونه اچول يو ځل بيا لازمي وګرځول.

د پاکستان د صحت وزارت وياند ساجد حسېن مشال راډيو ته وويل حکومت دا او ځينې نور ګامونه د دوېمې څپې مخنيوي لپاره پورته کړي دي.

د نوموړي وينا وه دا مهال چې د وبا د دويمې څپې کومه انديښنه رامنځ ته شوې نو اېن سي او سي کې زموږ ټيمونه ناست دي د حالاتو جاج اخلي چې په کومو ځايونو کې سمارټ لاک ډاون لګول پکار دي، خلکو له څه کول پکار دي او په کومو ځايونو کې چې خلک په احتياطي تدابيرو عمل نه کوي نو هغلته وايرس مخنيوي لپاره څه لاره خپلول ضروري ده، موږ هيله مند يو چې په کومې ښې طريقې سره موږ د لومړي څپې مقابله وکړه نو هغه شان به د دې دويمې څپې مخه نيولو کې هم کاميابه شو.

د روان کال د فېبرورۍ پر ۲۶ مه په پاکستان کې د کورونا وايرس ړومبې کېس مخې ته راغلې وو او د مارچ په ۱۸مه ترې ړومبې تن د مردان په منګا کلي کې مړ شوې وو.

په جون مياشت کې په پاکستان کې تر ټولو زيات يولاکه ۴۱ زره نه زيات کسان د کورونا وايرس نه متاثره شول او ۲ زره اته سوه ۵۰ نه زیات ترې مړه شوي ول.

XS
SM
MD
LG