د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پچیر او اګام ولسوالۍ اوسېدونکي پرمختیايي پروژې غواړي


د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ژمنه وکړه چې راتلوونکي مالي کال کې به د متوازن انکشاف په برخه کې پچيرواګام ولسوالۍ ته ډېره پاملرنه وکړي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ژمنه وکړه چې راتلوونکي مالي کال کې به د متوازن انکشاف په برخه کې پچيرواګام ولسوالۍ ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د ننګرهار د پچيرواګام ولسوالۍ اوسېدونکو په یوې ولسي غونډه کې د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ وکړ او له حکومت نه يې وغوښتل چې د نورو ولسواليو په څېر دغې ولسوالۍ کې هم پراختیايي، روغتیايي او تعلیمي پروژې پلي کړي.

د ننګرهار چارواکو ژمنې وکړې چې په راتلوونکي مالي کال کې به پچيرواګام ولسوالۍ ته د بیا رغونې او پراختیايي پروژو په برخه کې پوره سهم ورکول کېږي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د نومبر په لومړۍ نېټه د یو شمېر چارواکو په ملتیا پچيرواګام ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې په ولسي غونډه کې د خلکو ستونزې واورېدې.

ولسي خلکو له چارواکو وغوښتل، اوس چې په پچیرواګام ولسوالۍ کې امنیت قایم شوی، د نورو ولسوالیو په څېر دې په کې هم پراختیايي پروژې پلي کړی شي.

یو قبایلي مشر ملک عبدالوکیل ملکزي دې غونډې ته وویل، "پچيرواګام هغه ولسوالي ده چې ورانه شوې، خو جوړه شوې نه ده. موږ په لسګونو شهيدان ورکړي دي. زموږ کورنۍ دلته بې ځایه شوي دي، زموږ کورونه په بمونو لګېدلي دي. زموږ کورونه د دولت د مخالفینو له لورې ویجاړ شوي دي. نن د سولې فضا دلته جوړه ده، تمه درنه لرو، د پچيرواګام ولسونه درته خپل وړاندیزونه د بیا رغونې په برخه کې کوي."

بل قبایلي مشر شفیق الله مشفق د پراختيايي پروژو د پلي کېدو تر څنګ له چارواکو وغوښتل چې د سيمې تعلیم یافته ځوانان دې په دولتي ادارو کې په کار وګماري.

نوموړي وویل، "موږ ته دومره وکړئ چې په نورو ولسواليو کې چې کومې پروژې پلي کوئ، پچيرواګام ولسوالۍ کې يې هم پلي کړئ. دلته بیا داسې وکړئ چې په کومو سيمو کې ضرورت وي، هلته کار وکړئ، په دې ولس کې استعدادونه شته، په یو نیم ځای کې يې ځای په ځای کړئ. ماسټران لرو، لسانسه لرو، څوارلس پاسان مو ځي له غره نه لرګي راوړي او هغه خرڅوي. اوبو ته ضرورت لرو، که په دغه تنګي کې ذخیرې جوړې شي، بیا اوبه ډېرېږي او دغه سیمه به ورسره ټوله شنه شي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ژمنه وکړه چې راتلوونکي مالي کال کې به د متوازن انکشاف په برخه کې پچيرواګام ولسوالۍ ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل، "تاسو چې کومې ستونزې یادې کړي، ټولې مې یاداشت کړي دي. د معارف برخې مې یاداشت کړې، د صحت برخې مې یاداشت کړې، د پول، پلچک او سرک ستونزې مې هم ټولې یاداشت کړې، د دروغو وعده ځکه درسره نه کوم چې د ۱۴۰۰ لمریز کال بودیجه په دې ورځو کې ترتيبېږي، موږ به په مرکز کې خپله خزانه وګورو، بېرته به درته د ولسوال او منسوبینو له لارې درته پېغام واستوو، چې په کومو پروژو سږکال کار کوو. د پچیرواګام برخه به په کې ځکه وي، له کلونو کلونو راهیسې ورته نه جلال اباد او نه هم کابل توجه کړې، خو زه به ورته توجه کوم."

پچيرواګام چې د سپین غر په لمن کې پرته ولسوالي ده، د پاکستان له قبایلي ضلعو سره اولس کیلو متره پوله لري، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې ولسوالۍ په توره بوره کې اسامه بن لادن مرکز جوړ کړی وو.

د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې له تېرو اوږدو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې.

په وروستیو کلونو کې د اسلامي دولت یا داعش په ولکه کې وه، خو دوه کاله وړاندې چې د ولسي پاڅون کوونکو په نتیجه کې دغلته امنیتي پوستې جوړې شوې، ورسره ټوله ولسوالۍ امن شوه او اوس يې خلک له حکومت څخه د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG