د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي په کندهار کې یې تر ۸۰ زیاته وسله وال وژلي


د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو حوزو او شااوخوا درې ولسوالیو کې د اکټوبر له ۱۰مې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو حوزو او شااوخوا درې ولسوالیو کې د اکټوبر له ۱۰مې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې دي.

د افغانستان کندهار په ارغنداب، ژړۍ او میوند ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تر ۸۰ زیات وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د اکتوبر پر ۳۱مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دغه عملیات د جمعې له ماښام راهیسې روان دي .

نوموړي زیاته کړه، "د میوند ولسوالۍ په میاکارېز سیمه کې ۱۲ وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲ یې زخمیان دي او د ژړۍ ولسوالۍ په نلغام کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي."

بارکزی وايي په ارغنداب کې هم ۳۵ وسله وال په روانو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ۷ پوستې له مقاومت پرته دوی ته ور پریښې دي.

بل پلو د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو حوزو او شااوخوا درې ولسوالیو کې د اکټوبر له ۱۰مې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې دي.

د جګړو له امله دواړو خواو ته په درنې مرګ ‌ژوبلې سربېره لږترلږه ۳۰ زره عام وګړي هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او اوس په سختۍ په ښار او ځینو امن سیمو کې اوسي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري 'یو اېن اېچ سي ار' ویلي چې په هلمند کې له تازه بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې دوام لري.

دې ادارې دا خبره د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده.

د 'یو اېن اېچ سي ار' په خبره تر دې دمه د ګډو هڅو او همغږیو له امله څه باندې ۱۰ زره کسانو ته چې یو نیم زر کورنۍ کېږي مرستې رسول شوې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په مرسته شویو موادو کې خېمې، نغدې پيسې او اړین غیر خوراکي مواد شامل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG