امرالله صالح دا خبره د نومبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلې ده.
هغه ویلي چې د دې غوښتنې هدف یې دا دی چې د پاکستان د ویزو لپاره د ورتلونکو افغانانو په لیکو کې نظم رامنځته شي او خلک د ده په خبره له ورځني عذاب او ګډوډیو خلاص شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال داسې وخت د پاکستان له سفارت څخه د ویزو شمېر روښانه کولو غوښتنه کړې چې د اکټوبر په ۲۱مه په ننګرهار کې د پاکستان د ویزو لپاره د ورټولو زرګونه افغانانو د ټېل ماټېل له امله ۱۲ ښځې وژل شوې او ۱۰ تنه نور ټپي شوي وو.
امرالله صالح ویلي، ګڼې ښې او انساني تګلارې شته چې د ویزو لپاره ورټولېدونکي افغانان پرې اداره او منظم شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق د ویزو لپاره د یوې نوې تګلارې د عملي کولو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي ویلي چې د افغانانو لپاره به زیاته اسانتیا رامنځته شي.
تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري خبرې کړې وې.
حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د اکتوبر پر ۲۸مه د ټېلېفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د کونسلي چارو د پياوړتیا پر امکان بحث کړی وو. دی.
د افغانستان د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه مشال راډیو ته ویلي وو چې "د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان وګړو د ویزو د مشکلاتو پر حل او د کونسلي خدماتو د ظرفیت په لوړولو خبرې وکړې."
پاکستان د کورونا وایرس له ډېر خپرېدو راهسې په افغانستان کې د خپلو قونسلګریو فعالیت درولی وو خو د اکټوبر په میاشت کې یې د ویزو ورکړه بیا پیل کړه.
د فېسبوک تبصرې