د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي سوداګر بهر ته د زڼغوځیو د صادرلو غوښتنه لري


د خوست سوداګر خوشاله دي چې سږ کال یې د جلغوزو ښه حاصلات ترلاسه کړي.
د خوست سوداګر خوشاله دي چې سږ کال یې د جلغوزو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

خوستي سوداګر وايي، د نورو کلونو په پرتله د زڼغوځیو حاصلات ډېر شوي او کیفیت يې هم ښه شوی، خو د هوايي پروازونو د کمښت له کبله دوی نشي کولی، په لږ وخت کې يې چین ته صادر کړي.

هغوی وايي، زڼغوځي معتدلې هوا ته اړتیا لري او که ژر بهر ته صادر نشي، نو کیفیت يې زیانمنیږي.
سوداګرو وویل، په اوس وخت کې د افغانستان د زڼغوځیو تر ټولو ستر مصرفونکی هېواد چین دی، خو یوه وړه برخه يې دوبۍ او هند ته هم صادریږي.

د طاهرګل ځدراڼ په نوم د زڼغوځیو د ازاد مارکیټ یو سوداګر مشال راډیو ته وویل، د هوايي پروازونو له لارې د دې مالونو په لیږد کې ځنډ دوی نقصاني کوي، ځکه د هرې ورځې په تيریدو سره يې کیفیت زیان ویني.

خلک په اجوره جلغوزې له غوټو راوباسي.
خلک په اجوره جلغوزې له غوټو راوباسي.

دی زیاتوي، چینايي سوداګرو له دوی غوښتي، چې د زڼغوځیو د خلطو وزن باید ۱۵ کیلو وي، چې اوس د نویو خلطو جوړول او په دې ترتیب برابرول يې هم وخت غواړي.

خوستيو سوداګرو وویل، که چیرې افغان حکومت عربي هېوادونو، اروپا او نورې نړۍ ته هم د زڼغوځیو د صادرولو رسمي قراردادونه وکړي، نو بیې او ارزښت به يې ډېر شي او مارکیټ به يې هم پراخ شي.

د زڼغوځیو د پلورلو د سرتاسري اتحادیې مرستیال نورګل منګل وايي، زڼغوځي معتدلې هوا ته اړتیا لري او تر ډېره وخته يې کیفیت نه پاتې کیږي، نو که مارکیټ يې پراخ شي، سوداګرو ته به پوره ګټه کیږي.

سوداګر وايي حکومت دې د هغوی جلغوزو لپاره په نورو هیوادونو کې پیرودونکي پیدا کړي.
سوداګر وايي حکومت دې د هغوی جلغوزو لپاره په نورو هیوادونو کې پیرودونکي پیدا کړي.


د زڼغوځیو سوداګر که له یوې خوا سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي، خو بل لوري ته ورځ تر بلې د زڼغوځیود بیو ښکته کیدو ته په انديښنه کې دي.

جمعه الدین ځدراڼ چې د پکتیا د وزې ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، تیر کال د زڼغوځیو بیې لوړې وې، خو سږ يې غوټې په ټيټه بیه اخیستې او تمه لري، چې سږ کال به يې ګټه څه نا څه ښه وي.

دی زیاتوي، دا غوټې يې د کاپیسا، تنګي او وزي ځدراڼ څخه راوړي دي، دی او هره غوټه يې له شلو تر ۳۵ کلدارو باندې اخیستي ده.

کله چې د زڼغوځیو غوټې راټولې شي، نو ددې غوټو په ټکولو کې یو شمېر خلک او کورنۍ د لاس مزدوري کوي، هغوی د زڼغوځیو تشې غوټې ترلاسه کوي، چې په ژمي کې ورڅخه د سونګ توکو پر ځای ګټه اخلي.

د حاجي محمد په نوم یو کس چې له بشخېلو کلي څخه خپلې کورنۍ سره د غوټو د سپړلو لپاره راغلي، وايي پدې کې دوی دومره کاروبار کولی شي، چې د ژمي ګوزاره يې ورباندې کیږي.

د افغانستان نهه ولایتونه له هغې جملې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، د کابل په سروبي او د لوګر په ازرې ولسوالۍ د زڼغوځیو لږ یا ډېر حاصلات کیږي، خود افغانستان په کچه يې د سوداګرۍ اصلي مارکیټ خوست کې دی.

چارواکي وايي، یوازې په خوست او پکتیا ولایتونو کې خواوشا ۴۰ زره کسان د زڼغوځیو په کاروبار او راټولو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG