د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له امریکا سره تړون له قران او شریعته پورته ګڼي: ولسمشر غني


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وايي، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړی تړون له قران او شریعته پورته ګڼي.

طالبانو لا د ولسمشر د تور په غبرګون څه نه دي ویلي.

محمد اشرف غني د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد په مناسبت جوړې ناستې ته په وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې که هغوی "ځانونه د دین ملاتړي" ګڼي، رادې شي او د افغانستان له دیني عالمانو سره دې بحث وکړي.

غني د اکتوبر پر ۲۹مه په کابل کې د افغانستان دفاع وزارت په تالار کې جوړې غونډې ته وویل: "د اسلام او ترورېستي اعمالو په منځ کې هېڅ اړیکې نه‌ شته. دلته اړتیا ده چې یو سیاسي ټکي ته ورسېږو، هېڅکله مو دغې موضوع ته دومره اړتیا نه‌لرله لکه اوس ‌یې چې لرو. یو دلیل دا دی هغوی چې ادعا کوي ۲۰ کاله د اسلام لپاره درېدلي، نن ورته له امریکا سره تړون چې یوه مفاهمه ده، د قران له احکامو او شریعته ډېر اهمیت لري. دا ګز دا میدان راشئ او له دیني عالمانو سره بحث وکړئ."

ولسمشر غني په داسې حال کې دا خبرې کړي چې طالبان په افغانستان کې روان جنګ، د اشغال ضد ګڼي.

تر هغې وروسته چې طالبانو له امریکا سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک کړی، دغې ډلې د هېواد په ډېرو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.

په دغو حملو کې تر ډېره ملکي کسان او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه قرباني کېږي.

د افغانستان د جګړې معلولو او یتیمو ماشومانو په غونډه کې د نورو یتیمو او معلولو ماشومانو پیغام ولسمشر ته راوړی وو او له طالبانو یې وغوښتل چې جنګ ختم کړي.

هغه ماشومان چې په افغانستان کې یې جګړې پښې ځینې اخیستي.
هغه ماشومان چې په افغانستان کې یې جګړې پښې ځینې اخیستي.

الهام یو له هغو یتیمو ماشومانو څخه دی چې جګړو یې پښې ځینې اخیستي، دی وايي: "زه د دغې ټولنې د یو کوچني په صفت د زرګونه یتیمو، بې‌کوره او بې‌ برخلیکه ماشومانو په استازیتوب، د جنګ له ښکېلو خواوو نه درد او شکایت لرم، چیغې وهم، د خدای لپاره موږ مه‌ معلول او یتیموئ، زموږ پلرونه او میندې مه ‌اخلئ، دا ډیره سخته ده، دا ښه واورئ او ووايئ چې دا کار د خپلو ماشومانو لپاره روا ګڼئ؟"

بلخوا د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، د افغانستان د جګړې د حرام ګڼلو په اړه د افغانستان او نړۍ د ټولو دیني عالمانو لید یو شان دی او د هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ، له شریعت سره سم دی.

"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو! په زغرده ویلی شم چې نن اسلامي نړۍ له تاسې سره ده. د هېواد عالمان یو پیغام لري چې دغه جنګ حرام دی او ستاسې دفاع شرعي دفاع ده، ستاسې عالمان ستاسې ترڅنګ ولاړ دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي تر ډېرېدو وروسته، د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا قطر ته تللی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د موادو د پلي کولو پر ځانګړتیاوو له دواړو لورو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG