د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرات مرکزي زندان کې شخړې اته تنه وژلي


ارشیف، د هرات زندان
ارشیف، د هرات زندان

د هرات مرکزي زندان کې برایه شپه د پولیس او بندیانو ترمنځ له شخړې اته تنه وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، پولیس او زندانیان هغه مهال سره ونښتل چې زندانیانو د یوه سرکاري پلاوي له پلټنې وروسته د زندان یوې برخې ته اور واچاوه.

نوموړی زیاتوي، په زندان کې بېګا تر نیمې شپې زندانیان پر احتجاج ول چې د غلي کولو لپاره پرې هوايي ډزې وشوې خو نور حال یې نه وایه چې هغوی ولې چیغې وهلې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد شفیق شېرزي مشال راډیو ته وویل، لوی سرکاري روغتون ته له زندانه د اتو تنو مړي وروړل شوي دي چې یو پکې په مرمۍ لګېدلی دی.

شېرزی وایي، ټپيانو کې څلور امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د هرات په زندان کې څه باندې دوه‌نیم زره کسان چې بېلابېل جرمونه لري، بندیان دي.

XS
SM
MD
LG