د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اسلام ځان وژني خو ځان نه پرې پوهوي: د لغمانیو مېرمنو اوربند غونډه


د افغانستان د لغمان ولایت په لسګونو مېرمنو د يوې غونډې په تر سره کولو سره د جمهوري نظام د ملاتړ تر څنګ پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې افغان وژنه بنده کړي، اوربند وکړي او په افغانستان کې دې د تلپاتې سولې راوستو ته لار هواره کړي.

د سپټمبر په دیارلسمه نېټه چې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې لپاره د خبرو په اجنډا جوړولو بحثونه پیل شوي، لا هم د خينې اختلافي مسایلو له امله کومې نتېجې ته نه دي رسيدلي.
د افغانستان د لغمان ولایت د مرکز او ولسواليو په کچه په لسګونه مېرمنې د ښځو چارو ریاست په بلنه د اکتوبر په اووه ویشتمه نېټه د لغمان ناکامورا تالار ته ورټولې شوې او په افغان مذاکراتي پلاوي او طالب استازو يې غږ وکړ چې افغان وژنه بنده کړي، اوربند وکړي او د تلپاتې سولې لپاره دې خبرې پیل کړي.

جنګ بس کړئ


د لغمان د ښځو چارو ریاست مشرې نسیمې شفیق سادات غونډې په خبرو کې وویل، له کله نه چې په قطر کې د سولې خبرې پیل شوي، ورسره د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړه توده شوې. نوموړې په افغان دولت او طالب استازو غږ وکړ چې د تلپاتې سولې لپاره دې اوربند ته غاړې کېږدي.

د نسیمې وینا وه: (زموږ او ستاسو ځوانان شهيدانېږي، ماشومان شهیدانېږي، کورنۍ له منځه ځي. په دغه جګړه کې له ښکېلو خواوو زموږ غوښتنه دا ده چې دوی مذاکراتي مېز سره کېنې. دایمي اوربند وکړي، جنګ بس کړي، چې موږ واتوانېږو چې نه یوازې د لغمان مېرمنې، بلکې د افغانستان ټول وګړي په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي، تعلیم وکړي خپل فعالیتونه تر سره کړي.)

پر اسلام ځان وژني خو په اسلام ځان نه پوهوي

غونډې ته ټولنیزې فعالې نورزیه نیازۍ په خپله وینا کې وویل: (( ته په اسلام ځان وژنې، خو په اسلام ځان نه پوه کوې. ای وروره زه په تا غږ کومه چې ته راشي، که زما ملي اردو، زما افسران او زما اتلان که په قرآن نه پوهېدل، بیا په موږ جهاد وکړه. دا چې زه پينځه وخته لمونځ کوم، د قرآن تلاوت کوم، په ما جهاد روا دی؟))

'نور د مرګونو تاب نه لرم'

د فریا ساپۍ په نوم يوې بلې فعالې نجلۍ په خپلو خبرو کې وویل چې په روان جنګ کې يې د کورنۍ يو شمېرغړي وژل شوي، له دې وروسته به د نورو مرګونو تاب ونه ولري:

(( ما خپل پلار په دې جنګ کې له لاسه ورکړی، ما خپل ورور په دې جنګ کې له لاسه ورکړی او ما خپل بابا په دې جنګ کې له لاسه ورکړی. ته طالب یې او د بل چا په لمسون راغلی یې، افغانستان ورانوې. دا څلوېښت کاله کېږي، چې زموږ په افغانستان کې جګړه ده، تا ترې کومه ګټه لیدلې؟))

د غونډې په پای کې يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په جنګ کې له ښکېلو غاړو په کې د اوربند او دایمي سولې راوستو غوښتنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG