د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نښته د ۱۰ بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده


خوست کې د پولیسو ځانګړې قطعه چې وسله والو پرې نن د اکتوبر ۲۷مه برید وکړ. ۲۰۲۰، ۲۷م اکتوبر
خوست کې د پولیسو ځانګړې قطعه چې وسله والو پرې نن د اکتوبر ۲۷مه برید وکړ. ۲۰۲۰، ۲۷م اکتوبر

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په خوست ښار کې د پولیسو پر ځانګړې قطعې برید له نهه نیم ساعته جګړې او نښتې وروسته د مازدیګر په درې نیمو بجو پای ته ورسید.

د برید په سیمه کې د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خیل مشال راډیو وویل، چې په دې نښتو کې لس بریدګر وژل شوي، چې د درې یې له موټر بمونو سره او اووه تنه یې پلي بریدګر ول.

ده وویل، لومړي بریدګر د قطعې دیوال ته نږدې موټر ته چاودنه ورکړه، خو دوه نور موټر بمونه د پولیسو د ځانګړې قطعې د منسوبینو لخوا له منځه یووړل شول.

دده په وینا، پدې برید کې د ملي امنیتي ځواکونو ۶ منسوبین هم وژل شوي، چې ۵ تنه يې د ځانګړو پولیسو او یو تن د ملي اردو افسر دی.

د خوست امنیه قوماندان وايي، چې پدې برید کې ټول ۲۵ تنه ټپیان شوي، چې ۹ تنه يې ملکي وګړي دي.

مسوولینو دا هم ویلي، چې د وسله والو ددې برید په اړه امنیتي ځواکونو سره له مخکې کشفي مالومات موجود ول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.د پولیسو ځانګړې قطعه د خوست ښار جنوب لوري کې مجاهد څلور لارې ته نږدې پرته ده او مخکې په دې ودانیو کې د ولایت مقام وو. د برید د پیل له وخته ښار ته ټول داخلیدونکې لارې او ښار تړلی وو.

وړاندې د خوست د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار مشال راډیو وویل، چې ولایتي روغتون ته ۳۳ ټپیان او د ځانګړو پولیسو د منسوبینو درې مړي ورلیږدول شوي دي.

ده وویل، په ټپیانو کې لس ولسي کسان دي.

د ډاکټر سخي سردار په وینا د پيښې د قربانیانو شمير په ډېریدو دی، ځکه یو شمېر خلک د لویدلو کوټو او ودانیو تر چتونو لاندې شوي دي.

بېګاه هم د خوست ښار د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته نږدې چاودنه وشوه، چې یو کس په کې ووژل شو او اته نور په کې ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG