د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د بندیز ضد به عدالت ته ځم: داوړ


محسن داوړ  وویل چې چارواکو ورته ویلي چې امن و امان ته د ممکنه خطر جوړېدو له کبله دی د بلوچستان یوې سیمې ته هم د تګ اجازه نه لري.
محسن داوړ  وویل چې چارواکو ورته ویلي چې امن و امان ته د ممکنه خطر جوړېدو له کبله دی د بلوچستان یوې سیمې ته هم د تګ اجازه نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي حکومت او ریاستي ادارې یې د بلوچستان د تګ مخنیوي لپاره بېلا بېلې بهانې جوړوي.

نوموړی د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد، پاکستان جمهوري تحریک لخوا د حکومت خلاف په احتجاجي جلسې کې د ګډون لپاره د اکتوبر په ۲۴ مه ناوخته کوټې ته رسېدلی وو خو چارواکو له هوايي ډګره بهر وتلو ته پرېنښود.

محسن داوړ په دې اړه د اکتوبر پر ۲۵ مه مشال رډیو ته وویل، "زه چې په ایرپورټ کوز شوم نو هلته ضلعي انتظامیه او پولیس ولاړ وو. دوی وویل چې ته بلوچستان ته نشې راتلای او په دې جهاز کې به واپس ځې خو ما انکار وکړ. د شپې تر ناوخته لانجه روانه وه. بیا دوی وویل چې موږ به تا له کوټې سره نزدې ریسټ هاوس ته بیایو. ډیر پولیس واله وو او زه ګاډي ته وخېژولم، مخکې او وروسته هم رانه ګاډي وو او د ټیلیفون بندولو جېمرې (آلې) هم ورسره وې چې فون مو کار نه کاوه. خو دغه سفر ډیر اوږد شو، نو شپه مو په ډیره مراد جمالي کې وکړه."

د ده په وینا له هغه وروسته اسلام اباد ته روان شو.

محسن داوړ هم دا راز وویل چې چارواکو ورته ویلي چې امن و امان ته د ممکنه خطر جوړېدو له کبله دی د بلوچستان یوې سیمې ته هم د تګ اجازه نه لري.

نوموړی وړاندې هم څو واره د بلوچستان ته له تګ منع کړل شوی دی خو ایا ده د دې خلاف عدالت ته رجوع کړې او که څنګه؟

محسن داوړ د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، "عدالت ته به ما رجوع کړی وای خو دوی دا کار بیا بیا کوي. چې بلوچستان ته زما په تګ د بندېز یو ارډر ختمېږي نو دوی بل جاري کړي. دا د درېو میاشتو ارډر وي او د یو نیم کال راهیسې دا لړۍ روانه ده. دا په قانون او انتظامیه پورې خندا ده. چې دوی ما بلوچستان ته نه پرېږدي نو بهانې خو بې شمېره دي. البته اوس اراده لرم چې عدالت ته لاړ شم او په هر فورم به غږ پورته کوم."

په دې هکله مو د بلوچستان د حکومت د ویاند لیاقت شهواني او د کورنیو چارو له وزیر ضیاءالله لانګو سره د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

په کوټه ښار کې د اکتوبر په ۲۵ مه د پي ډي ایم د جلسې پر مهال د امنیت لپاره د ټیلیفون او انټرنیټ سهولت بند کړل شوی وو.

ضیاالله لانګو د اکتوبر په ۲۴ مه ناوخته په خپل ټویټر ولیکل چې د نقض امن په ترڅ کې پر محسن داوړ بلوچستان ته د ورتګ درې میاشتنی بندیز لګېدلی چې د اکتوبر په ۲۹ پای ته رسېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG