د لاسرسي ځای

تازه خبر

زینب الرټ اپلیکیشن د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ګټور دی: شیرین مزاري


د پنجاب په قصور کې پر یوې اووه کلنې ماشومې زینب د جنسي تیري له پېښې پوروسته، په پاکستان کې پراخې مظاهرې وشوې او د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وشوه.
د پنجاب په قصور کې پر یوې اووه کلنې ماشومې زینب د جنسي تیري له پېښې پوروسته، په پاکستان کې پراخې مظاهرې وشوې او د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وشوه.

پاکستاني چارواکي وايي، (د زینب الرټ) په نوم نوی مبایل اپلیکیشن به د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ګټور ثابت شي.

د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د اکتوبر پر ۱۵مه په خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې وویل چې په سیټزین پورټل دغه ایپ جاري کړل شوی دی چې ورسره به په ملک کې له ماشومانو سره د زور زیاتي پېښو په رپورټ کولو او د ورکو ماشومانو په موندلوکې مرسته کیږي.

د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړې عایشه بانو، چې په صوبايي اسمبلۍ کې د ماشومانو د ساتنې خصوصي کمیټۍ غړی هم ده، د اکتوبر پر ۱۶مه یې مشال ریډيو ته وویل چې دې مبایل ایپ د د اکتوبر له ۱۵مې نېټې څخه په پوره ملک کې کار پیل کړی. .

"په دې کې یوازې دا نه ده چې د یو ورک شوي ماشوم رپورټ پکې ورکړل کېږي بلکې یو داسې ماشوم چې چا ته ملاو شي، د هغې معلومات هم پکې شریکېدای شي. دا له ضلعي پولیسو سره هم یو ځای شوی. په پنجاب کې په تقریباً ۳۶ ضلعو کې ، په خیبر پښتونخوا کې په ۳۳ ضلعو کې او په سند کې په ۵۰ ضلعو کې له پولیسو سره دغه ایپ وصل دی. دا د ټول ملک لپاره دی، یوازې د یوې صوبې لپاره نه دی."

د پنجاب په قصور ضلع کې په ۲۰۱۸م کال کې پر یوې اووه کلنې ماشومې زینب د جنسي تیري له پېښې پوروسته، په پاکستان کې پراخې مظاهرې وشوې او د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وشوه. تر هغې وروسته، په ۲۰۱۹م کې د پاکستان حکومت د (د زینب الرټ بل ) په نوم یوه قانوني مسوده وړاندې کړه چې د ورکو ماشومانو د درک مالومولو لپاره د یو ایپ جوړولو خبره هم پکې شامله وه.

دغه قانوني مسوده د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کې قامي اسمبلۍ او د مارچ پر څلورمه سېنېټ منظور کړه .
عایشه بانو مشال ریډیو ته وویل، د ورکو ماشومانو رپورټ درجولو او یا د ماشومانو په اړه د اطلاع ورکولو لپاره د ایپ پوره طریقه کار موجود دی.

د زینب جنازه کې د خلکو پراخ ګډون
د زینب جنازه کې د خلکو پراخ ګډون


"په دې کې د ماشومانو د ورکېدو جعلي الرټ نه شي ورکړل کېدای. دا ایپ ډېره په اسانه استعمالېدای شي. که د یو ماشوم د ورکېدو رپورټ وشو نو مور پلار یې رپورټ هر وخت کتلې شي چې کېس کوم ځاd ته رسېدلی دی. د پولیسو مرکزي دفترو ته د (ډیش بورډ) په نوم معلومات هم ورکړل کېږي چې اعلی چارواکي به یې د کارکردګۍ رپورټ کتلی شي. که مثلاً څه پرمختګ نه وي شوی نو وجه یې څه ده؟ د دې نه علاوه، اضافي معلومات هم پکې شته لکه که یو چا ته څوک ماشوم ملاو شوی وي او هغه خپل مور پلار ته رسول وي نو د هغې طریقه کار هم په ایپ کې شته."

دغه ایپ په داسې حال کې کار پیل کړی دی چې په پاکستان کې وخت په وخت د ماشومانو له ورکېدو وروسته، پر هغوی د جنسي تېریو، ځورونې او وژنې رپورټونه مخې ته راځي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکوونکو ادارو اېتلاف (چایلډ رایټس موومنټ) یو چارواکي ممتاز ګوهر د اکتوبر پر ۱۶م مشال ریډيو ته وویل، د ساحل په نوم د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې شمېرې ښيي چې د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د ماشومانو د جنسي تشدد ۱۴۳۹ پېښې ریکارډ شوي دي، یعنې د ورځې په حساب اته ماشومان د دغو پېښو ښکار شوي دي. په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب، وروسته په سند، په دریم نمبر اسلام اباد او خیبر پښتونخوا، د هغې پس په بلوچستان، ازاد کشمیر او په اخره کې په ګلګت بلتسان کې رپورټ شوي دي.

خو د ممتاز ګوهر په خبره زیات کېسونه د ابادۍ په تناسب مخې ته راځې او په ځیني ځایونو کې د کلتوري محدودیتونو له امله هم دغه پېښې کمې رپورټ کېږي.

نوموړی وايي د زینب الرټ په نوم د دغه ایپ پیلیدل د حکومت یوه ښه هڅه ده خو د ماشومانو د حفاظت باوري کولو لپاره لا نور کار ته ضرورت دی.

"ماشومان کوم وخت هم له داسې پېښو سره مخامخېدای شي؟ موږ نه شو ویلې چې زموږ بچې یا شا او خوا ماشومان هر وخت محفوظه وي. نو موږ ته به بیدار وسېدل وي. په دې ایپ کې ډېرې مهمې خبرې دي، نو دا د وخت ضرورت دی چې د دې ایپ ښې خبرې مخې ته راوستل شي. په ولس کې د پوهاوي زیاتولو هم ډېر ضرورت دی. په دې لړ کې موږ کار کوو او د انساني حقونو وزارت هم ورباندې کار کوي خو هغه هومره نه چې څومره پکار دي. دا د زموږ ټولو مشترکه ذمه واري ده چې په دې ایپ کار وکړو او دا د یو غوره ایپ په توګه مخې ته راولو."

زینب الرټ ایپ د ایدي سنټر او د ماشومانو د تحفظ یونټونو سره هم منسلک دی او د هغو کېسونو معلومات به پکې موجود وي چې له دغو ادارو سره ریکارډیږي.

پاکستان کې مدني ټولنې د ماشومانو د خوندیتوب غوشتنه کوي
پاکستان کې مدني ټولنې د ماشومانو د خوندیتوب غوشتنه کوي

د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ او خیر ښېګړې کمېشن یو چارواکي اعجاز محمد خان مشال ریډیو ته وویل د دوی اداره د حکومت د هغو هڅو ملاتړې ده چې د ماشومانو تحفظ یقیني کړي نو ځکه به یې پوره مرسته کوي:

" ایپ خو د مرکزي حکومت لخوا صوبايي حکومتونو سره شریک شوی دی. په دې باندې کار روان دی. دا به د کورنیو چارو څانګه پرمخ وړي. موږ د ماشومانو د حقونو خلاف ورزیو څارنه کوو. که په سړکونو داسې ماشومان وي چې له کورونو تښتېدلی وي، یا خېر غواړي، یا ورک وي او له مختلفو ګواښونو سره مخامخ وي نو هغه ټول معلومات موږ سره وار له مخه په یو ډیټا بیس کې موجود وي. موږ د حکومت برخه یو او دا مو دنده ده، نو په پوره ډول د دې مرسته او ملاتړ کوو. موږ امید لرو چې په دې ایپ سره به د ماشومانو خلاف پېښې په کمېدو کې مرسته وشي."

اعجاز خان وویل، دوی په تېرو پنځو کالو کې د جنسي تېریوی ښکار ۳۰۳ ماشومانو او کورنیو سره یې مرسته کړې ده.

په زینب الرټ ایپ کې دا هم شامله ده چې که یو ماشوم ورک شي او یا یې په اړه څه اطلاع وي نو دغه مالومات به په سوشل میډیا هم خپریږي.

کارپوهان وايي د ایپ په ګډون د ولس پوهاوی، د ماشومانو حقونو لپاره نه یوازې قانون سازي بلکه پر هغې پوره عملدارمد او د حکومت ، مدني ټولنې او میډیا کردار ډېر مهم دې.

XS
SM
MD
LG