د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ وزیر اعظم عمران خان ته نوټس لېږلی


د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه (نن) وزیراعظم عمران خان ته د واکمن تحریک انصاف ګوند د وکیلانو ټولنې انصاف لایرز فورم په غونډه کې د ګډون او د دې غونډې لپاره د ولسي مرستو کارولو په تور نوټس ورلېږلی دی.

د سپريم کورټ د دوه کسيزه ججانو ډلې د پنجاب صوبې د ځمکو د يوې قضيې په اورېدنه کې جسټس قاضي فايز عيسا ويلي، عمران خان د يوه ګوند وزیراعظم نه بلکې د ملک وزيراعظم دی.

نوموړي جج ويلي وزیراعظم څنګه ریاستي وسيلي غلطې کارولی شي دا د بنيادي حقونو سره تړلې خبره ده.

جسټس فايز عيسا ویلي دغه معامله چيف جسټس ته ليږي چې د دې اورېدنې لپاره ځانګړی بنچ جوړ کړي.

وزيراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د واکمن تحریک انصاف وکيلانو [انصاف لايرز فورم] غونډې ته وینا کړې وه.

عدالت د وزیراعظم په غونډه کې د ګډون پر سر د وفاقي حکومت او پنجاب صوبې څارنوالانو ته هم نوټسې استولې دي.

XS
SM
MD
LG