د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار مېرمنو د اوربند غوښتنه وکړه


په دې غونډه کې چې په جلال اباد ښار سربېره په کې د یو شمېر ولسواليو په سلګونو ښځو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې چې په جلال اباد ښار سربېره په کې د یو شمېر ولسواليو په سلګونو ښځو ګډون کړی وو.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست کې په سلګونو ښځو د یوې غونډې په تر سره کولو سره د اوسني جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړی دی.

په غونډه کې شریکو مېرمنو په قطر کې پر افغان مذاکراتي پلاوي غږ وکړ چې داسې سولې ته غاړه کېنږدي چې د ښځو د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې په کې زیانمنې شي.

دوی له افغان دولت او طالب استازو څخه د اوربند غوښتنه هم کوله.

د افغانستان د جمهوري نظام نه د ملاتړ او د ښځو د لاسته راوړنو د خونديتوب دا غونډه د اکتوبر په یوولسمه نېټه د ننګرهار د ښځو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې چې په جلال اباد ښار سربېره په کې د یو شمېر ولسواليو په سلګونو ښځو ګډون کړی وو.

په دې موقع د ننګرهار د ښځو چارو رييسې فتانې عزیز خبریالانو ته وویل: نوموړې وايي: "اتلس کاله ښځو قربانۍ ورکړې، د ټولنې په مختلفو برخو کې باید د دوی حق تر پښو لاندې نه شي، د دوی په حق معامله ونه شي، او نور ملاتړ يې هم شي، چې ښځې پرمختک وکړي او د خپل هيواد په بیا رغونه کې ښه رول ولوبوي."

د زیبا کریمي په نوم يوې نجلۍ مشال راډيو ته وویل، په تېرو کلونو کې ښځو په بېلابېلو برخو کې خپله وړتیا ښودلې او په هره برخه کې لاسته راوړنې لري.

نوموړي هم له افغان دولت او طالب استازو غواړي چې د دوی په لاسته راوړنو هيڅ ډول معامله ونه شي.

دی وویل، "په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، مهمه خبره دا ده چې د ښځو کومې لاسته راوړنې چې دي، هغه که په اقتصادي برخه کې دي، که په ټولنیزو او سیاسي برخو کې دي، په دې باندې باید هيڅ ډول معامله ونه شي. اوس چې دغه ځای ته رارسېدلې، د دې لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې دي. دا باید له منځه لاړې نه شي."

د خاطرې نعمتي په نوم يوې بلې نجلۍ مشال راډيو سره په خبرو کې له طالب استازو او افغان دولت نه وغوښتل چې د سولې لپاره دې ړومبی اوربند وکړي.

هغې وویل، "له دواړو لورو زما غوښتنه دا چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. که اوربند وشي، زموږ لپاره هوسا ژوند برابرېږي. موږ ګورو چې هره ورځ تلفات ورکوو، که طالب مري او که عسکر مري، دواړه افغانان دي او یوه مور پرې ځورېږي. زما غوښتنه دا ده چې اول اوربند وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سپټمبر له ۱۲مې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان دولت او طالب استازو تر منځ د سولې لپاره د خبرو په اجنډا جوړولو بحثونه روان دي خو لا هم نه دي توانېدلي چې هغه اختلافي مسایلو ته حل لاره پیدا کړي چې د سولې لپاره د خبرو اجڼدا جوړوي.

XS
SM
MD
LG