د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي کريکټ لوبغاړی نجیب تره کی خاورو ته وسپارل شو


د نجیب تره کي د جنازې مراسم
د نجیب تره کي د جنازې مراسم

د افغانستان د کریکټ ملي ډلې لوبغاړی نجیب تره کی چې د تېرې جمعې په ورځ په جلال اباد ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپی شوی و، د اکتوبر پر شپږمه سهار وختي ومړ.

د نوموړي د جنازې لمونځ په شېرزي لوبغالی کې ادا او د سرخردو ولسوالۍ هجرت کلي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب تره کي د جنازې په لمانځه کې پر یو شمېر دولتي چارواکو سربېره په سلګونو تنه ځوانانو او د کريکټ مینه والو ګډون کړی و.

د نجیب تره کي د جنازې مراسم
د نجیب تره کي د جنازې مراسم

د هغه د جنازې لمونځ د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په امامت وشو. نوموړي د نجیب تره کي مړینه د افغانستان په کريکټ کې یوه نه جبرانېدونکی ضایعه وبلله.

"د نجیب تره کي کورنۍ او د هغه مینه والو ته تسلیت وایم. له زړه نه پرې خپه یم، پروردګار دې، دی د جنتونو سردار کړي."

د نجیب تره کي د جنازي په مراسمو کې د کريکټ وتلو لوبغاړو ګډون کړی و چې یو هم په کې شهزاد محمدي و. نوموړي مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې کله به په پیج له ده سره ولاړ و، نو په ډاډه زړه به یې لوبه کولای شوه.

"د افغانستان د کريکټ لپاره دا ډېر د غم خبر دی. ځکه نجیب تره کی داسې يو لوبغاړی و چې هغه به ما سره په کريکټ پیج ولاړ و نو زه به ډېر ډاډه وم. ما به ورته ویل چې ته شارټونه وهه، زه درته لوبه کوم. اوس چې زموږ په منځ کې نشته، ډېر خفه یم."

د نجیب تره‌کي د جنازې لمونځ ادا کولو مهال
د نجیب تره‌کي د جنازې لمونځ ادا کولو مهال

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې پخواني غړي کریم صادق له نجيب تره کي سره څو خاطرې له مشال راډيو سره شريکې کړې:

"یو خو مې دا ډېر دردوي چې د خپلو اولادونو مخکې موټر وواهه او بل دا چې هغه باید موږ سره په سپینغر لوبډله کې و، په دې له موږ نه ډېر خفه و. له موږ نه مخکې میس عینک لوبډلې اخیستې و. خپل ولایت سره یې ډېره مینه وه، خپل زون سره يې ډېره مینه وه. ما سره له دېرشو کلونو راهيسې د پاکستان له مهاجرت نه ملګری و. پرون چې کله اکاډیمۍ ته لاړم، په کوم ځای کې به چې موږ دواړه کېناستو، هغه ځای ډېر بد ښکارېدو. د افغانستان کریکټ لپاره لویه ضایع ده."

د کريکټ یو تن مینه راحتګل زیارمل د کريکټ په ډګر کې نجیب تره کی نه تکرارېدونکی لوبغاړی وباله.

"نجیب تره کی د افغانستان د ملي کريکټ لوبډلې پيليز لوبغاړی و. اوپننګ ته به راوتو. تر ډېره پورې به يې خپله ویکټه ساتلې وه. منډې به يې جوړولې. دی چې به کله میدان ته راښکته شو، نو خلکو به زړه پورې تړلی و او داسې به يې انګېرله چې که نجیب تره کی اوټ شي، نو لوبه به له ماتې سره مخ شي. د افغانستان ټيم ډېر پرې تکیه و. په ځوانو ځلېدونکو استعدادونو کې دی ډېر بریدګر توپ وهوونکی و. نجیب بیا نه تکرارېدونکی لوبغاړی و."

نجیب تره کی په ۲۰۱۴ز کال د کريکټ نړیوالو لوبو ته راووت، په ۱۲ شل اوریزه سیالیو کې یې برخه اخیستې وه چې ۲۵۸ منډې يې جوړې کړې وې، ۲۱ څلوریزې او ۱۳ شپږيزې يې وهلې او په یوه لوبه کې يې تر ټولو زیاتې لس کم سل مندې جوړې کړې وې.

نحیب تره کی په ۱۹۹۱ز کال پېښور کچه ګړۍ کېمپ کې پیدا شوی و. پلار يې امان الله نومېږي چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د نغرک کلي و، خو له کډوالۍ وروسته چې وطن راستانه شوي ول، د سره رود ولسوالۍ اړوند هجرت کلي کې مېشته شوي ول.
نجيب تره کی د تېرې جمعې په ورځ د جلال اباد ښار چکنوریو سيمه کې پر داسې مهال موټر وواهه چې له مېرمنې سره يو ځای يې خپل ماشوم زوی ډاکټر ته د درملنې لپاره بوتلی و. نوموړی تر حادثې وروسته بې هوښه شوی چې بیا يې تر مرګه سترګې ونه غړولې.
له نوموړي څخه څلور اولادونه چې دوه یې هلکان او دوه يې جينکۍ دي پاتې شول.

د افغانستان ملي کريکټ لوبغاړی نجیب تره کی خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG