د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن د تحريک مشري ولې مولانا فضل الرحمن ته ورکړه؟


۶۷کلن مولانا فضل الرحمن د سياستوال او ديني عالم مفتي محمود زوی دی چې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې زیږیدلی دی. 
۶۷کلن مولانا فضل الرحمن د سياستوال او ديني عالم مفتي محمود زوی دی چې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې زیږیدلی دی. 

له ګڼو اپوزیشن ګوندونو جوړ، د پاکستان جمهوري تحريک د حکومت سرسخته مخالف، مولانا فضل الرحمن د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.

د اکتوبر په درېيمه د اپوزیشن سياستوالو په آن لاين کنفرنس کې پرېکړه شوې چې مولانا به د تحريک انصاف حکومت خلاف د تحريک د لومړۍ مرحلې مشر وي.

په دې تحريک کې مسلم لیګ (ن)، پيپلز پارټي، عوامي نېشنل ګوند، جماعت علمای اسلام، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، جماعت اسلامي او ځيني نور ګوندونه شامل دي.

دوی پرېکړه کړې چې د وزیراعظم عمران خان حکومت ختمولو لپاره به د احتجاجي جلسو لړۍ د اکتوبر په ۱۱مه له کوټې پيلوي.

د سياسي چارو څيړونکی، محمود جان بابر وايي مولانا فضل الرحمن د يو ديني عالم په توګه کولی شي ډیر احتجاج کوونکي کوڅو ته راوباسي نو ځکه د اپوزیشن له خوا ورته مشري سپارل شوې.

نوموړي د اکتوبر په څلورمه، مشال راډيو ته وويل، "تر ټولو لوی ګوندونه خو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي دي. خو د دوی پلويان د کوڅو د احتجاجونو د سياست سره ډير اشنا نه دي. مولانا فضل الرحمان او ګوند یې جماعت علمای اسلام په دې لړ کې ډير ښه ثابتیدلی شي. جماعت علمای اسلام (ف) په پنجاب کې هم ډېر اثر رسوخ لري او کولی شي په کوټه کې د لومړۍ جلسې لپاره ښه ډير خلک راوباسي چې حکومت ته خپل زور وښيي."

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د سپتمبر په ۲۰مه د پاکستان جمهوري تحريک په نامه د يو چوکاټ‌ او حکومت چپه کولو لپاره د خپل جدودجهد اعلان وکړ.

دوی پر پوځ هم نیوکې کړې چې په سياست کې ګوتې وهي. دې تحريک د ۲۰۱۸ کال ټاکنې له درغليوو ډکې بللې نو ځکه اوسنی حکومت منتخب نه بلکې د امنيتي ځواکونو له ملاتړه برخمن، غوره کړل شوی يا سيليکټيد ګڼي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېشن دغه انتخابات چې تحريک انصاف پکې بریالی شو، شفاف اعلان کړي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ په بيا بيا ويلي‌چې په سياست کې مداخله نه کوي. حکومتي چارواکو هم د خپل دریځ په روښانه کولو سره وايي‌چې د پوځ سره نيزدي اړیکې د جمهوريت به زیان نه بلکې د ملک په خېر دي.

د سياسي چارو څېړونکې ډاکټر منهاس مروت په وينا، تمه وه چې د اپوزیشن تحريک مشري به يا د مسلم ليګ (ن) او يا هم د پيپلز پارټي کوم مشر وکړي.

خو هغې د اکتوبر په ۴مه مشال راډيو ته وويل مولانا فضل الرحمن ځکه مشر شوی چې دی د خپل توند سياست په کولو سره پر حکومت ډېر فشار اچولی شي.

دې وویل، "د نورو سياستوالو په نسبت مولانا فضل الرحمن ډيرې زیاتې جارحانه خبرې کوي. مولانا د نوازشريف او د هغه د لور مريم نواز شريف سره هم له نيزدي ودرېدلی او په سخت وخت کې یې د هغوی ملاتړ کړی نو ځکه پرې نواز شريف باور کوي."

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ، جماعت علمای اسلام (ف) د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې د تحريک انصاف حکومت خلاف د ۱۸ ورځو لپاره دهرنه کړې وه خو د حکومت په ختمولو کې بريالی نه شو.

۶۷کلن مولانا فضل الرحمن د سياستوال او ديني عالم مفتي محمود زوی دی چې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې زیږیدلی. د هغه پلار د پاکستان تر جوړېدو مخکې د انګریزانو د واکمنۍ خلاف اوږده سياسي مبارزه کړې او په ۱۹۷۲ کال کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پاتې شوی وو.

د يوې سياسي او د‌يني کورنۍ له امله مولانا فضل الرحمن د پاکستان په سیاست کې ډير فعاله رول درلودلی دی.

هغه څو ځله د قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی خو د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې بریالی نه شو. الته د هغه ګوند د مذهبي ګوندونو د اتحاد (متحده مجلس عمل) برخه ده چې دا مهال په پارليمان کې ۱۵ سيټونه لري.

د سياسي چارو څيړونکی، ډاکټر محمد تقي د اکتوبر په ۴مه مشال راډيو ته وويل چې د مولانا فضل الرحمن دې سياسي تجربې ته په کتو سره اپوزیشن هغه د خپل تحريک مشر اعلان کړی دی.

ده وویل، "مولانا فضل الرحمن خپل ټول عمر په سياست کې تېر کړی دی. په داسې وخت کې هغه ته د اپوزیشن مشري سپارل فکر کوم يو مستحسن کار دی. دا ګونګوسي هم يو څه وزن لري چې ويل کېږي پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن)‌ ځان ډډې ته کړی او مولانا صیب یې پوځ ته ورمخامخ کړ خو زما په خيال دا وړه خبره ده ځکه چې مسلم ليګ (ن)‌ خو د پوځ پر خلاف خپله بيانيه بيخي واضحه کړې ده. که پيپلز پارټي ته څه ګټه رسېږي نو هغه به هم انفرادي نه بلکې د دې تحريک ګټه وي."

ډاکټر تقي وویل چې که تاريخ ته وګورو نو د مولانا فضل الرحمان پلار، مفتي محمود هم د داسې تحريکونو د کاميابۍ لپاره له ليبرل او قامپرستو سياستوالو سره يو ځای په جيلونو کې وخت تېر کړی دی.

مولانا فضل الرحمن په بيا بيا د خپل سخت دريځ په بیانولو سره، د تحريک انصاف حکومت د پوځي ایسټبليشمنټ لاسپوڅی بللی.

دا هغه تور دی چې پوځ او حکومت دواړه یې بې بنياده بولي. مولانا د دې حکومت د ختمولو لپاره له هرې لارې د کار اخیستو ويلي دي.

هغه د اپوزیشن په ګڼ ګوندیزه غونډه کې اپوزیشن ګوندونو ته وړاندیز کړی وو چې د تحريک انصاف حکومت د ناکامولو لپاره دې له اسمبليانو استعفی ورکړي.

خو نورو ګوندونو د اوس لپاره د احتجاج کولو پرېکړه پر ځای ګڼلې او استعفاوې یې وروستئ لاره ياده کړې.

XS
SM
MD
LG