د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت ـ بلتستان انتخابات د پوځ پر ځای د پولیسو نګرانۍ کې کېږي


د نومبر پر ۱۵مه د ګلګت ـ بلتستان دستورسازې اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېدونکې دي.
د نومبر پر ۱۵مه د ګلګت ـ بلتستان دستورسازې اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېدونکې دي.

د ګلګت بلتستان نګران وزیراعلی میر افضل د اکتوبر پر دوهمه نېټه ویلي، په راروانو ټاکنو کې به د پوځ خدمات نه اخېستل کېږي او د امنیت ساتنه به د پولیسو او نیمه پوځي ځواکونو یا پیراملېټري فورس پر غاړه وي.

نګران وزیراعلی دا هم ویلي چې د هغوی حکومت بې طرفه دی او که د انتخاباتو پر مهال د درغلیو شهادتونه ورته ورسېدل نو هغوی به یې پر ضد جدي پلټنې کوي.

ګلګتـ ـ بلتستان د پاکستان اييني صوبه ده او د ۲۰۰۹ کال راهېسې هلته قانون سازه صوبايي حکومت جوړېږي. تر هغې نېټې وړاندې به یاده سیمه د پاکستان د وفاقي حکومت تر واک لاندې وه.

سږ کال د نومبر پر ۱۵مه په ګلګت ـ بلتستان کې د دستورسازې اسمبلۍ لپاره په ۲۴ څوکیو انتخابات کېږي. وروسته به شپږ مېرمنې او درې ټیکنوکراټان د مخصوصو سیټونو په کوټه اسمبلۍ ته لاره پیدا کوي. د ګلګت ـ بلتستان د ټولو څوکیو شمېره ۳۳ ده.

د اکتوبر پر دوهمه نېټه د یادې صوبې چیف الېکشن کمېشنر راجا شهباز خان ویلي وو چې ټاکنې به خپلواکې او رڼې وي او پر مهال به یې د کورونا وبا نه د بچ کېدو لپاره د روغتیا لازمې سپارښتنې په پام کې نیول کېږي.

د ګلګت بلتستان یو ځايي خبریال شبیر میر د اکتوبر پر دوهمه مشال راډیو ته وویل، د سیمې سیاسي ګوندونو داسې کومه خبره نه ده کړې چې انتخابات دې د پوځ په نګرانۍ کې وشي، یا دې ونه شي.

شبیر میر وايي، د انتخاباتو پر ورځ به وکتل شي چې پوځ بلکل د انتخاباتو د پروسې څارنه نه کوي او که یواځې په ځینو حساسو پولېنګ مرکزونو کې به د امنیت ساتنه کوي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د سېپټمبر پر ۱۹مه، په اسلام اباد کې د یو ټولګوندیزه کانفرانس له لارې غوښتنه کړې وه چې په ملک کې دې بې پرې انتخابات وشي چې پکې د پوځ او استخباراتي ادارې مداخلت نه وي.

XS
SM
MD
LG