د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې دوه افغان سرتېري وژل شوي


چارواکي وايي، بریدګر په تېښته بریالي شوي، خو د امنیتي او کشفي ادارو لخوا د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
چارواکي وايي، بریدګر په تېښته بریالي شوي، خو د امنیتي او کشفي ادارو لخوا د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ سیمه کې د اکتوبر د درېیمې نېټې پر سهار د ملي امنیت مدیر جګړن شهزاده او د هغه یو ساتونکی سرتېری د نامالومو وسله والو په کمین کې ووژل شول.

د خوست یوې امنیتي سرچینې چې نه يې غوښتل، نوم يې خپور شي مشال راډیو ته وویل، چې پېښه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د خوست-ګردیز په عمومي سړک شوې ده.

خوست ښارګوټی
خوست ښارګوټی

سرچینې ویلي، بریدګر په تېښته بریالي شوي، خو د امنیتي او کشفي ادارو لخوا د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی قبول کړی.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کومه سیمه کې چې دا پېښه رامنځته شوې، څو ځلې مخکې هم حکومتي کسان او د امنیتي ادارو ځواکونه پکې په نښه شوي او وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG