د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې زرګونه کیلو ګرامه چاودونکي توکي نیول شوي


چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو دوه تنه د يو ميليون او ۱۰۰ زره جعلې افغانيو سره نیولي هم نيولي دي.
چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو دوه تنه د يو ميليون او ۱۰۰ زره جعلې افغانيو سره نیولي هم نيولي دي.

دغه نيول شوي کسان او چاودونکي توکي د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ننګرهار چارواکو د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنیو استازو ته وښودل.

په دې موقع د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند رسنیو ته وویل، له دغو چاودونکو توکو څخه د بمونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې کار اخیستل کېده.

نوموړی وايي: "د ملي امنيت زړورو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار، بهسودو او خوږياڼو ولسوالیو په مربوطاتو کې مختلف چاودېدونکي توکي پوتاشیم سوډیم او ناټریټ چې ۴۰۲۹ کیلو ګرامه دي، په یوه هینو موټر کې له یو تن سره نیولي دي. د دغو موادو څخه په موټر بم او ځانمرګو واسکټونو کې کار اخيستل کېږي. او همدا راز درې تنه طالب وسله والو له وسلو او نورو مهماتو سره نيول شوي دي."

د دوی په خبره نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته د نورو څېړنو په موخه وسپارل شي.
د دوی په خبره نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته د نورو څېړنو په موخه وسپارل شي.

له نیول شويو وسله والو طالبانو څخه يو تن رسنیو ته وویل چې د طالبانو د تبلیغ پرې اثر کړی، خو اوس په خپلو کړنو پېښمانه دی." حاجي ملا مې نوم دی. د وزیرو د پيره خېلو قریې د شېخانو کلي اوسېدونکی يم. ما به د طالبانو تقریرونه او میسیجونه اورېدل، تاثیرات يې راباندې وکړل، هماغه وو چې زه د طالبانو په لټه د سرخرود ککړک سيمې ته راښکته شوم. ما ته يې ویلی چې تا ته به یو موبایل او چاودونکي توکي درکړو، په وزیرو کې به پرې امنیتي ځواکونه والوزوې، خو د ملي امنیت ځواکونو لاس ته وغورځېدم."

د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو دوه تنه د يو ميليون او سل زره جعلې افغانيو سره نیولي هم نيولي دي.

د ده په خبره نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته د نورو څېړنو په موخه وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG