د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر نجیب د ولسواکۍ پلوي او د افراطیت مخالف وو: خوستي ویناوال


خوستیوال وايي، دوی ډاکټر نجیب سره د ګوندي رابطې پربنسټ نه دي راټول شوي، بلکې د نوموړي له فکر او ویناوو څخه متاثره شوي دي.
خوستیوال وايي، دوی ډاکټر نجیب سره د ګوندي رابطې پربنسټ نه دي راټول شوي، بلکې د نوموړي له فکر او ویناوو څخه متاثره شوي دي.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه یو شمېر ویناوالو د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژنې د ۲۴ تلین په پار جوړه شوې غونډه کې وویل، ډاکټر نجیب الله ولسواکي خوښوله او د سخت دریځۍ مخالف وو.

دوی وویل، نوموړي د خپلې واکمنۍ په اولو وختونو کې یو شمېر هغه مهم ګوندي کسان له ندو ګوښه کړل، چې سخت دریځه وو، خپل مخالف لوري سره يې سوله نه منله او یوازې د حاکم ګوند د واکمنۍ پر دوام يې ټېنګار لاره.

یو شمېر خوستیو ځوانانو چې یاده غونډه يې جوړه کړې وه ویل، دوی ډاکټر نجیب سره د ګوندي رابطې پربنسټ نه دي راټول شوي، بلکې د نوموړي له فکر او ویناوو څخه متاثره شوي دي.

د غونډې ویناوالو وویل، ډاکټر نجیب الله په دې هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره هڅې کولې، خو وخت ورسره یاري ونه کړه او ونه توانید چې د سولې او یو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د خپل مخالف لوري باور لاسته راوړي.

مدني فعال وحیدالله نوابزي مشال راډیو ته وویل، په افغانستان چې کومې سولې ته نن سبا په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي، ډاکټر نجیب الله يې اړتیا درې لسیزې وړاندې درک کړې وه او د هغې لپاره يې خپلې هڅې وکړې، خو چا ورسره مرسته ونه کړه.

د غونډې یو تابیا کوونکي فریدالله قربان وویل دا ځوانان د کوم سیاسي بستګۍ پر بنسټ نه دي راټول شوي، بلکې د ډاکټر نجیب الله ملي فکر څخه په تاثر راټول شوي دي.

د غوندې ګډونوال وايي، ډاکټر نجیب الله په چور، تالان او د ځمکو په غصب کې لاس نه وو
د غوندې ګډونوال وايي، ډاکټر نجیب الله په چور، تالان او د ځمکو په غصب کې لاس نه وو

نوموړي وايي:"د ډاکټر صیب نجیب د تلین د لمانځنې په خاطر ځکه ځوانان راټول دي، چې د ده د ژوند هغه د ښیګڼو برخې چې هغه ملي فکر دی، هېوادپالنه ده او ولس پالنه ده، هغه ژوندی وساتي او ځوانان ژمنه کوي، چې په راتلونکې کې به هم دی لمانځي او فکر به يې پالي."

خوستی ځوان حبیب کامران وايي، نن سبا تر ټولو مهمه اړتیا د افغانانو یووالی دی، د سولې سیاسي پروسه چې اوس روانه ده، دې پروسې لپاره ډاکټر نجیب الله درې لسیزې وړاندې هڅې پیل کړې وې، نو اوس د نوموړي حق جوړېږي، چې د قربانیو قدر يې وشي.

د تلین د لمانځنې یو بل ګډونوال حاجي محمد کمین انوري وویل، ډاکټر نجیب الله يې په دې خوښ دی، چې په چور، تالان او د ځمکو په غصب کې يې لاس نه وو.

دی وايي، له نجیب سره د نوي نسل د اشتراک ټکی له وطن سره د هغه مینه وه، خلک يې مخکینی ویناوې اوري او د دې هېواد د سیاسي برخلیک په اړه کومې وړاندوینې چې هغه کړې وې، تر ډېره رښتیا ثابتې شوې دي.

د یادونې وړ ده، ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د شوروي پلوه نظام څلورم یا وروستی جمهور رييس وه، که څه هم یو شمېر افغانان او ډلې تر ولسمشری مخکې د خاد یا اسخباراتو په عمومي ریاست کې د ډاکټر نجیب الله پر دندې نیوکې کوي، خو په ټوله کې د سولې لپاره د ده هڅې ستايي.

ډاکټر نجیب الله او ورور يې۲۴ کاله وړاندې د میزان په پنځمه طالبانو پر کابل د خپلې واکمنۍ په لومړني سهار د ملګرو ملتونو له دفتره په زور راویست، ويې واژه او د کابل په اریانا څلور لارې کې يې د ده له ورور شاپور احمدزي سره یو ځای په عام محضر کې وځړاوه.

ډاکټر نجیب الله او ورور يې څنګ په څنګ د پکتیا په میلن کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خښ شوي دي.

XS
SM
MD
LG