د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرو وژله خو خدای ځلوله


شمسیه په یوه غریبه کورنۍ کې پیدا شوې، پلار یې د ډبرو سکرو په کان کې ګاریګر دی.
شمسیه په یوه غریبه کورنۍ کې پیدا شوې، پلار یې د ډبرو سکرو په کان کې ګاریګر دی.

شمسیه چې دوه کاله وړاندې په کابل کې پر "مرعود ښوونېز مرکز" د داعش له بریده ژوندۍ وتلې وه، د ۲۰۲۰ کال په کانکور ازموینه کې په لومړۍ درجه بریالۍ شوې ده.

د هغې بریا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پام وراړولی او په سلګونو کسانو د مبارکۍ تر څنګ په تعلیمي ډګر کې د هغې زیار او مېړانه ستایلې، ځینو يې انځورونه نقاشي کړي او ځینو يې تصویرونه په خپل پروفایل لګولي دي.

شمسیه په یوه غریبه کورنۍ کې پیدا شوې، پلار یې د ډبرو سکرو په کان کې کاریګر دی.

۱۸ کلنه شمسیه علیزاده په کابل کې له یوه حکومتي ښوونځي څخه فارغه شوې او د ۲۰۲۰ز کال په کانکور ازموینه کې یې د ټول هيواد په کچه په لوړو نومرو طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

نوموړې ته په ټولنیزو شبکو او په ځانګړې ډول فیسبوک په سلګونو کسانو د مبارکيو د پېغامونو تر څنګ په تعلیمي ډګر کې د هغې زیار ستایلی او هغه يې د ټول ملک ویاړ ګڼلې ده.

ټولنیز فعال اسدالله ښالېز د فېسبوک په پروفایل د شمسیې تصویر راځړولی.

نوموړي د هغې د بریالیتوب په اړه مشال راډيو ته وویل: "شمسیه د روښانه افغانستان پېغام دی. شمسیه د دغه وطن د هغه خوار غریب ټبر څخه ده په دغسې جنګي شرایطو کې یې نوم وځلولو. که تاسو د هغې مصاحبه اورېدلې وي، هغه وايي چې زه څلور ساعته خوب کوم او شل ساعته درس وایم، کورسونو ته ځم، خواري کوم، زحمت وباسم تر څو د سبا د روښانه او ابادې افغاني ټولنې يوه غړې و اوسم چې د وسې مې پوره وي چې نورو ته خدمت وشم کولای. د دغسې ژونديو اتلانو په ویاړ مې د دې تصوير پر خپل پروفایل لګولی."

وتلی انځورګر حمد الله ارباب چې د ګڼو نورو ټولنېزو فعالیتونو تر څنګ په فېسبوک پاڼه لور تحریک چلوي، د شمسیې انځورونه نقاشي کړي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، هر هغه څوک چې د سیالۍ په میدان کې ښه وځلېږي، او یا يې خلکو ته ښه خدمت کړی وي، دې يې انځور جوړوي. نوموړی وړاندې وايي: "شمسیه خور چې ده، هغه زموږ د نجونو لپاره د الګو او رول ماډل حیثیت لري. هغه د داسې يو پلار لور ده چې د زغالو په کان کې يې په سکرو لاسونه تور وي، زحمت وباسي چې اولاد يې تعلیم وکړي. د دې انځور جوړول تر نورو انځورونو په هر لحاظ زما لپاره ضروري و او پېغام مې ترې دا دی چې هغه پلرونه چې خپلې لوڼې کمزورې ګڼي، هغوی ته د تعلیم امکانات برابر کړي."

شمسیه ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټېلېقوني مبارکي ورکړې ده.
شمسیه ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټېلېقوني مبارکي ورکړې ده.

شمسیه علیزاده د افغانستان د هزاره توکم سره تعلق لري، مورنۍ ژبه يې هزاره ګي او په دري ژبه يې زده کړي کړې، خو نوموړې په ټولنیزو شبکو په پښتو ژبه په یوه ويډيوي پېغام کې ویلي چې ۲۰ ساعته يې په ښوونځي، کورسونو او کور کې درس ویلی دی او هیله یې لرله چې د خپلې خوښې مسلک طب ته بریالۍ شي.

نوموړې زیاتوي چې طب يې ځکه خوښ کړی چې د انسانیت خدمت وکړي. هغه په نورو نجونو هم غږ کوي چې کلک هوډ يې د بریاليتوب تر پوړه رسولی شي.

شمسیې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټېلېقوني مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دري ژبه د مبارکۍ د پېغام تر څنګ شمسیه او نورې هغه ځوانې نجونې او هلکان چې په سږني کانکور ازموینه کې بریالي شوي، د راتلونکي غوړېدلي افغانستان د زیري په نامه یاد کړي دي.

د افغانستان د چارو ادارې لوی رييس فضل محمود فضلي په خپله فېسبوک پاڼه د شمسیې په اړه لیکلي چې په یوه برخه کې يې راغلي دي:" د نېکمرغۍ ځای دی چې پر موعود ښوونیز مرکز د تروریستي برید پر مهال شمسیه روغه پاتې شوې. هغه برید چې په لسګونه زده کوونکي په کې شهیدان او ټپیان شوي ول. د دومره روحي ضربې وروسته هم شمسیې خپل تعلیمي سفر ته دوام ورکړ. د شمسیې مقاومت او د خپلو هیلو لپاره زیار ګالل موږ ته د یوه بسیا افغانستان زیری راکوي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت څخه د خپرو شويو معلوماتو په اساس د ۲۰۲۰ز کال کې د ۶۶۰۹۵ تنو څخه د کانکور ازموینه اخيستل شوې چې ۴۳۸۷۵ نارینه او ۲۲۲۲۰ يې ښځینه وې.

د دوی له ډلې ۱۵۲۶۹ تنه بریالي شوي چې ۸۱۰۵ يې نارینه او ۷۱۶۴ يې ښځینه دي.

XS
SM
MD
LG