د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د دوایانو بیې لوړې شوې


په پاکستان کې د ځینو دوایانو په قیمتونو کې د ۲۶۲ فیصده زیاتوالي راغلی.

د پاکستان وفاقي حکومت د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ځینو دوایانو په قیمتونو کې د ۲۶۲ فیصده زیاتوالي منظوري ورکړه.

په دغو نږدو ۱۰۰ دوایانو کې زیاتره ژوند بچ کوونکي دوایانې چې (لایف سېونګ میډیسنز) ورته وایي هم شاملې دي.

په پېښور کې د ابراهیم میډیکل سټور په نوم د دوایانو کاروبار کونکي محمد زبېر د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د دوایانو په قیمتونو کې د تازه زیاتوالي په اړه به ورته پوره لېسټ د دوایانو مختلفې کمپنیانې په راروانو ورځو کې ورکوي.

خو نوموړي وایي، په موجوده لېسټ کې د تبې، ټوخې، سر درد، یو شمېر اينټي بیاټېکس، د زړه د ناروغیو، شوګر، د وینې د لوړ فشار لپاره او داسې نورې دوایانې شاملې دي.

هغه وايي: "د مثال په توګه د پېناډال (سي اېف) د یو پېکټ بیه تېر کال ۲۲۰ روپۍ وه، سږ کال یې قیمت ۳۲۰ روپیو ته ورسېد، او اوس به په دویم وار لا زیات شي. داسې (رېنیل فورټ) تېرکال یې ۴۶۰ روپۍ قیمت وو، اوس به ۵۶۰ روپۍ شي. داسې پېناډال شربت تېر کال یې بېعه ۶۰ روپۍ وه، سږ کال یې قیمت ۸۳ روپۍ شو"

محمد زبېر وایي، دا به په ۲۰۲۰ز کال کې دویم وار وي چې حکومت به د دوایانو په قیمتونو کې زیاتوالی کوي.

په دغو دوایانو کې ۶۸ د ملکي کمپنیانو او ۲۶ د نړیوالو کمینیانو جوړې شوې دوایانې دي.

د وزیراعظم عمران خان د روغتيايي چارو سلاکار ډاکټر فېصل سلطان د سېپټېمبر پر ۲۳مه په اسلام اباد کې په یو خبري کنفرنس کې وویل، د دغو ۹۴ ژوند بچ کوونکیو دوایانو په قیمتونو کې په تېرو ۱۰ کالو کې اضافه نه وه شوې، ډېرو ملکي او نړیوالو کمپینیانو یې جوړول کم کړل نو ځکه دوی مجبوره شول چې سږ کال د دوایانو قیمتونه لوړ کړي.

په پېښور کې د خیبر میډیکوز په نوم د دوایانو یو کاروبار کوونکي خلیل خان مشال راډیو ته وویل چې دا وخت په مارکیټ کې د ګڼو دوایانو کموالی راغلی دی.

خلیل خان وایي:"ډېرې دوایانې دي چې دا وخت په مارکیټ کې نه شته، او یا ټولو ناروغانو ته نه رسېږي. د دې وجه دا ده چې کمپنیانو یې جوړول او مارکیټ ته لیږل کم کړي دي. لکه دې کې د دماغي ناروغیو دوایانې (زینېکس) ګولۍ، دا شان (رواټرل) ګولۍ چې د میرګي ناروغۍ کې استعمالېږي او د ماشومانو لپاره پکې رېواټرل قطرې راځي هغه هم نن سبا په مارکیټ کې نه شته"

په پېښور کې د مولر اینډ فېپس په نوم د دوایانو تقسیمونکي (ډسټریبیوټرز)کمپنۍ یو کارکونکي محمد اصف د سېټېمبر پر ۲۵ مشال راډیو ته وویل، د ژوند بچ کونکیو دوایانو په قیمتونو کې پخوا زیاتوالی نه وو شوی نو ځکه حکومت دا ګام پورته کړ.

نوموړی وايي:"په دې کې زیاتره د ملیریا، سردرد او تبې دوایانې دي، بیا د زړونو د ناروغو دوایانې هم پکې دي، په دې کې زیاتره هغه دوایانې دي چې په تېرو ۱۰ کالونو کې یې قیموتونه په ځای ولاړ وو. موږ زیاتره د ملټي نېشنل دوایانو مارکیټ ته د راوړلو کار کوو."

د مردان ضلعې د دوایانو په دوکان کې ولاړ یو تن سجاد خان مشال راډیو ته وویل، حکومت د دوایانو قیمتونه په داسې حالاتو کې زیات کړل چې عام ولس له وړاندې کورونا وایرس ځپلی دی.

سجاد خان وایي، خلک روزګار نه لري او حکومت په هر څیز ټېکسونه لګوي او اوس یې دوایانې هم ګرانې کړې.

د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسبملۍ کې د عوامي نېشنل ګوند او د صوبایي اسبملۍ د صحت د کمېټۍ غړي وقار احمد خان د سېپټېمبر پر ۲۵ مشال راډیو ته وویل، د کورونا وایرس په وبایي صورتحال کې د دوایانو قیمتونو لوړوالي مخالفت کوي.

نوموړي وایي، ده په اسمبلۍ کې یو قرارداد هم وړاندې کړ چې پکې به له صوبایي حکومته د ضروري دوایانو په قیمتونو کې زیاتوالي نه کولو غوښتنه کوي.

خو دا واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند د صوبایي اسمبلۍ او د صحت کمیټۍ غړي محمد عاطف د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، که چېرته د دوایانو قیمتونه په تېرو ۱۰ یا ۱۵ کالونو کې نه وي زیات شوي نو ممکنه ده چې حکومت مجبوره وي چې دغه اضافه وکړي.

نوموړی وایي، د ده د مالوماتو له مخې اوس چونکې د ډالرو بیه هم لوړه شوې ده، ډېرو نړېوالو کمپینیانو ځکه هم د ځینو دوایانو جوړول کم یا بند کړل چې قیمتونه یې په پاکستان کې په ځای ولاړ دي، او په دغو دوایانو کې استعمالېدونکي شیانو قیمتونه لوړ شوي دي، خو حکومت به یې کوښښ کوي چې په مارکیټ کې د ضروري دوایانو موجودګي یقیني کړي.

بلخوا د دوایانو ځینې کاروبار کونکي وایي، باید حکومت د قیمتونو لوړوالي پر ځای په مارکیټ کې د دوایانو موجودګي د یقیني کولو او په غېر قانوني توګه یې د ذخیره کولو مسلې ته زیات پام وکړي.

XS
SM
MD
LG