د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې افغان کلتوري ورځ ولمانځل شوه


ننګرهار: د افغان کلتوري ورځې لمانځلو پر مهال یوې نجلۍ خپلې ملي جامې اغوستې. ۲۰۲۰، ۲۲ سېپټېمبر
ننګرهار: د افغان کلتوري ورځې لمانځلو پر مهال یوې نجلۍ خپلې ملي جامې اغوستې. ۲۰۲۰، ۲۲ سېپټېمبر

د افغانستان په ننګرهار کې د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ملتور ورځ د باچا خان کمپلکس په انګړ کې ولمانځله چې پکې د پښتنو او په تېره د ختیزو برخو ګڼې کلتوري نندارې وړاندې شوې وې.

یوشمېر ښځو او نجونو افغان ګنډ کمیسونه اغوستي ول. چمبې یې وهلې، په مېچنه یې غنم وړول. له مستو یې شړومبي اېستلې او ځوانانو لونګۍ تړلې وې. ښکلا سادات او قسیم خان وايي خپلې خویندې او وروڼه چې په خپلو کلتوري جامو کې ویني نو خوښي احساسوي.

په انګړ کې د خوسي لوبه وشوه، غېږي یا پهلواني او ملي اتڼونه کېدل. د پښتنو د کوچي ژوند اډانه اوښ او کېږدۍ هم نندارې ته راوړل شوي ول.

په دې موقع د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحيم الله خوږياڼي مشال راډيو ته وویل، له اوږدو کلونو ځنډ وروسته د افغان کلتور ملي ورځ په دې خاطر لمانځي چې ځوان نسل له خپلو کلتوري ارزښتونو خبر کړي.

د ذکر وړ ده چې د تلي د میاشتې لومړۍ نېټه چې د سپټمبر له دوه ویشتمې نېټې سره برابره وه، لسيزې وړاندې د افغان کلتور له ورځ سره نومول شوې وه چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنې تر وروستي کال پورې په افغانستان کې دا ورځ د ګڼو کلتوري ارزښتونو سره لمانځل کېدله، خو له ۱۹۹۲ زکال وروسته د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست افغان کلتور ورځ په لومړي ځل ولمانځله. د دغه ریاست چارواکي وايي چې هر کال به دا ورځ لمانځي.

XS
SM
MD
LG