د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنسي تېري مخنيوي لپاره قامي اسمبلۍ ته بیل راوړل کېږي


د پارليماني چارو لپاره د پاکستان وزيراعظم سلاکار ډاکټر بابر اعوان د سېپټمبر پر ۲۱مه رسنيو ته ويلي، عمران خان پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري مجرمانو لپاره د سختو سزاګانو غښتونکی دی او هم دا وجه ده چې حکومت به د قامي اسمبلۍ راتلونکې غونډې ته يوه نوې قانوني مسوده د بحث او منظورۍ لپاره واندې کوي.

دا له هغې وروسته ده چې د سېبټمبر پر نهمه د پنجاب په ګوجر پورې سيمه کې د شپې مهال پر لوی سرک دوو کسانو پر يوه ښځه د هغې د بچيانو مخې ته جنسي تېری وکړ.

دې پېښې د پاکستانيو وګړو غوسه وپاروله او د هېواد په بېلا بېلو برخه کې احتجاجي مظاهرې وشوې.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د سېپټمبر پر ۱۶مه د هېواد د پارليمان ګډې غونډې ته د خپلې وينا په پيل کې د پنجاب له يوې ښځې سره د شوي زياتي پېښه ياده کړه او و يې ويل چې حکومت به يې ژر له اسمبلۍ د يوه قانون په منظورولو د ښځو او ماشومانو تحفظ يقيني کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند يو غړي اقبال اپريدي د سېپټمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، حکومت به پوره هڅه وکړي چې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري مجرمانو لپاره له اسمبلۍ د عبرتناکې سزا يو نوی قانون منظور کړي.

''زموږ د بل هدف د خپلو خوېندو او مياندو د ژوند او عزت خونديتوب دی. د جنسي تېريو مرتکبين به نامرده کول کېږي. له دې سزا په عبرت اخيستو به يو څوک پر ښځه له جنسي تيري ډډه کوي. حکومت د دې مسالې د حل لپاره يو سخت قانون راوړي. زه ډاډه يم چې پارليمان به دا قانون منظور کړي او ورسره به په هېواد کې د جنسي تېري پېښې ډېرې کمې شي.''

خو په پېښور کې د ښځو حقونو له ادارې “عورت فاونډيشن” سره کارکوونکی عاصم ملک وايي، په پاکستان کې وار له مخه پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري د سزاګانو قوانين موجود دي، خو د ده په خبره چې د هغو په عملي کولو کې ځينې نيمګړتياوې دي او بايد چې په پارليمان کې ناست ګوندونه پام ورته وکړي.

''په پاکستان کې په ۲۰۱۶ز کال کې د جنسي تيري پر ضد يو قانون جوړ شو چې هغه په صوبو کې هم عملي کېږي. په هغه قانون کې د مرګ د سزا ترڅنګ د عمر قيد او جرمانې هغه هم شته. خو له بده مرغه د دې هر څه باوجو موږ په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري پېښو شاهدان يو. سياسي ګوندونو ته پکار دي چې وخت په وخت پر دې قوانينو نظر اچوي. بنيادي ستونزې د پېښې پوليسو ته د رپورټ کولو، د هغې د پلټنو او د شهادتونو غونډولو په چارو کې مخې ته راځي، او دا بايد حل شي.''

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو يوه فعاله ثمر من الله بيا وايي، د جنسي تيري مجرمانو لپاره د سزا د نويو قوانينو جوړولو پر ځای بايد پر رياستي ادارو او ټولنه کار وشي چې ښځو پلو د وکړو په سوچ کې مثبت بدلن راشي.

دا په تېره د پنجاب د پوليسو د مشر خبرې ته اشاره کوي چې په ګوجر پوره کې پر ښځې تر جنسي تيري پېښې وروسته يې ويلي وو چې هغه بايد د شپې مهال چې په موټر کې يې تېل هم کم وو، بهر نه وای وتلې.

''که موږ ريښتيا غواړو چې د ښځو ژوند مو ښه شي نو پر هره کچه به د خلکو په سوچ کې بدلون راوستل وي. دا کار به موږ له خپلو کورونو پيلوو او تر هغې وروسته به يې جماتونو او سکولونو ته غځوو. هغه افسران چې د رياست استازيتوب کوي او غلط بياني وکړي، حکومت بايد پرېکون ورسره اعلان کړي. که داسې نه وه نو سبا ته به يو بل چا هم پر يوه ښځه جنسي تېری کړی وي او تياره بهانه به ورسره وي چې هغه ولې د شپې له کوره بهر وتلې وه او يا ولې يې په ګاډي کې پټرول ختم شوي ول؟''

پاکستانيو رسنيو د سېپټمبر پر ۲۲مه خبر ورکړ چې د پنجاب د ګوجرانوالې پوليسو د يوې ۲۳ کلنې مېرمنې پر شکايت د پوليسو د يو اسېسټنټ سب اېنسپېکټر پر ضد پر هغې د جنسي تيري مقدمه درج کړې.

د عورت فاونډيشن عاصم ملک وايي، د ښځو د حقونو تنظيمونو د کار له وجې په ټولنه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او د مخکې پرتله پوليسو او ميډيا ته د جنسي تيري زياتې پېښې رپورټ کېږي.

XS
SM
MD
LG