د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د زده کوونکو ترمنځ د ستورپوهنې سیالیو پایلې اعلان شوې


چارواکي  وايي، تر دې وروسته به د دې ښوونځیو زده کوونکي له دې وسایلو په استفادې خپلو منځو کې ساینسي مناظرې او درسي سیالۍ کوي.
چارواکي  وايي، تر دې وروسته به د دې ښوونځیو زده کوونکي له دې وسایلو په استفادې خپلو منځو کې ساینسي مناظرې او درسي سیالۍ کوي.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د خوست یو شمېر هغو ښوونځیو ته چې زده کوونکو يې د ستورپوهنې په اړه ښې مقالې لیکلې وې او بریالي اعلان شوي ول، انعکاسي تلسکوپونه ورکړل شول.

د خوست پوهنې ریاست چارواکي وايي، یادې سیالۍ له ۱۵ ورځو راهیسې د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ روانې وې.

بل لوري ته د افغان ستور پيژندنې د علمي ټولنې مسوولین چې یادې سیالۍ يې پرمخ بیولې وايي، د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د ساینس فرهنګ وده او د ساینسي او انتقادي تفکر د ترویج لپاره د ستور پيژندنې د کلپونو جوړول دي.

په خوست کې د زده کوونکو تر منځ د ستورپوهنې په اړه د مقاله لیکنې د سیالیو په اول پړاو کې د اتو لیسو زده کوونکي بریالي اعلان شول، چې یادو لیسو ته د افغان ستور پېژندنې د علمي ټولنې لخوا انعکاسي تلسکوپونه او سل-سل جلده کتابونه ورکړل شول.

دوی وايي، له افغانانو سره هم باید د نورې نړۍ د خلکو په شان د طبعیت او نورو سیارو په اړه د تحقیق فکر پیدا شي.
دوی وايي، له افغانانو سره هم باید د نورې نړۍ د خلکو په شان د طبعیت او نورو سیارو په اړه د تحقیق فکر پیدا شي.

چارواکي وايي، تر دې وروسته به د دې ښوونځیو زده کوونکي له دې وسایلو په استفادې خپلو منځو کې ساینسي مناظرې او درسي سیالۍ کوي.

د خوست پوهنې رئیس نصیراحمد روښان مشال راډيو ته د یادو الو د وېش په اړه وویل، په اوسني عصر کې تر هر څه زیات افغان زده کوونکي او د دې هېواد ښوونیز سیستم پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه، دوی به د زده کوونکو د زده کړو لپاره د مناسب چاپيریال او هغو توکو د تابیا په خاطر هڅې روانې وساتي، چې د ښوونیز بهیر د کیفیت له لوړولو سره مرسته کوي.

د افغان ستور پېژندنې د ټولنې یو غړی فهیم سپین غر ددې تلسکوپونو د اړتیا او ځانګړنو په اړه وايي: "موږ او تاسې پوهیږو، چې طبعي علوم په مشاهده استوار علوم دي، د مشاهدې لپاره موږ وسایلو ته اړتیا لرو، کله چې موږ سر اسمان لوري ته پورته کوو، نو په سترګو نشو کولی چې ځینې اسماني اجرام موږ ووینو، نو ضرورت پيښيږي، چې تلسکوپ په شان له یوې الې موږ کار واخلو، پدې کولی شو یو څه واضح او دقیق وګورو."

د چارواکو په وینا له خوست مخکې په کندهار، ارزګان، هرات او کابل کې هم په همدې شمېر د ستورپوهنې کلپونه جوړ شوي، چې کرار-کرار به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جوړ شي.
د چارواکو په وینا له خوست مخکې په کندهار، ارزګان، هرات او کابل کې هم په همدې شمېر د ستورپوهنې کلپونه جوړ شوي، چې کرار-کرار به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جوړ شي.

بل لوري ته هغه زده کوونکي چې د ستور پوهنې د سیالیو ګټونکي اعلان شول وايي، له افغانانو سره هم باید د نورې نړۍ د خلکو په شان د طبعیت او نورو سیارو په اړه د تحقیق فکر پیدا شي.

د بي بي خدیجې لیسې دوې تنې زده کوونکې نبیله او حلیمه چې د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ يې په درسي سیالۍ کوم لومړی ځای خپل وايي، لکه د نورې نړۍ خلک چې له ځمکې لیرې سیارو ته تللي، په همدې توګه افغانانو سره دا هم فکر پیدا شي.

عابدالله درمان چې د الفتح د مرکزي لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی هغه هم وايي، نړیوال پدې بوخت دي، چې د ستورو په برخه کې نوې موندنې وکړي، هلته د اوسیدو لارې چارې پیدا کړي، خو زموږ خلک تر اوسه په ناخوالو کې ایسار پاتې دي.

ده له هغو زده کوونکو چې ټولنیزې شبکې کاروي وغوښتل، چې د انټرنیټ څخه د ساعتیری پر ځای د ستورو په اړه نور مالومات سرچ کړي او په دې برخه کې خپل مالومات زیات کړي.

د چارواکو په وینا له خوست مخکې په کندهار، ارزګان، هرات او کابل کې هم په همدې شمېر د ستورپوهنې کلپونه جوړ شوي، چې کرار-کرار به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جوړ شي.

خوست څه د پاسه درې نیم لکه زده کوونکي لري، چې درېیمه برخه يې نجونې دي.

د ستور پوهنې د سیالیو لپاره د جوړې شوې غونډې په منځ-منځ کې زده کوونکو ځینې حماسي او د پوهنې په اړه چمتو شوې ترانې هم ګډونوالو ته وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG