د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سايي کمال خان شېراڼي پر ژوند او مبارزې یو بل کتاب چاپ شو


داوود مومند د سايي کمال خان شیراني سره نږدې پاتې شوی او وايي، په کتاب کې یې د سايي په اړه ټول اړین مواد شامل کړي دي.
داوود مومند د سايي کمال خان شیراني سره نږدې پاتې شوی او وايي، په کتاب کې یې د سايي په اړه ټول اړین مواد شامل کړي دي.

د بلوچستان د پښتون سیاسي او ادبي شخصیت سايي کمال خان شېراڼي پر ژوند او کار په روانه میاشت کې یو کتاب له چاپه راووت چې لیکوال یې داوود مومند دی.

په دې کتاب کې د ارواښاد شېراڼي د ژوند بیلابېلو پړاوونو، د هغه مبارزې، لاس ته راوړنو او ستونزو ته کتنه شوې ده.

داوود مومند چې نیکونه یې کابو ۱۰۰ کاله وړاندې له مومندو ژوب ته کډه شوي او د هغه په وینا اوس هغوی ځان ته ژوبیان وايي، د ۲۰۲۰ کال په سېپټمبر کې د سايي کمال خان شېراڼي پر ژوند او مبارزې یو کتاب هم چاپ کړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، په یوې پاکستانۍ ورځپاڼه کې د سايي کمال خان په اړه د ناسمو معلوماتو خپرېدو هغه اړ کړ چې مخې ته راشي او په دې اړه مستند معلومات په کتابي بڼه خپاره کړي.

داوود مومند وايي، یوې اردو ژبې ورځپانې کې یې یو ورځ ولوستل چې لیکلي یې وو، سايي کمال خان شېراڼی د بلوچستان بلوڅ قامي مشر تېر شوی. هغه وايي، دې خبرې خواشینی کړ چې ولې د پښتنو یو مشر یو بل قام ته منسوبېږي؟ او همدا وه چې د دې کتاب د لیکلو لپاره یې کار پیل کړ. نوموړي تر دې وړاندې په نثر کې کتابونه نه دي لیکلي او یواځې یې شاعري کړې ده خو د نثر پیل یې د یو غوره کتاب په وړاندې کولو سره کړی دی.

لیکوال پر دې موضوع د کتاب لیکلو یو بل لامل دا هم ښايي چې د هغوی د سیمې ځوان کهول چې د عصري زده کړو لپاره مرکز اسلام اباد او یا هم پنجاب یا سېند صوبې ته ځي نو د نوموړي په وینا د خپلو مشاهېرو په اړه د پاکستان په نصاب یا رسنیو کې څه نه ویني نو بیلابېلې پوښتنې یې ذهن ته راځي چې ځواب غواړي او د هماغو پوښتنو د ځوابولو لپاره لیکوال دا ګام پورته کړی دی.

د سايي کمال خان شیراني دا انځور د هغه لمسۍ لېمې شیراني کښلی دی.
د سايي کمال خان شیراني دا انځور د هغه لمسۍ لېمې شیراني کښلی دی.

سايي کمال خان د ۱۹۲۴ کال د جنورۍ پر درېیمه په ژوب کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ اېښودونکو څخه دی، خو تر هغې وړاندې یې هم د سیاسي او مدني فعال په توګه کار کړی دی. د هغه نږدې ملګری ډاکټر شاه محمد مري وايي، سايي کمال خان شیرانی یو بې جوړې شخصیت و.

"هغه یو منفرد او جلا اسان و. کمال خان بې لالچه او بې طمعې سیاسي خدمت کولو او ځان خوښی نه و، د قام لپاره یې مبارزه کوله."

د نوموړي په وینا سايي د حق خبرې کولو جرات درلودلو او څه چې به یې په زړه کې وو، هغه به یې په خوله کې هم وو. هغه وايي، کمال خان شیرانی یواځې تعلیم یافته کس نه و، بلکې مفکر و، شپه او ورځ یې د قام د ښېګړې او ښې ورځې لپاره فکرونه کول او لارې یې لټولې.

ډاکټر شاه محمد مري د سايي کمال خان د تحصیلاتو او مطالعې یادونه وکړه. نوموړي د ژوب او کوټې ترڅنګ په پېښور اسلامیه کالج کې هم زده کړې کړې وې. هغه د ورځپاڼو، مجلو او کتابونو د لوستو سخت مینه وال وو. د شاه محمد مري په وینا سايي به د بېلابېلو ژبو کتابونه لوستل او لوی لوی کتابونه به یې په یو او دوو ورځو کې ختمول.

"دا سړی په کتابونو ورک مین و، کتاب که به په لندن کې چاپ شوی و او که پېښور کې، خو ده باید لوستلی وای. مطالعه یې ډېره زیاته کوله."

ویل کېږي، نوموړي چې په کتابونو کې څه لوستل نو هغه به یې پر خپلو پلویانو او ملګرو هم پېرزو کول او د هغوی فکري روزنه یې کوله.

دا هم وګورئ:

ډاکټر شاه محمد مري وايي، هغه پخپله نېغ په نېغه د سايي کمال خان شېراڼي او د هغه د تحریک د نږدې ملګرو ډاکټر خدایداد، عبدالله جان جمالدیني او بهادرخان بنګلزۍ پلوي، شاګرد او ملګری پاتې شوی دی. همدې مینې هغه اړ کړی چې پر ځینو یې کتابونه هم ولیکي:

"په بنیادي توګه زه یو لیکوال یم، بیوګرافیانې لیکم. ما پر څلورو واړو مشرانو د کتابونو لیکلو هوډ کړی، تر اوسه مې د عبدالله جان جمالدیني،ډاکټر خدایداد او سايي کمال خان پر ژوند کتابونه لیکلي، څلورم کتاب چې لا پاتې دی چې د بهادر خان بنګلزي پر ژوند او کار به یې لیکم."

نوموړی وايي، پر دې خوشاله دی چې له هغه وروسته زلمی داوود مومند د سايي کمال خان شیراني پر ژوند او مبارزې کتاب لیکي او د هغه د ژوند نورې دریڅې هم پرانیزي.

د سايي کمال خان شېراڼي زوی رشتینمل شېراڼی وايي، پلار یې د قام په مبارزه بوخت و نو هغوی ته یې زیات وخت نشو ورکولی. نوموړی خوشاله دی چې د پلار پر ژوند او کار یې یو بل کتاب هم ولیکل شو او چاپ شو. هغه وايي:

"هغه به اکثر په کور نه و، د سیاسي هلو ځلو لپاره به له موږ نه لرې و، خو چې موږ سره یې څومره وخت هم تېر کړی نو زه ویلی شم چې هغه یو بهترین پلار و. داوود مومند له ډېر وړوکوالي راهېسې زما د بابا سره نږدې پاتې شوی، له هغه سره یې ناسته پاسته وه، تګ راتګ به یې کاوه. د دې کتاب په اړه یې زه دومره ویلی شم چې دا د سايي بابا ژوند لیک دی، داود صاب پرې ډېره خواري کړې ده."

داوود مومند وايي هڅه یې کړې ده چې په خپل کتاب کې د یاد مشر په اړه جامع معلومات لوستونکیو ته وړاندې کړي:

"ما په دې کتاب کې د سايي په اړه ټول معلومات راغونډ کړي دي. دی له کومو غرونو، کومو خلکو دی راوتلی، څنګه یې درس ویلي، څنګه په دې توانیدلی چې د پېښور یونیورسټۍ نه ګولډ میډل وګټي؟ دا هرڅه معلومات په کتاب کې شته."

نوموړی وايي، د سايي کمال خان شېراڼي د نوکرۍ او مبارزې په اړه یې هم ډېر ګټور معلومات په کتاب کې وړاندې کړې دي.

په کوټه کې مېشت د ژوب لیکوال، استاد او شنونکی میر حسن اتل د داوود مومند چاپ شوی کتاب ګټور بولي خو وايي، لیکوال کولی شول تر دې هم وړاندې لاړ شي او لا نورې نوې خبرې ولس ته وړاندې کړي. اتل وړاندې وايي، له لیکواله یې تمه تر دې ډېره وه، خو هغه په کتاب کې چې کوم مطالب لوستلي، د هغه په وینا هماغه دي چې تر دې وړاندې په نورو کتابونو کې هم چاپ شوي دي. خو نوموړی د داوود مومند ځیني کارونه ستايي هم او وايي:

"ځیني شیان مې نوي هم ولیدل، لکه د سايي سره په انټرویو کې ډېرې داسې خبرې شته چې ما پخوا نه وې اورېدلې. بل لیکوال د سايي سیاسي خدمات ډېر په تفصیل سره بیان کړي دي. همدا رنګه داوود چې له هغه سره خپل کوم ذاتي تعلق و، یا یې تګ راتګ ورسره و، هغه یې د تاثراتو په شکل کې په ډېر خوژوکي او ملایم انداز کې وړاندې کړي دي."

سايي کمال خان شېراڼي ګڼ اثار له نورو ژبو پښتو ته ژباړلي او په بلوچستان کې یې د پښتو او بلوچ په نوم مجلې هم چاپ کړي چې پکې د هغوی د همخیالو ملګرو مطالب خپرېدل.

د ژوب لیکوال، شاعر او سپین روبی شخصیت برملا خان برمول چې د سايي کمال خان شېراڼي نږدې ملګری پاتې شوی او ناسته پاسته یې ورسره شوې ده، وايي ارواښاد شیراني به خبرې کمې کولې خو لیکل، کار او مبارزه یې ډېره کوله. هغه په ځانګړي ډول د ژباړو یادونه کوي:

" کمال خان سايي داسې سړی و، چې هم شاعر و، هم لیکوال و، سیاستدان هم و، د غسې ده ترجمې ډېرې کړې دي. د سقراط، افلاطون او نورو لیکوالو ډېر اثار یې ترجمه کړي دي. هغه ډېر زبردست انسان و، ډېر اشراف انسان و. "

برملا خان برمول وايي، په ټول عمر کې یې د هغه نه ګیلې مانې نه دي اورېدلي، ساده باده سړی و، د پروټوکول پروا یې نه لرله او د دې خبرې هېڅ علاقه یې نه لرله چې پر حکومتي چوکیو کار وکړي او یا هم د صوبايي او قامي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ غړی دې شي.

د سايي کمال خان پر ژوند ځینو نورو لیکوالو هم کار کړی چې یو پکې لیکوال، څیړونکی او استاد میرحسن اتل هم دی. هغه د خپل کړي کار په اړه مشال راډیو ته وویل:

"ما د پښتو مجله چې سايي او د هغه ملګرو چاپوله او یو کاله پورې یې دوام کړی و او ۱۱ ګڼې یې راوتلې وې، راواخېسته او په اوسني املا او انشا کې مې له سره کمپوز کړه. دا خو یوه برخه شوه، په بله برخه کې مې بیا دا وکړل چې د سايي ژوند لیک، بیا د ده د علمي، ادبي او سیاسي خدمت او د ده د ملګرو لنډه پېژندګلوي مې هم په کتاب کې شامله کړه. نو داسې د ۱۷۰ صفحو یو تحقیقي کار مې د ده په ژوند وکړو."

د سايي کمال خان شېراڼي د افکارو او ملګرتیا نه چې کوم منور پښتانه ځوانان اغېزمن شوي په هغو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او سېنېټر رضا محمد رضا هم شامل دی، هغه وايي، په نویو ځوانانو او پېغلو کې د ځینو پام د خپلو مشاهیرو د ژوند په اړه څېړنو ته اوړېدلی چې دا یو غوره ګام دی.

"د بلقیس شیرانۍ په نوم د پوهنتون یوې محصلې د سايي کمال خان پر ژوند او کار خپل د اېم فیل تیسز لیکلی دی. هغه زما له نظره تېر شوی، ډېر خوندور لیک یې کړی دی.دغسې داوود مومند هم ډېر د قدر وړ ګام اخېستی دی او زه امید لرم چې دا لړۍ به نوره مخ ته ځي."

نوموړی وايي، دا ګام ځکه هم ګټور دی چې د پاکستان په نصاب او رسنیو کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د اتلانو ذکر نه تر سترګو کېږي، نو په دې توګه به پښتانه ځوانان د ا ډول کتابونو له لارې د خپلو مشرانو له قربانیو خبر شي.

سايي کمال خان شېراڼي د ۲۰۱۰ کال د نومبر پر پنځمه نېټه د ۸۶ کالو په عمر کې په ژوب کې وفات شو او هملته په خپلې پلرنۍ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG