د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس فعالو کېسونو شمېره اوو زرو ته ټيټه شوې


کراچۍ کې یوې ښځې له کورونا وایرسه د ژغورنې لپاره تمبوزک وهلي
کراچۍ کې یوې ښځې له کورونا وایرسه د ژغورنې لپاره تمبوزک وهلي

په پاکستان کې ورځ تربله د کورونا وايرس په کېسونو کې کموالې روان دې او سيپټمبر تر۹مې په ملک کې شاوخوا اوه زره فعاله کېسونه پاتې دي.

نیشنل کمانډ اېنډ اپريشن سينټر لخوا د سيپټمبر پر۹مه جاري کړې شوو شميرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۴۰۰ نه زيات کسان د کورونا وايرس نه متاثره شوي، ۳۵۰ پورې ترې رغېدلي دي او نهه ترې مړه شوي دي د کوم وروسته چې په ملک کې د مړو مجموعي شميره شپږ زره ۳۶۰ ته رسيدلې ده.

ياد سينټر وايي پاکستان کې د کورونا وايرس نه متاثره کسانو شميره شاوخوا درې لکه ته رسيدلې ده خو ۲ لکه شپږ اتيا زره ۵۰۰ نه زيات کسان ترې بيرته رغيدلي دي او دا وخت په ملک کې د فعاله کېسونو شميره شپږ زره اته سوه پورې پاتې ده.

اسلام اباد کې ډاکټران وايي په کېسونو کې که هم دا شان کموالې روان و نو امکان دې چې مياشت دوو کې د پاکستان نه د دې وايرس خاتمه وشي.

د اسلام اباد پيمزروغتون د انتهايي نګهداشت څانګې مشرډاکټر فضل ربي وايي ملک نه د کورونا وايرس خاتمه په احتياطي تدابيروعمل کولو سره تړلې شويده نوخلکو له پکار دي چې په حکومتي احکاماتو دې عمل کوي.

د مې مياشتې اخرې نه په ملک کې په زيات شميرکې مثبت کېسونه راتلل شورو شول اوصرف په جون مياشت کې په يولکه ۴۱ زره نه زياتو کسانو کې د کورونا وايرس تصديق شوې و او ۲۸۰۰ نه زيات کسان ترې مړه شوي ول خو جون ۲۲ مې نه راپديښوا په مثبتو کېسونو کې کموالې راتلل شورو شوي دي او د جولای ۱۷مې نه هره ورځ د دوو زرو نه کم او د اګست ړومبۍ نيټې نه خو هره ورځ د ۱۰۰۰ نه هم کېسونه مخې ته راروان دي.

خو ډاکټر نوران افريدي بيا وايي حکومت د سيپټمبر۱۵مې نه تعليمي ادارې د مرحله وار پرانستو اعلان کړې دې که حکومت د ملک نه دې وايرس خاتمه غواړي نو ورته به په تعليمي ادارو کې په احتياطي تدابيرو عملدرامد ېقيني کول وي.

د ذکر ده چې د سيپټمبر پر۷مه په اسلام اباد کې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ کې د څلورو واڼو صوبو د تعليم وزيرانوغونډه وشوه چې پکې د احتياطي تدابيرو ترلاندې د سيپټمبر۱۵ مې نه په تعليمي ادارو کې د سبقونو لړۍ بحالولو فيصله وکړې شوه.

په پاکستان کې د فېبرورۍ پر ۲۶ مه د کورونا وايرس ړومبې کېس مخې ته راغلې وو او د مارچ په ۱۸مه ترې ړومبې تن د مردان په منګا کلي کې مړ شوې وو.

احمد الله- مشال راډيو- اسلام اباد.

XS
SM
MD
LG