د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د امرالله صالح پر کاروان چادونې ۱۰ تنه وژلي ۱۵ ژوبل


افغانستان: هغه ګاډی چې د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح پکې سپور وو، په کابل کې د چاودنې هدف ګرځېدو پس په یوه لارۍ کې بار کړل شوی. ۲۰۲۰، ۹ سپټمبر
افغانستان: هغه ګاډی چې د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح پکې سپور وو، په کابل کې د چاودنې هدف ګرځېدو پس په یوه لارۍ کې بار کړل شوی. ۲۰۲۰، ۹ سپټمبر

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه چاودنه نن چهارشنبه د سېپټېمبر پر نهمه د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه پورې اړوند «چهار راهی تایمني سابقه» سیمه کې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق این ویلي چې تر اوسه د پېښې له ځایه یې ۱۰ مړي او ۱۵ ټپیان روغتون ته وړي دي.

ارین زیاته کړې چې د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د امرالله صالح پر موټریز کاروان نننی برید غندلی او هغه یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه چاودنه یو شمېر افغانان مړه او ټپیان شوي دي خو خپله امرالله صالح روغ ترې راوتی دی.

د ولسمشر ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه ویډیو پیغام کې ویلي چې د کابل په نننۍ چاودنه کې برسېرن ټپي دی.

هغه وايي: "زموږ مبارزه دوام لري، او زه د افغانستان د خلکو په خدمت کې یم، له کوم حالت سره چې زه مخامخ شوم، زموږ امنیتي ځواکونه هره شېبه د خلکو او ارزښتونو په دفاع کې تر داسې ازمویښت تېرېږي."

صالح زیاتوي، یو شمېر ساتوونکي یې ټپیان شوي او له هغو خلکو بخښنه غواړي چې د چاودنې سیمه کې ورته زیان اوښتی.

نوموړی وايي، چاودونه زوروره وه او ګڼو خلکو ته پکې ځاني او مالي زیان اوښتی.

بل پلو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د نننۍ پېښې له سیمې تر اوسه ش مړي او ۶ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې مطبوعالي اعلامیې په خپرولو سره پر امرالله صالح برید غندلی.

اعلامیه د ولسمشر غني له خولې وايي: " ترهګر او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هېواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هېوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نه شي کمزوری کولای او د ترهګرو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري."

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د امرالله صالح پوښتنې په هدف د هغه دفتر ته تللی او پر خپل فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې دغه پېښه ترهګرۍ ده.

ډاکتر عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په داسې حال کې چې د سولې مذاکراتو په درشل کې یوو، د هېواد دښمنان نه غواړي څو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG