د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په تودو سيمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو


د ننګرهار په تودو سیمو کې نوی تعلیمي کال د غونډې په ترڅ کې پیل شو 
د ننګرهار په تودو سیمو کې نوی تعلیمي کال د غونډې په ترڅ کې پیل شو 

جلال اباد – د افغانستان د ننګرهار ولایت په تودو سيمو کې نوی تعليمي کال پیل شوی دی. د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په غرض به اوسمهال په دولتي ښوونځيو کې د ۱۱م او ۱۲م ټولګيو زده کوونکي او په خصوصي ښوونځيو کې به له لومړي ټولګي څخه تر ۱۲م ټولګيو زده کوونکي د عامې روغتيا وزارت له لارښوونو سره سمې خپلې زده کړې پر مخ وړي.

د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په غرض له پینځه میاشتني ځنډ وروسته د ننګرهار په تودو یا ګرمو سيمو کې د سپټمبر له پينځمې نېټې په حکومتي ښوونځيو کې د ۱۱م او ۱۲م ټولګيو او په شخصي ښوونځيو کې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوې.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شينواري په دې موقع وویل چې د اوس لپاره به په حکومتي ښوونځيو کې یوازې د ۱۱م او ۱۲م ټولګيو زده کوونکي او په خصوصي ښوونځيو کې به له لومړي ټولګي څخه تر ۱۲م ټولیګي زده کوونکو ته تدریسي بهیر پیل شي.

نوموړي وویل، "یوه میاشت وړاندې د پوهنې وزارت او عامې روغتيا وزارت پرېکړه وکړه چې تعلیمي ادارې بېرته پرانستل شي او خپلې تدریسي چارې دې پیل کړي. خو د عامې روغتيا وزارت او نړیوال روغتيايي سازمان سپارښتنې باید په نظر کې ونیول شي."

ده زیاته کړه، "په ټولو دولتي ښوونځيو کې یوازې د یوولسم او دولسمو ټولګيو او په ټولو شخصي ښوونځيو کې چې د تودو یا ګرمو سيمو سره تعلق لري، نن به په کې تدریسي بهير پیلېږي. خو ځانګړې سپارښتنه دا ده چې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنې په نظر کې ونیول شي."

د ښوونځيو د پرانستې په دې مراسمو کې د مروا په نوم د بي بي حوا لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکې هغه ستونزې د چارواکو پر وړاندې کېښودي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

مروا وویل، "په ښوونځيو کې چې کومې ستونزې دي، د هغې له جملې د کتابونو کمبود دی، د ښوونکو کمبود دی، له ښوونځي څخه بهر چې کومې امنیتي ستونزې دي، باید چې هوارې شي. په ننګرهار کې به د ګوتو په شمار داسې ښوونځي وي چې هم به يې ښوونکي پوره وي، هم به یې کتابونه پوره وي او هم به یې امنیت ښه وي، خو زیاتره ښوونځي له یادو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، هيله ده چې دې ستونزو ته حل لارې ولټول شي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ژمنه وکړه چې د پوهنې په تړاو ټولو ستونزو ته به حل لارې لټوي. نوموړي وویل، "مخکې له دې چې زه ننګرهار ته راشم، جلالت ماب ولسمشر سره مې وکتل، ورته مې وویل چې زه ننګرهار ته له ځانه سره څه یوسم؟ هغه راته وویل چې په اول قدم کې به له دوه زره څخه تر درې زرو پورې معلمین درکوم. اصلاحات اداري سره به ځانګړی بحث وکړم چې د معلمینو په ګمارنه کې ښځو ته کافي ونډه ورکړي."

نوموړي وویل، "زه ژمنه کوم چې هم به د کلیو پراختیا وزارت سره خبرې کوم، د ښار جوړولو وزارت سره خو تفاهم ته رسېدلی یم، د پوهنې وزارت سره به هم بحث کوم چې په ننګرهار کې د ښوونځيو اضافي تعمیرونه باید جوړ کړو. زما کوښښ به دا وي چې دوی ته کتابونه برابر کړو او یا هغه ستونزې چې موجودي دي، په ګډه ورته حل لاره ومومو."

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په ۹۰۲ بابه دولتي ښوونځيو کې نېږدې یو میلیون زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او ۳۶ سلنه يې نجونې تشکیلوي چې د ۱۴۵۰۰ ښوونکو لخوا چې ۱۳ سلنه يې ښځینه دي تدریس ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG