د لاسرسي ځای

تازه خبر

ار اېس اېف: پاکستان دې د ښځینه خبریالانو ځورونې ودروي


د پاکستان شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز خبریالانې د کار پر مهال - پخوانی انځور
د پاکستان شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز خبریالانې د کار پر مهال - پخوانی انځور

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې ښځینه خبریالانو ته پر ټولنیزو شبکو د ګواښونو او د هغوی پر ضد د کرکې د پیغامونو مخنیوی باوري کړي.

سازمان دا بیان پر داسې مهال خپور کړی چې د اګست پر ۱۲مه د پاکستان یو شمېر نومیالیو ښځینه خبریالانو په یوه ګډ بیان کې تور پورې کړ چې له مودې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو له ځورونو سره مخامخ دي.

په عین وخت کې د پاکستان د بشري حقونو چارو وفاقي وزیرې شیرین مزارۍ د اګست پر ۱۸مه د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ په غونډه کې ویلي چې د هغو کسانو ضد کارروايي کوي چې خبریالانې ځوروي.

نوموړې همداراز ویلي چې خبریالانې دې حکومت ته د ځورونو او ګواښونو ثبوتونه ورکړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د اګست پر ۱۹مه په بیان کې ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۵۰ ښځینه خبریالانو هغه ګډ بیان لاسلیک کړی چې پکې تور پورې شوی چې حکومتي چارواکي او د واکمن تحریک انصاف پلویان یې ځوروي.

خو مزارۍ د قامي اسمبلۍ کمېټۍ غونډې ته په خبرو کې جوته کړه چې د واکمن تحریک انصاف د ټولنیزو شبکو څانګې مشرانو ورته ویلي چې د ګوند غړي د خبریالانو په ځورونو کې ککړ نه دي.

ښځې خبریالانې ثبوتونه لري؟

د پاکستان له شخصي ټېلېوېژن 'نیوز ون' سره کارکوونکې غریدې فاروقۍ د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ ته ورغلې وه، هلته یې د ځورونو ثبوتونه ورکړل خو مزارۍ یې له وینا اورېدو پرته له غونډې لاړله.

"ډېرو صحافتي، حکومتي او ریاستي ادارو ته مې ثبوتونه ورکړي چې د [تحریک انصاف ځینې] وزیران مې پر ضد انلاین کیمپېن چلوي، درواغ خپروي چې ما غلې کړي او د حکومت پر ناسمو کارونو تنقید ودروم."

د قامي اسمبلۍ غونډې په اړه د فاروقۍ بیان

فاروقۍ مثال ورکړ چې یوې حکومتي وزیرې د پنجاب له یوه پخواني اعلا وزیر سره په "اړیکو" تورنه کړې وه.

د نوموړې په خبره، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته یې شکایت وکړ او څو ځلې یې دا کار کړی دی خو "مثبت ځواب" یې ترلاسه نه کړای شو.

د برېښنايي جرمونو ضد قانون او حکومتي واک

په پاکستان کې د مخابراتو اداره (پاکستان ټېليکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) د موبایل ټېلېفون یا ټولنیزو شبکو له لارې په ځورونو، ګواښونو او یا نورو انټرنېټي جرمونو کې د ککړتیا په تور د خلکو انټرنېټي پاڼو یا موبایل ټېلېفون شمېرو تړلو واک لري خو د پلټنو وفاقي اداره د دې ډول تورونو تحقیقات کوي او بیا د تورن کس پر ضد جنايي قضیه پرانیزي چې که ثابته شي نو ورته عدالت د بند او جرمانو سزاګانې اورولای شي.

په پاکستان کې د دې اقداماتو لپاره د برېښنايي او انټرنېټي جرمونو د سزاګانو قانون هم شته چې په تېرو وختونو کې ورباندې دا انتقاد شوی چې د بیان ازادۍ محدودوي خو حکومت وايي، قانون د ټولنیزو شبکو د اصولو او د هېواد د قوانینو سرغړوونکو پر ضد کاروي.

پر ټوېټر زما پاڼې ته ورشئ، ډېرو خلکو راته ښکنځلې لیکلې دي.
نسیم زهره

د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېټۍ او د اپوزیشن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اګست پر ۱۸مه په غونډه کې د ښځینه خبریالانو ګډ بیان ولوست چې پکې راغلي چې پر ټولنیزو شبکو یې پر ضد "منظم او ښکاره کیمپېن روان دی چې پکې د ښځو خبریالانو او شنونکو شخصي معلومات په ډاګه کېږي."

د مزارۍ پر تردید سربېره، په اسلام اباد کې خبریالې نسیم زهرې د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د واکمن تحریک انصاف په ملاتړ د ټولنیزو شبکو له ځینو اکاونټونو څخه د ښځو خبریالانو په اړه سپکې سپورې لیکل کېږي او که حکومت وغواړي، سمدستي یې پر وړاندې ګام اخیستی شي.

"زه [حکومت] ته وایم چې کوم شکایتونه درځي، پلټنې یې وکړئ. خبریالانې له ثبوتونو سره راغلې دي. پر ټوېټر زما پاڼې ته ورشئ، ډېرو خلکو راته ښکنځلې لیکلې دي. دا اکثر هغه اکاونټونه دي چې یا خو ورباندې د وزیراعظم عمران خان انځور لګېدلی وي او یا ورباندې د [پاکستان تحریک انصاف] بیرغ (جنډه) وي. نو د ثبوتونو اخیستل او پلټنې کول یې د اړوندو ادارو د نیمې ګېنټې (ساعت) کار دی."

ځورونو ځېنې خبریالانې خاموشه کړي

د بې پولو خبريالانو نړيوال سازمان وايي، په پاکستان کې د پرلیکه (انلاين) ځورونو بهیر دومره خطرناک دی د ځینو ښځو خبریالانو په غلي کولو کې بریالی شوی دی.

د پاکستان د شخصي ټېلېوېژن 'اج نیوز' خبریالې عاصمې شېرازۍ سازمان ته ویلي دي چې په پاکستان کې خبریالانې "د جنس پر اساس له ځورونې او د جنسي تېري له ګواښونو سره مخامخ دي."

نوموړې پر ټوېټر شاوخوا درې میلیونه تعقیبوونکي لري او وايي، خپلوان یې هم پر ټوېټر نه تعقیبوي ځکه چې هغوی نه غواړي چې د دې د غلي کولو په موخه ورته شوې ښکنځلې ولولي.

شېرازۍ زیاتوي چې "ان مور" یې ورته ویلي چې "خبریالي پرېږدي."

شېرازۍ هم له هغو خبریالانو یوه ده چې د اګست پر ۱۲مه یې ګډ بیان لاسلیک کړی وو چې پکې پر حکومت او پارلېمان غږ شوی وو چې د ښځو خبریالانو، شنونکو او ټېلېوېژني خپرونو چلوونکو پر وړاندې دې د انلاین پروپیګنډې په اړه اقدام وکړي، د ټولنیزو شبکو هغه حسابونه (اکاونټونه) او پاڼې دې وتړي او پکې د ککړو حکومتي کسانو ضد دې کارروايي وکړي.

د دې بیان تر خپرېدو وروسته هم د بشري حقونو چارو وزیرې شیرین مزارۍ پر ټوېټر د ښځو خبریالانو ځورونه او ورته ګواښونو خواشینوونکي بللي ول او زیاته کړې یې وه چې دا کار د منلو وړ نه دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG