افغان ځواکونوادعا کړې چېد داعش وسله والې ډلې یو مهم مشرعبدالله اورکزی وژلی دی.
یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه غوښتل نوم يې واخیستل شي د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې د داعش وسله والې ډلې د خراسان څانګې "قاضي القضات" عبدالله اورکزی چې د ننګرهار په زندان يې حمله پلان کړې وه د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
دغه سرچینې ونه ویل چې نوموړی يې چرته او کله وژلی دی.؟ د دې ادعا په خپلواکه توګه تصديق نه دی شوی او نه هم تراوسه داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.
دا په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څلورم د سر سړی دی چې د افغان ځواکونه يې د وژلو ادعا کوي.
د اګست پر دويېمه د ننګرهار په زندان ډله ییزه حمله کې چې ذمه واري يې داعش وسله والې ډلې منلی وه ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان ول.
دا په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څلورم د سر سړی دی چې د افغان ځواکونه يې د وژلو ادعا کوي.
له دې وړاندې د اګست پر پنځمه د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کړې ده چې د داعش ډلې د خراسان څانګې هغه غړي يې وژلی چې د "داعش په قصاب" مشهور وو.
دا کس اسدالله اورکزی نوميده چې په ضیاالرحمن هم مشهور وو.
د فېسبوک تبصرې