د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د توغنديو په بريد کې ۱۰ کسان ټپیان شوي


افغان پوليس د هغو موټرو جاج اخلي چې ورڅخه په کابل توغندي توغول شوي.
افغان پوليس د هغو موټرو جاج اخلي چې ورڅخه په کابل توغندي توغول شوي.

افغان چارواکي وايي چې په کابل کې د استوګني پر ځايونو د اګست پر ۱۸مه ۱۴ توغندي توغول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان (د اګست پر ۱۸مه) د خپلواکۍ ۱۰۱ مه کلیزه نمانځي.

د دې هېواد کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل شمال او ختیځ لورې څخه له دوو موټرو راکټونه توغول شوي دي.

د وزارت وياند طارق ارين په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د استوګني پر ځايونو توغول شويو راکټونو کې ۱۰ کسان ټپيان شوي چې پکې څلور ماشومان او يوه ښځه ده. نوموړي ويلي چې د بريدونو په تړاو دوه مشکوکه کسان نيول شوي خو د هغوي د پېژندګلوي په اړه يې مالومات نه دې ورکړي.

د کابل شمال او ختیځ لورې څخه له دوو موټرو راکټونه توغول شوي دي.
کورنيو چارو وزارت

بلخوا رویټرز اژانس وايي چې چاودونو د کابل ښار سفارتي سیمه ولړځوله. اژانس د سرچينو له قوله ليکلي چې د سفارتخانو کارکوونکیو ځانونه ډ ډې ته کړي اوسیمه تړل شوې ده.

د ارګ يوې سرچینې له قوله ويلي شوي چې يو توغندی د ارګ له تشريفاتي قطعې سره نږدې پرېوتی.

رپوټونه وايي، راکټونه له هغې لږ وخت وروسته وتوغول شول چې افغان ولسمشر اشرف غني په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ مینار ته د ګلونو ګېډۍ کېښودله.

د ۱۹۱۹ز کال اګست پر ۱۸مه د افغان او برتانوي ځواکونو ترمنځ جګړې شوې وه چې په نتیجه کې یې افغانستان په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه. تر دې له مخه د دې هېواد بهرنۍ تګلاره د برتانیا په کنټرول کې وه.

تر اوسه د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له دې بريده خبر دی.

خو په افغانستان کې فعاله د اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تړلي وسله والو په تېرو وختونو کې د دې هېواد ملي مراسم په نښه کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG