د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستاني کډوال د مرستو بېرته پیلیدو غوښتنه کوي


وزیرستاني ګډوال: خپلو سیمو ته ستنېدل غواړو.

خوست - د افغانستان د خوست ولایت په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ، نړیوال خوراکي پروګرام او نورو بنسټونو غوښتنه کوي چې له دوي سره درېدلې مرستې دې بیا پیل کړي.

دوی وايي، په دې ځای کې نه کاروبار لري او نه يې له شپږو میاشتو راهیسې مرستې ترلاسه کړي دي.

وزیرستانیو کډوالو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د غلام خان بندر دې خلاص کړي چې دوی خپلو سیمو ته ستانه شي.

وزیرستاني کډال وايي، اوس په ګلان کېمپ کې له شته وسایلو هم پوره څارنه، نه کېږي، د اوبو پيپونه او ټانکۍ څو-څو ورځې خرابې وي او په ډېر ځنډ ترمیمږي.

د زیګور په نوم په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو ماشومانو د یوې کلیوالي مدرسې مهتمم مشال راډیو ته وویل چې دوې میاشتې دپاسه شپږ کال کیږي چې بې کوره دي.

ده وویل ، "د پاکستان حکومت د ضرب عضب په عملیاتو کې راو اېستو، اول کې چې موږ راغلو، موږ سره ښې مرستې کیدې، دا کېمپ يې د ګلانو کېمپ په نوم ونوماوه، ښه شیرازي وه، خپل شخصي پانګه هم راسره وه، ښه برابر وو، خو اوس دا شپږ میاشتې له موږ نه يې مرسته بنده کړې ده، موږ ته دې بېرته مرسته شروع کړي."

نوموړي د پاکستان له حکومت هم وغوښتل، چې لارې ورته پرانیزي، خپل وطن ته دې وغواړي، ځکه اولادونه يې سختۍ او نیستۍ سره مخامخ دي.

وزیرستاني کډال وايي، په ګلان کېمپ کې له شته وسایلو هم پوره څارنه، نه کېږي
وزیرستاني کډال وايي، په ګلان کېمپ کې له شته وسایلو هم پوره څارنه، نه کېږي

د ممتاز او رشیدخان په نومونو دوه نور وزیرستاني کډوال هم وايي، په اول کې په ګلان کېمپ کې د پوره اسانتیاوو تابیا شوې وه، خو اوس څو ورځې د اوبو نلونه او ټانکۍ خرابې وي، څوک يې د جوړولو غم نه کوي.

د دوی په خبره اوس د ګلانو کېمپ د اغزیو په داګ بدل شوی دی.

د عبداله نور په نوم د شمالي وزیرستان د مچه اوسېدونکی وايي، خوست اباده سیمه ده، خو دوی ته په کې ژوند ځکه سخت دی، چې کاروبار نه لري او بل دا چې اسناد نه لري، له خوست بهر بل ځای نه شي ګرځیدلی.

نوموړی له نړیوالو په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان له حکومتونو غواړي، چې د دوی ستونزې دې په پام کې ونیسي.

حاجي عبدالله نور وايي، په دوی پسې لارې بندې دي، خپل مړي نه شي انتقالوی، خپل ناروغان نه شي وړی، نو د دوی یوازینۍ غوښتنه په امن کې ژوند کول دي.

له پیله د پکتیکا د برمل له ولسوالۍ د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کډې ګلان کېمپ ته راځي، خو یادې کډې وايي، له برمل راغلو کډو سره په خوست کې د بیړنیو مرستو کوم پروګرام نشته.

شاور جان ده ته خېل چې له برمل يې په اوس وخت کې کډه راغلي وايي، په اول ګام کې دې ورسره مرستې وشي او بله غوښتنه يې داده چې نور باید د شمالي وزیرستان سیمې پاکې شي او دوی ته د واپسۍ زمینه برابره شي.

بل لوري ته ځايي چارواکي مني، چې وزیرستانیو کډوالو د وروستیو میاشتو مرستې نه دي ترلاسه کړي.

د خوست د کډوالو چارو رئیس محمد هاشم حلیم وویل،د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا وزیرستانیو سره د روان زیږدیز کال د اولو شپږو میاشتو د مرستې پروګرام شته او ډېر ژر به دوی ته مرستې وویشي.

ده د کډوالو د بیرته ستنیدو په باب وویل، چې په دې اړه د افغان حکومت پالیسي روښانه ده، وزیرستاني کډوال په خپله د پاتې کېدو یا بیرته ستنیدو پرېکړه کوي.

د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې د پاکستان پوځ لخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل شول، چې له همدې کبله د وزیرستاینو زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

په څو پړاونو کې د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو تر اوسه هم په خوست کې د هغوی خواوشا ۸ زره او پکتیکا کې درې زره کورنۍ میشتې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG