د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانانو نړيواله ورځ: د بدلون لپاره په نړيوال اقدام کې د پښتنو ځوانانو ونډه


د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو د ځوانانو پر نړيواله ورځ خبرې کړې. د اګست پر ۱۲ د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه. د ملګرو ملتونو لخوا دا وار د دې ورځې موضوع "د بدلون لپاره په نړيوال اقدام کې د ځوانانو ونډه" وه.

د ۲۰۲۰ز کال د ځوانانو نړيوالې ورځې هدف پر هغو درو لارو رڼا اچول و چې له يو بل سره تړلې دي. په دې کې يوه لار په ځايي کچ د ځوانانو هلې ځلې، دويمه په قامي کچ د ځوانانو هلې ځلې يعني د قوانينو او پاليسيانو جوړول او عملي کول او درېيمه لار په نړيواله کچ د ځوانانو هلې ځلې دي.

په دې خپرونه کې له پېښوره د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان، د افغانستان له کندهاره د قلم لار په نوم د تعليمي سازمان مشر مطيع الله وېسا، له جرمني د پساو پوهنتون زده کونکی اويس احمد خان او له لندنه د پېښور ارمي پبلک سکول پخوانی زده کونکی او مدني فعال محمد وليد خان مېلمانه ول.

دا خپرونه سرار عالم مومند وړاندې کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG