د افغان حکومت یوه ډېپلوماټیکه سرچینه وايي، د قطر حکومت نه غواړي راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو کې نړیوالی رسنۍ ګډون وکړي.
د افغان حکومت یوه ډیپلوماټیکه سرچینه چې د موضوع حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې خپور شي د اګست پر ۱۲مه یې مشال راډیو ته وویل، د مذاکراتو کوربه قطر نه غواړي، له راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو څخه رسنۍ خبري پوښښ ولري.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د افغانانو خپلمنځي خبرې به یوازې د قطري رسنیو له لارې خپرېږي، خو د نړیوالو رسنیو په اړه لا هم د یاد هېواد پرېکړه وروستۍ نه ده.
د سرچیني له خوا په بین الافغاني مذاکراتو کې د نړیوالو رسنیو د محرومیت دلیل، د مذاکراتو محرمیت یاد شوی دی.
په پام کې ده چې د افغانانو خپلمنځې خبرې د راتلونکي اوونۍ په لړ کې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نى وايي، پر نورو رسنیو محدودیت وضع کول د طالبانو غوښتنه ده.
د دې بنسټ اجراییوي رییس مجیب خلوتګر د اګست پر ۱۱مه له مشال راډیو سره خبرو کې وویل، یو شمېر افغان خبریالانو په افغانستان کې د قطر سفارت ته د یاد هېواد ویزې اخیستو لپاره ورغلي، خو د سفارت له خوا یې غوښتنه رد او ورته ویل شوي چې د طالبانو په غوښتنه رسنیو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.
د افغانستان حکومت او طالبانو بیا په بین الافغاني خبرو کې د رسنیو د نه ګډون د دلایلو په اړه د مشال راډیو اړیکو ته ځواب و نه وایه.
په کابل کې د قطر سفارت هم پر دې موضوع له خبرو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سولې مشورتي لویې جرګې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو په روڼتیا ټینګار وکړ.
خو پوښتنه دا ده چې د افغانانو ترمنځ په مخامخ خبرو کې د نړیوالو رسنیو نشتون به څومره دا بهېر له نیوکو سره مخ کړي؟
په دې اړه یو شمېر خبریالان وايي، په دې خبرو کې د رسنیو نه حضور به د یو شمېر مسایلو په اړه د خلکو اندېښنې لا زیاتې کړي.
خبریال ذبیح الله خورشیدي مشال راډیو ته وویل، که د مذاکراتو ښکېلې خواوې غواړي دا بهیر روڼ واوسي، باید د رسنیو مخه ونه نیسي.
د فېسبوک تبصرې